روسیه له نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170288-روسیه_له_نړیوال_تاوتریخوالي_او_د_جنګ_له_زیاتیدا_سره_دلچسپۍ_نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال «دیمیتري مدودف»په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې ماسکو هیڅکله د نړیوالې جګړې غوښتونکی نه دی ټینګار وکړ روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو په وخت هم د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلرله.
(last modified 2026-02-02T22:57:38+00:00 )
Feb 03, 2026 03:25 Asia/Kabul
  • روسیه له  نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال «دیمیتري مدودف»په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې ماسکو هیڅکله د نړیوالې جګړې غوښتونکی نه دی ټینګار وکړ روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو په وخت هم د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلرله.

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل طبیعي خبره ده چې مونږ له نړیوالې جګړې سره دلچسپۍ نلرو او په ځلونو مو دغه موضوع بیان کړې ده.

د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال دیمیتري مدودف یادونه وکړه سره له دې نشو کولای په کامل ډول د جنګ د رامینځته کیدا احتمال منتفي وبولو.

هغه یادونه وکړه چې روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو له پیلیدا مخکې په ځلونو لویدیځو هیوادونو او د ناټو غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکړی و او له هغوې یې غوښتي وو د ماسکو ګټو ته پام وکړي او د خبرو اترو میز ته کیني.