د آزادۍ پروژې د عملیاتو ځنډول، سټراټیجکه ماتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i172630-د_آزادۍ_پروژې_د_عملیاتو_ځنډول_سټراټیجکه_ماتې_ده
پارس ټوډی- یو جګپوړي صهیونیسټي پوځي چارواکي اعتراف وکړ چې امریکا له هرمز تنګي د تیریدو لپاره د کشتیو د ساتنې توان نه لري. 
(last modified 2026-05-07T06:56:52+00:00 )
May 07, 2026 11:23 Asia/Kabul
  • د آزادۍ پروژې د عملیاتو ځنډول، سټراټیجکه ماتې ده

پارس ټوډی- یو جګپوړي صهیونیسټي پوځي چارواکي اعتراف وکړ چې امریکا له هرمز تنګي د تیریدو لپاره د کشتیو د ساتنې توان نه لري. 

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن ۱۲ چینل د اسرائیلو د یو لوړرتبه پوځي چارواکي له قوله اعتراف وکړ چې امریکا له هرمز تنګي د تیریدو کشتیو د ساتنې توان نه لري او «د آزادۍ پروژې» په نامه عملیاتو د ځنډولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د ناڅاپي پریکړې وجه، د هغې جدي امنیتي پایلې وې. همداشان یې له ایران سره له جنګه د امریکې د څنګته کیدو په شان اقدامات د اسرائیلو لپاره ډیر جدي او خطرناک وبلل. 
د دغې شبکې په وینا، امریکې چې د عمان سواحلو په خوا کښې د کومې بدیلې لارې وړاندیز  کړی هغه «ډیره تنګه او خطرناکه» ده او په عملي توګه د هرمز د اصلي اوبلارې ځاې نه شي نیوی. 
د اسرائیلو دولسم چینل د عملیاتو له پیلیدو یوازې ۴۸ ساعته وروسته د هغو ځنډیدو ته په اشارې سره خبر ورکړ چې له ۱۵۵۰ نه زیاتې کشتۍ او په کښې ۲۲ زره د عملې کسان په فارس خلیج کښې ګیر شوي دي او د خوندي لارې نشتوالی د کړکیچ د سختیدو لامل شوی دی. 
دا په داسې حال کښې دي چې ډونلډ ټرمپ په تروت سوشل شبکې کښې مدعي شوی، دغه عملیات یې «له ایران سره د موافقې په لارې کښې د پرمختګ» په وجه د ځینو هیوادونو په غوښتنه ترسره کړي دي خو اسرائیلي رسنیو هغه د سیمې د بدلونونو په وړاندې د واشنګټن د لالهاندۍ او شاتګ یوه نښه وبلله. 
د اسرائیلو پوځي کاربوهان هم د امریکې په تګلارې باندې په نیوکې سره وايي: د عملیاتو ځنډول یو ډیپلماټک تاکتیک نه بلکې د سیمې له پيچلو حالاتو سره په مخامخیدو کښې د واشنګټن سټراټیجکه ماتې ده.