چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوند لیک (۶)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i173298-چې_ما_لیدلي_ما_لیکلي_د_بیهقي_ژوند_لیک_(۶)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوندلیک د لړۍ له (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. د لړۍ په دې برخه کې به تاسو د غزنویانو د دورې له یوه تاریخي شخصیت، سبکتګین سره آشنا شئ. او د هغه په اړه به دوه اورېدونکې کیسې واورئ چې بیهقي په ښه ډول نقل کړې دي.
(last modified 2026-05-24T09:19:18+00:00 )
May 24, 2026 13:40 Asia/Kabul
  • چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوند لیک (۶)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، چې ما لیدلي ما لیکلي - د بیهقي ژوندلیک د لړۍ له (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. د لړۍ په دې برخه کې به تاسو د غزنویانو د دورې له یوه تاریخي شخصیت، سبکتګین سره آشنا شئ. او د هغه په اړه به دوه اورېدونکې کیسې واورئ چې بیهقي په ښه ډول نقل کړې دي.

کله کله تاریخ خپل اتلان نه د شاهزادګانو له منځه، بلکې د هېر شویو خلکو له منځه راباسي؛ د غلامانو له بازارونو، له کړاو، له سپکاوي او له هغې هیلې څخه چې، د یوه ځوان غلام په زړه کې ژوندۍ پاتې ده.

« چې ما لیدلي ما لیکلي» د پروګرام په دې برخه کې، موږ د هغه سړي په اړه خبرې کوو چې واک یې نه د نسب له لارې، بلکې په تدبیر، صبر او رحمت سره ترلاسه کړ؛ سبکتګین، هغه غلام چې تاریخ امیرۍ ته ورساوه او بیهقي د هغه کیسه تلپاتې کړه.

تاریخ هغه د غلامانو له بازاره راوویست او د سلطنت پر تخت یې کښېناوه. هغه نه شاهزاده وو او نه د کومې کورنۍ زوی! هغه د آلپتګین په دربار کې یو ترک‌توکمه غلام وو!

په بیهقي تاریخ کې هغه نه افسانه ده او نه فرښته؛ بلکې داسې سړی دی چې پوهېده څه وخت مخکې ولاړ شي او څه وخت شاته ودرېږي. د هغه نوم سبکتګین دی.

یو له هغو شخصیتونو څخه چې په بیهقي تاریخ کې د هغه په اړه لیکل شوي، ابو منصور سَبُک‌تَګین چې په ناصرالدین والدوله مشهور وو، نومېږي. هغه د غزنویانو له واکمنانو څخه وو چې د څلورمې هجري قمري پېړۍ (۶۲۵ میلادي کال) په دویمه نیمایي کې یې ژوند کاوه.   

سبکتګین یو ترکي نوم دی چې مانا یې «محبوب شاهزاده» ده. د سبکتګین کورنۍ د بَرْسْخان (د مرکزي آسیا د یوه ښار) اوسېدونکي وو. د ترکانو د قبیلو په یوه جګړه کې، سبکتګین د بختیانو له خوا اسیر شو او په یوه غلام‌پلورونکي باندې وپلورل شو. وروسته له دې چې د نیشاپور د نخشب په یوه غلام‌خونه کې یې پوځي روزنه ولیده، په آلپتګین باندې وپلورل شو او آلپتګین هغه له خپلو ساتونکو سره یوځای کړ.

هغه د آلپتګین له خادمانو او سلاکارانو څخه شو او ورو ورو لوړو مقامونو ته ورسېد او د هغه زوم هم شو. د آلپتګین ځایناستو د هغه له مړینې وروسته (۳۵۲ هـ ق) کال کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده او سبکتګین په ۳۶۶ هجري (۱۲۳۵ میلادي) کال کې هغوی لیرې کړل او د هغوی ځای یې ونیولو. له هماغه وخته د غزنویانو تر واک لاندې سیمې زیاتې شوې.

که څه هم سبکتګین ډېرې بریاوې، په ځانګړي ډول د سند په سیمه کې ترلاسه کړې، خو بیا یې هم د خپل وخت د ساماني واکمنانو پر وړاندې ظاهري اطاعت څرګنداوه او خپلواک واکمن نه ګڼل کېده. هغه په ۳۸۷ هجري قمري (۹۹۷ میلادي) کال کې وفات شو او خپل زوی اسماعیل، چې د آلپتګین له لور څخه وو، د خپل ځایناستي په توګه وټاکه؛ خو بل زوی یې محمود، چې په خراسان کې سپه‌سالار وو، پر خپل ورور بریالی شو او واکمنۍ ته ورسېد.

