اروپا په امریکا باندې د پوځي اړوندوالي د کمولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی تیر کال سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ له بیرته ستنیدا وروسته د اټلانټیک ورهاخوا اړیکې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او د ګرینلینډ د نیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ترامپ له هڅې وروسته د ناټو اتحاد له لارې د اروپا ساتنې ته د واشنګټن د ژمنې په هکله د اروپایانو شکونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
د اروپا د کمیسیون مشرې« اورسولا فون ډر لاین» د جرمني د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې په دې ټکي سره چې له ځینو کرښو تیر شوی دی چې نور هغه نشي هیرولای شي د اروپايي مشرانو ترمینځ ژور خپګان نندرې ته وړاندې کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» هم د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې په خپلې وینا کښې اروپایانو ته محدود ډاډ ورکړ.
هغه وویل امریکا غواړي له اروپا سره ملګرتیا وکړي او په تیر کال کښې د امریکا د ولسمشر له مرستیال «جی ډي وینس» څخه یې صمیمانه لهجه وکاروله.
خو د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اروپا په وروستي سیاسي بهیر نیوکه وکړه او ناټو ، روسیې او یا په اوکراین کښې د ماسکو جنګ ته یې اشاره ونکړه داسې مسائیل چې په هکله یې د امریکا او په ناټو کښې د واشنګټن د شرکاو ترمینځ د نظر اختلاف رامینځته شوی دی.
د اوکراین د جنګ د پینځمې کلیزې په نږدې کیدا او دې ته په پام سره چې ماسکو د اروپايي ګاونډیو هیوادونو لخوا د یوه زیاتیدونکي ګواښ په توګه ګڼل کیږي د اروپا مشرانو ویلي دي چې د خپلې دفاع د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې چټکې کړي دي او دوې به په امریکا باندې کمه تکیه ولري.
د جرمني صدراعظم فرډریش مرتس ، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د بریتانیا لومړي وزیر کی یر اسټارمر په مونیخ کښې په ناټو کښې د لا پیاوړي اروپايي جبهې ته خپله ژمنه اعلان کړه.
د جرمني صدرااعظم فرډریش مرتس په تیرې جمعې ورځې د مونیخ په کانفرنس کښې وویل دغه نوي شروعات تر هرو شرایطو لاندې سم کار دی او امریکا هماغه راز له مونږ او ناټو تړون څخه واټن اخلي. مونږ باید وکولای شو په یوازې ځان خپل امنیت تضمین کړو.
هغه د امریکا د امنیتي ژمنو په هکله د اندیښنې په اړه وویل چې د اروپا د اټومي دفاع په هکله یې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره خبرې پیل کړي دي.
له دې مخکې د ناټو تړون پخواني سرمنشي «ینس اسټولټنبرګ» د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنګ کښې د اروپا او د امریکا ترمینځ زیاتیدونکو اختلافاتو ته اشاره کړې وه.