جنګ ته د ګاونډیانو نه ویل د امریکا معادلات ګډوډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170026-جنګ_ته_د_ګاونډیانو_نه_ویل_د_امریکا_معادلات_ګډوډ_کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «سکایي نیوز» ټیلي ويژن وویل د فارس خلیج سیمې د عربو هیوادونو دریځونو د ایران پرضد د اقدام په هکله د واشنګټن محاسبات پیچلي کړي دي په دې ډول چې په ایران باندې د احتمالي حملې له مخنیوي سره مرسته کولای شي.
(last modified 2026-01-27T07:44:43+00:00 )
Jan 27, 2026 12:08 Asia/Kabul
  • جنګ ته د ګاونډیانو نه ویل د امریکا معادلات ګډوډ کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «سکایي نیوز» ټیلي ويژن وویل د فارس خلیج سیمې د عربو هیوادونو دریځونو د ایران پرضد د اقدام په هکله د واشنګټن محاسبات پیچلي کړي دي په دې ډول چې په ایران باندې د احتمالي حملې له مخنیوي سره مرسته کولای شي.

دغه ټیلي ويژن زیاتوي امریکا د تهران او د واشنګټن ترمینځ د تاوتریخوالو زیاتیدا او د تاوتریخوالو د کنټرولولو په هدف سره د ډيپلوماټیکو هڅو په څنګ کښې د پوځي او د سیاسي سیګنالونو زیاتولو ته په پام سره په ایران باندې د پوځي حملې لپاره په فیصلې کولو کښې له زیاتیدونکو پیچلتیاو سره مخامخ دی.

سکایي نیوز ټيلي ویژن زیاته کړه د بیلګې په توګه متحده عربي اماراتو ویلي دي چې د ایران پرضد هیڅ ډول پوځي برید کښې له خپل هوايي حریم، خاورې او یا سمندر څخه د استفادې اجازه نه ورکوي او په دې هکله به هیڅ ډول لاجیسټیکي ملاتړ هم ونکړي او د خبرو اترو، د تاوتریخوالي په کمولو او نړیوالو قوانینو ته د احترام په لومړیتوب یې ټینګار کړی دی.

سکایي نیوز ټیلي ويژن د نړیوالو حقوقو د استاد «هادي دلول» په قول وویل د سیاسي او د پوځي انتخابونو محدود کیدل د واشنګټن لپاره د فیصلې ترسره کول سختوي.

د متحده عربي  اماراتو دریځ په هر ډول بالقوه پوځي ټکر کښې د خپل ټاټوبي په بې طرفه ساتلو کښې مهم ګام دی.

له بلې خوا د فارس خلیج د عربو هیوادوو د بې طرفۍ اعلانول په ایران باندې د حملې لپاره د اسرائیلو د پلانونو مخ ته د تلو خنډ کیږي او په دې مینځ ومان کښې دغه پوښتنه مطرح ده چې د امریکا د جنګ وزارت د قومندانانو په سویه د احتمالي تاوانونو او د پوځي لګښتونو د منلو لپاره تر کومه اندازه چمتو والی لري چې دغه چاره په خپله د پوځي حملې انتخاب کمزوری کوي.

د نړیوالو حقوقو استاد «دلول» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران د تر ټولو بدې سناریو لپاره تیار دی او په عین حال کښې یې د ډيپلوماسۍ لاره نه ده  بنده کړې د رسمي چینلونو ، مینځګړو او د ملګروملتونو له لارې د پیغامونو د تبادلې امکان ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه ایران وايي چې امریکا باید د هغه څه چې په دولس ورځني جنګ کښې رامینځته شول مسوولیت ومني.

هغه ټینګار وکړ امریکا له دې مخکې هیڅکله د ایران په اوسنیو وړتیاو سره له یوه هیواد سره نه و مخامخ شوی.