په بیهقي تاریخ کې د هغه په اړه څو اورېدونکې کیسې شته.

له بیهقي سره د سبکتګین او د هغه د خوب لومړۍ کیسه واورئ.

ویل شوي چې امیر سبکتګین له مشرانو او سالارانو سره د هرات د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، کله چې د نیشاپور پر لور روان وو، په لاره کې د خاکستر په نوم په یوه ځای کې تم شول او درویشانو ته یې صدقه ورکړه. کله چې امیر سبکتګین یوه آشنا ځای ته د غره په څنګ کې ورسېد، ودرېد او په هیجان سره یې وویل: پیدا مې کړ. هغه امر وکړ چې هماغه ځای وکیندل شي او د کیندنې پر مهال یې یو لوی وسپنیز مېخ پیدا کړ. امیر له آس څخه راکوز شو، شکر یې ادا کړ او سجده یې وکړه. وروسته هغه دوه رکعته لمونځ وکړ او امر یې وکړ چې مېخ پورته کړي. مشران د امیر له حالته حیران شول او هغه هغوی ته وویل چې په دې اړه یوه کیسه شته چې باید یې واورئ. هغه وویل:

تر دې مخکې چې زه د آلپتګین لاس ته ولوېږم، زما خواجه زه له دیارلسو نورو ملګرو سره له جیحون څخه تېر کړم او شبرغان ته یې راوستلم. وروسته له هغه ځایه جوزجان ته ولاړو، هغه ځای چې په هغه وخت کې د دې امیر پلار د جوزجان پاچا وو. موږ یې د هغه خواته بوتلو او هغه له ما پرته اووه کسان واخیستل او زه او پنځه نور یې ونه غوښتل. وروسته خواجه د نیشاپور پر لور روان شو او په بمروالرود او سرخس کې یې څلور نور غلامان وپلورل او زه او دوه نور پاتې شوو. ما ته یې سبکتګین دراز ویلو.

په ناڅاپه هغه درې آسونه چې زما تر واک لاندې وو، ټپیان شول. کله چې خاکستر (په خراسان کې د یوه ځای نوم) ته ورسېدو، یو بل آس هم ټپي شو او خواجه زه ډېر سخت ووهلم او زین یې زما پر غاړه کېښود. زه له خپل حالت او برخلیک څخه ډېر غمجن او سخت خپه وم، چې په داسې شرایطو سره هېڅوک ما نه اخلي. خواجه هم قسم خوړلی وو چې ما به تر نیشاپور ښار پورې پلی بیايي او همدا کار یې هم وکړ. هماغه شپه د ډېر لوی غم له احساس سره ویده شوم او په خوب کې مې ولیدل چې د خدای پیغمبر خضر زما خواته راغی او راته یې وویل چې ولې دومره غمجن یې. ما ځواب ورکړ:

د خپل بد برخلیک له امله. هغه وویل: اندېښنه مه کوه او خوشحاله اوسه، ځکه ته به په یو لوی او مشهور سړي بدل شې. داسې وخت به راشي چې ته به یو ځل بیا له همدې صحرا تېر شې، خو ستا تر څنګ به ډېر لوړپوړي کسان له خادمانو او لښکر سره وي او ته به د هغوی مشر یې. خپل زړه خوشحاله وساته او کله چې دې مقام ته ورسېدې، د خدای له بندګانو سره مهرباني وکړه او عدالت قائم کړه، ترڅو ستا عمر اوږد شي او نېکمرغي او خوشحالي ستا اولادونو ته ورسېږي. ما ځواب ورکړ: مننه.

هغه بیا وویل: زما لاس ونیسه او له ما سره ژمنه وکړه. د هغه لاس مې ونیولو او ژمنه مې وکړه، او هغه زما لاس په قوت سره ونیولو. وروسته بیا له خوبه راویښ شوم او داسې مې احساس کاوه لکه د هغه د لاس د فشار اثرات چې لا هم زما پر لاس پاتې وي. پورته شوم، د شپې په نیمایي کې مې غسل وکړ او لمانځه ته ودرېدم، تر دې چې ۵۰ رکعته لمونځ مې وکړ او ډېره دعا او ژړا مې وکړه. په هماغه شېبه مې احساس وکړ چې لا ډېر ځواکمن شوی یم. یو مېخ مې واخیست او صحرا ته ولاړم او هغه مې د غره ترڅنګ په ځمکه کې دننه کړ.

