د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن جینیوا ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170768-د_ایران_د_باندنیو_چارو_وزیر_عباس_عراقچي_نن_جینیوا_ته_ورسید
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اټومي خبرو اترو د دوهم پړاو او د ځینو ډيپلوماټیکو سلامشورو د ترسره کولو لپاره د یوه ډيپلوماټیک او د تخصصي پلاوي په مشرۍ د سویزرلینډ هیواد پلازمینې جیینوا ته ورسید.
(last modified 2026-02-16T02:40:49+00:00 )
Feb 16, 2026 04:22 Asia/Kabul
  • د ایران د باندنیو چارو وزیر  عباس عراقچي نن  جینیوا ته ورسید

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اټومي خبرو اترو د دوهم پړاو او د ځینو ډيپلوماټیکو سلامشورو د ترسره کولو لپاره د یوه ډيپلوماټیک او د تخصصي پلاوي په مشرۍ د سویزرلینډ هیواد پلازمینې جیینوا ته ورسید.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي به په دغه سفر کښې د سویزرلینډ د باندنیو چارو له وزیر، د عمان له خارجه وزیر ، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر او په سویزرلینډ کښې دیره له ځینو نړیوالو چارواکو سره کتنې او خبرې اترې وکړي.

په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بې وسلې کولو په کانفرنس کښې وینا د ایران د خارجه وزیر یو بل پروګرام بلل شوی دی.

د اعلان شوي پروګرام پراساس د ایران او د امریکا غیر مستقیمې اټومي خبرې اترې نن د عمان په مینځګړیتوب او زیار سره  د سویزرلینډ هیواد په جینیوا ښار کښې ترسره کیږي.