امریکا د سیمې په سرچینو د سلطې د موندلو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170546-امریکا_د_سیمې_په_سرچینو_د_سلطې_د_موندلو_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان جعفري مفتي «احمد قبلان» وویل امریکا د سیمې په سرچینو باندې د سلطې د موندلو کوشش کوي.
(last modified 2026-02-09T09:40:02+00:00 )
Feb 09, 2026 14:07 Asia/Kabul
  • امریکا د سیمې په سرچینو د سلطې د موندلو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان جعفري مفتي «احمد قبلان» وویل امریکا د سیمې په سرچینو باندې د سلطې د موندلو کوشش کوي.

هغه په مینځني ختیځ کښې د  امریکا سپیرو او بیلتون غواړو پلانونو ته په اشارې سره وویل واشنګټن د سیمې په سرچینو باندې د خیټه د اچولو هڅه کوي.

د لبنان جعفري مفتي «احمد قبلان» وویل په دې خبرې کښې شک نشته چې د واشنګټن په مشرۍ د سیمې د ویشلو له کړکیچ سره مخامخ یوو او لبنان د دغه سیمې یوه برخه دی کوم چې د فتنې او د ډیرې خطرناکې لوبې لپاره د امریکا له اشتها او پلانونو څخه کړیږي.

د لبنان جعفري مفتي «احمد قبلان» زیاته کړه امریکا د سیمې په سرچینو باندې د سلطې د موندلو او له مشکل سره د چین  مخامخ کولو او د تیلو د سرچینو د وچولو په هدف سره چې د چین د قدرت حیاتي رګ دی کوشش کوي.

هغه دغه راز د لبنان د خلکو ترمینځ د وحدت او له اختلاف څخه د لیرې کیدا پرضرورت ټینګار وکړ.