د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170290-د_ایران_پرضد_د_پوځي_اقدام_ګواښ_د_منلو_وړ_نه_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې د خارجي لاسوهنو په غندلو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي اقدام د ترسره کولو ګواښ کاملا د نه منلو وړ دی.
(last modified 2026-02-02T23:10:32+00:00 )
Feb 03, 2026 03:37 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې د خارجي لاسوهنو په غندلو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي اقدام د ترسره کولو ګواښ کاملا د نه منلو وړ دی.

د روسیې د باندنیو چارو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي ماسکو د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې خارجي لاسوهنې په کلکه غندي.

دغه بیانیه زیاتوي باید پام وکړو چې د ایران حکومت د لویدیځو هیوادونو د سیاستونو له کبله د ټولنیزو او د اقتصادي پایلو د شنډولو لپاره د اغیز شیندونکو لارو چارو د موندلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره د رغنده خبرو اترو هڅه کوي.

دغه راز «اکسیوس» ورځپاڼې د دوو خبرو سرچینو په قول ادعا کړې ده هیله کیږي چې د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړی استازي اسټیو ویټکاف په راتلونکي جمعې ورځ د اټومي موافقې په هکله د بحث لپاره د ترکیې په استانبول کښې کتنه وکړي.