جنګ د ایران، امریکا او سیمې په ګټه نه دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې سره چې ایران د ډيپلوماټیکو بهیرونو د بڼه د خپلیدا او له ګواښ څخه د لیرې او له برابر دریځ څخه د عزتمنې ډيپلوماسۍ د تعقیبولو پرضرورت ټینګار لري وویل:
د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د ډيپلوماسۍ له لارې د مسائیلو حل کول تل په جنګ لومړیتوب لرلی او هیله من یوو مقابل لوری( امریکا) هم دغه درک ته رسیدلی و چې په زور او ګواښ سره نشي کولای ایران خبرو اترو ته مجبوره کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیګا د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ټيلي فوني خبرو کښې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د کمولو په لاره کښې د اسلامي هیوادونو د ورورګلویزو ، مسوولانه او د زړه سواندي هڅو او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ملاتړ د قدرونې په ترڅ کښې د بهرني سیاست په چوکاټ کښې له اسلامي او ګاونډیو هیوادونو سره د نږدې اړیکو د پراخولو او د پیاوړي کولو لپاره د پرله پسې هڅې او د کورني پیوستون او په ګډه د کار کولو په پیاوړي کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي سیاست او پالیسۍ باندې ټینګار وکړ.
پزشکیان د دښمنیو د زیاتولو، د جنګ د رامینځته کولو او تپلو او د دباونو او د بایکاټونو د لګولو او په نهایت کښې د ایران په داخل کښې د ناکراریو او د بلواو د نیغ په نیغه تحریکولو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم هڅو او اقداماتو ته په اشارې سره ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله په جنګ پسې نه و او نه دی او دغه ژور اعتقاد لري چې جنګ به نه د ایران ، نه د امریکا او د نه سیمې په ګټه وي.
د مصر ولسمشر السیسي هم د ایران له ولسمشر پزشکیان سره په خبرو باندې د خوښۍ په څرګندولو سره د ایران د لرغوني او د تاریخي ټاټوبي د خلکو او د سیمې د ټولو ملتونو لپاره د سولې ، ثبات او د امنیت ارزو وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مسائیلو د حل لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته.
هغه په دې خبرې سره چې هر ډول تاوتریخوالی او جنګ به نه یوازې د ایران بلکې د ټولې سیمې لپاره منفي پایلې له ځان سره ولري وویل مصر د تاوتریخوالو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او چمتو دی چې د سیمې د ثبات د پیاوړتیا او د مسائیلو د حل کولو په لاره کښې د ډيپلوماټیکو نوښتونو ملاتړ وکړي.