د ایران په هکله د ډونالډ ټرامپ سیاست جذباتي دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د «نیوهمپشایر» پوهنتون استاد کورک ډورسي(Kurk Dorsey) په دې خبرې سره چې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ بهرنی سیاست کوم معلوم چوکاټ نلري وویل د ایران په شمول د ټولو هیوادونو په وړاندې د ټرامپ خارجي سیاست احساساتي او جذباتي دي او د هغه په دنیا کښې هر احتمال شته.
د امریکا د نړیوالو مسائیلو دغه څیړاند او شناند کورک ډورسي د ولسمشر ټرامپ خارجي سیاست له احساساتو او جذباتو ډک وباله او زیاته یې کړه هغه کوم معلوم فکري چوکاټ نلري چې خپل سیاستونه هدایت کړي.
هغه ډاګینه کړه ټرامپ له بل هر ولسمشر څخه زیات چې ماته یاد دي د خپلې وینا د سیاسي پایلو په هکله له فکر کولو پرته خبرې کوي.
ډورسي وویل روښانه ده چې ډونالډ ترامپ د ایران له حکومت سره دلچسپۍ نلري او دغه چاره تر یوه حده د امریکا دننه د هغه د سیالۍ او تر یوه حده په دې دلیل ده چې پخواني ولسمشر باراک اوباما په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې اټومي موافقه لاسلیک کړې وه او په همدې دلیل ټرامپ غواړي ایران تر دباو لاندې ورولي.
د امریکا دغه سیاسي شناند ډورسي د ایران له وروستیو ناکراریو او اعتراضونو وروسته د تهران پرضد له احتمالي برید څخه د ټرامپ د نظر د بدلیدا د دلایلو په هکله وویل زما په نظر هغه له خپلو ګواښونو څخه شاتګ وکړ ځکه چې متوجه شو چې په امریکا کښې د ټرامپ ملاتړي نه غواړي هغه له ایران سره جنګ ته ورګډ شي.
هغه وویل زه فکر کوم چې د ټرامپ پلویان متوجه شول چې له ایران سره ټکر دومره مبهم دی چې معلومه نه ده چې امریکا واقعا څه کار کولای شي.
د امریکا دغه سیاسي شناند کورک ډورسي وویل څرنګه چې ولسمشر ټرامپ د خارجي سیاست چوکاټ نلري ډیر زر خپل نظر بدلولای شي او زه کوم تعجب نه کوم چې هغه کومې نوي څرګندونې وکړي.