کله چې سهار شو، خواجه ماته امر وکړ او مېخ یې وغوښت، خو پیدا یې نه کړای شو او زه یې سخت ووهلم او قسم یې وکړ په هره بیه چې وي، ما به وپلوري. زه تر نیشاپوره پلی ولاړم. آلپتګین په نیشاپور کې وو، هغه د سامانیانو د لښکر قوماندان وو او لوی تشکیلات ورسره وو. خواجه زه له خپلو دوو ملګرو سره په هغه باندې وپلورلم. له هغه موضوع وروسته کیسه ډېره اوږده ده. زه تر دې مقامه ورسېدم چې اوس یې وینئ!

دوستانو تاسو د سبکتګین او د هغه د خوب کیسه واورېده. هغه خوب چې وروسته له هغه، نوموړي په لا ډېر عزم سره خپل پرمختګ ته دوام ورکړ او بالاخره د سلطنت مقام ته ورسېد. د هغه ژوندلیک د ستونزو پر وړاندې د هغه هڅه او اراده او د ښه راتلونکي د تحقق نښه ده.

د سبکتګین او د هغه د ترحم په اړه بله کیسه هم شته چې بیهقي په خپل کتاب کې نقل کړې ده.

کیسه داسې ده چې په ۴۵۰ هجري (۱۰۵۸ میلادي) کال کې احمد بوعمر نومي یو سړی، چې بوډا، ځواکمن او شتمن وو، د جالقان په سېمه کې ژوند کاوه. کله چې امیر سبکتګین، په ډېر رحمت او درناوي سره، بست ته ورسېد او پر خپلو دښمنانو بریالی شو، دغه سړی د امیر د باور وړ وګرځېد. هره شپه به یې هغه ته بلنه ورکوله او یو ځای به یې وخت تېراوه.

دا بله کیسه چې اوس اورئ، خپله سبکتګین همدې سړي ته کړې وه.

سبکتګین وایي:

تر دې مخکې چې غزنین ته ورسېږم، یوه ورځ د لمانځه پر مهال صحرا ته ولاړم. یو آس مې درلود چې ډېر تېز او ځغاستونکی وو او له هېڅ حیوان څخه چې هغه ته نږدې کېده، نه وېرېده. هلته مې یوه هوسۍ ولیده چې بچی یې هم ورسره وو. زه په آس سپور په چټکۍ سره د هغوی پر لور ولاړم او هڅه مې وکړه چې د هوسۍ بچی له مور څخه جلا کړم. بریالی شوم او هغه بچی مې ونیولو او پر زین مې واچولو او په داسې حال کې چې ورځ د ماښام پر لور روانه وه او د ماښام لمانځه وخت رانږدې کېدلو، د کور پر لور روان شوم.

لږ مخکې ولاړم چې یو غږ مې واورېد. شاته مې وکتل، ومې لیدل چې د هوسۍ مور زما پسې راځي او په ژړغوني او سوال کوونکي غږ فریاد کوي. ما بیا آس د هغې پر لور وګرځاوه چې ښایي هغه هم ونیسم، خو هغه بېچاره بیا هم زما پسې راتله او آواز یې کولو تر دې چې ښار ته نږدې شوم. په هماغه شېبه کې، کله چې مې ولیدل مور لا هم چیغي وهي، زړه مې پرې وسوځېد او له ځان سره مې فکر وکړ چې د دې هوسۍ بچی به څه شي؟

پر مهربانې مور باید رحم وشي. بچی مې بېرته صحرا ته یووړ، هغه د خپلې مور پر لور منډه کړه او دواړه ولاړل. زه هم کور ته ورسېدم، شپه تیاره شوې وه او زما آس بې له اوبو او وښو پاتې شوی وو، ډېر خپه شوم او په غمجن حالت کې ویده شوم. په خوب کې مې ولیدل چې یو پوه سپین‌ږیری زما خواته راغی او ویې ویل:

«اې سبکتګینه، پوه شه چې د هغې هوسۍ پر وړاندې هغه بخښنه چې تا وکړه او بچی دې بېرته هغې ته وسپاره او خپل آس دې بې له وښو پرېښود، موږ د غزنین او زاولستان په نوم ښارونه تا او ستا اولادونو ته دربښلي دي؛ او زه د خدای پیغام راوړونکی یم.» کله چې راویښ شوم، زړه مې قوي شو او تل مې د هغه خوب په اړه فکر کاوه، او اوس دې مقام ته رسېدلی یم. او ډاډه یم چې واکمني به زما په کورنۍ او اولادونو کې پاتې شي، تر هغه وخته چې خدای مقرر کړې وي.

ژباړه: زماني