په هایټي هیواد کښې د امریکا سفارت ته نږدې سختې ډزې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170230-په_هایټي_هیواد_کښې_د_امریکا_سفارت_ته_نږدې_سختې_ډزې_شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ځايي او امریکايي چارواکو په هایټي هیواد کښې په «پورټو پرنس» سیمه کښې د امریکا سفارت ته نږدې د سختو ډزو خبر ورکړی. په پورټو پرنس سیمه کښې د امریکا سفارت د خپل هیواد د ښاریزو لپاره سمدستي امنیتي خبرداری خپور کړ.
(last modified 2026-01-31T20:11:43+00:00 )
Feb 01, 2026 00:37 Asia/Kabul
  • په هایټي هیواد کښې د امریکا سفارت ته نږدې سختې ډزې شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ځايي او امریکايي چارواکو په هایټي هیواد کښې په «پورټو پرنس» سیمه کښې د امریکا سفارت ته نږدې د سختو ډزو خبر ورکړی. په پورټو پرنس سیمه کښې د امریکا سفارت د خپل هیواد د ښاریزو لپاره سمدستي امنیتي خبرداری خپور کړ.

د امریکا سفارت تائید کړه چې امنیتي عملیات روان دي او د سفارت ټول کارکونکي د ایمني دلائیلو په خاطر تګ راتګ نه کوي.

تراوسه د ډوز علت ته اړونده جزیات او یا د ډزو کونکي کس هویت په رسمي ډول نه دی معلوم شوی.

هایټي هیواد له تیرو څو کلونو راهسې د خپل د تاریخ له یوه تر ټولو ژور سیاسي، امنیتي او ټولنیز کړکیچ سره مخامخ دی.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې د هایټي د ولسمشر «ژوونل موئیز» له ټرور وروسته په هایټي هیواد کښې د قدرت خلا زیاته شوه او موقت او انتقالي حکومتونه ونه توانیدل پایداره ثبات رامینځته کړي.

له دې سره په یووخت په پلازمینې او بیلابیلبو سیمو  کښې د وسله والو ډلو د نفوذ زیاتیدا عملا د هیواد د ځینو سیمو کنټرول د حکومت له لاس څخه ایستلی او د انتخاباتو د ترسره کولو بهیر یې له بندون سره مخامخ کړی دی.