له ایران اسلامي جمهوریت سره هر تاوتریخوالی سیمه بې ثباته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170050-له_ایران_اسلامي_جمهوریت_سره_هر_تاوتریخوالی_سیمه_بې_ثباته_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «القدس العربي» ورځپاڼې د لویدیځې اسیا سیمې د بدلونونو په هکله ولیکل مینځنی ختیځ په خپل یو تر ټولو خطرناک تاریخي پړاو کښې ورغلی دی او د سیمې هیوادونه ټینګار کوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ هر ډول احتمالي جنګ به په ټولې سیمې اغیز وشیندي او ناوړه پایلې لرلای شي.
(last modified 2026-01-27T12:36:59+00:00 )
Jan 27, 2026 16:10 Asia/Kabul
  • له ایران اسلامي جمهوریت سره هر تاوتریخوالی سیمه بې ثباته کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «القدس العربي» ورځپاڼې د لویدیځې اسیا سیمې د بدلونونو په هکله ولیکل مینځنی ختیځ په خپل یو تر ټولو خطرناک تاریخي پړاو کښې ورغلی دی او د سیمې هیوادونه ټینګار کوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ هر ډول احتمالي جنګ به په ټولې سیمې اغیز وشیندي او ناوړه پایلې لرلای شي.

د لندن چاپ «القدس العربي» د مصر د لیکوال «عمر حمروي» په قلم په یوې مقالې کښې ولیکل په مینځني ختیځ کښې د حالاتو خطرناک کیدل نه یوازې د واشنګټن او د تهران ترمینځ د احتمالي نښتې د ماهیت په دلیل نه دي بلکې په دې دلیل دي چې د دا ډول حملې پایلې به پراخې وي او په ټولې سیمې به اغیز ولري ، ماتیدونکی انډول به پاتې شي او د نښتو د کنټرولولو او مدیریت کولو لپاره محدودې هڅې ګواښي.

هغه زیاته کړه دغو شرایطو ته په پام سره دغه موضوع د درک وړ ده چې د مصر ، د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، ترکیې او د قطر په شان د سیمې اغیز شیندونکي هیوادونه د ایران پرضد له پوځي برید سره مخالف دي او هغه اعلان شویو هدفونو ته د رسیدا لپاره له هیڅ ډول حقیقي تضمین پرته له سیاسي ، پوځي او اقتصادي نظره ډیر لګښته جواري ګڼي.