کیوبا د امریکا د برید دړکې د پآیلو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172484-کیوبا_د_امریکا_د_برید_دړکې_د_پآیلو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
پارس ټوډې- په کوبا باندې برید هیڅ دلیل نه شي درلودلای ځکه چي دغه هیواد هیچا لپاره ګواښ نه دی رامینځته کړی.
(last modified 2026-05-03T08:46:49+00:00 )
May 03, 2026 13:10 Asia/Kabul
  • کیوبا د امریکا د برید دړکې  د پآیلو په هکله خبرداری ورکړ

پارس ټوډې- په کوبا باندې برید هیڅ دلیل نه شي درلودلای ځکه چي دغه هیواد هیچا لپاره ګواښ نه دی رامینځته کړی.

د کوبا په خلاف د امریکا د ګواښونو په دوام سره، هاوانا خبرداری ورکړ چي په کوبا باندې برید په د ټولې سیمې لپاره ناوړې پایلې ولري.د ایرنا له راپور سره سم، وروسته له هغه چي ټرمپ بیا ځلې د کوبا د نیولو ګواښ وکړ، د کوبا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، خبرداری ورکړ چي د کوبا په خلاف یرغل د ټولې سیمې د ثبات لپاره مستقیمې پایلې به ولري.په دې اعلامیه کې راغلې ده چي په کوبا باندې برید هیڅ دلیل نه شي درلودلای ځکه چي دغه هیواد هیچا لپاره ګواښ نه دی رامینځته کړی.د کوبا اعلامیه د کلمبیا د ولسمشر پټرو ګوستاوو له پیغام سره په هممهاله توګه خپریږي، هغه ویلي وه چي په کوبا باندې برید په ټوله جنوبي امریکا باندې د یرغل په معنا ده.پټرو په ایکس ټولنیزه رسنۍ کې لیکلې ده، زه د کوبا په خلاف له پوځي برید سره موافق نه یم، ځکه دا د ټولې سیمې په خلاف د فوځي یرغل په معنا ده، مونږ ویلي دي چي د کارائیب سیمه سوله ایزه ده او امریکا هم باید د دې اصل درناوی وکړي.ټرمپ په وروستیو ورځو کې ادعا کړې ده چي له ایران سره د کار خلاصېدو وروسته، به کوبا باندې برید وکړي او دا هیواد به اشغال کړي او د دې کار لپاره له یو اس اس ابراهام لینکلن له تیاره وړونکې کښتۍ څخه کار واخلي.