د ښځو د کرکټ نړیوال جام لوبې نن پيلېږي
Jun 12, 2026 16:09 Asia/Kabul
نن جمعه د انګلېنډ په کوربتوب د ۲۰۲۶ کال د ښځو شل آووریز نړیوال جام پیلیږي.
دغه جام نن ماښام ۵ نیمې بجې د انګلنډ او سرېلانکا د ښځینه وو ملي لوبډلو ترمنځ پيلېږي.
په دې نړیوال جام کې د کرکټ ټولې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې:
په الف ګروپ کې:
آسټرالیا، بنګله دېش، نیدرلنډ، پاکستان، جنوبي افریقا او هند ښځينه ملي لوبډلې برخه لري.
په بي ګروپ کې:
انګلنډ، ایرلنډ، نیوزلنډ، سکاټلنډ، سرېلانکا او وېسټنډیز لوبډلې برخه لري.
په سي ګروپ کې:
د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان جلاوطنه ښځینه لوبډله هم دې لوبو ته ور بلل شوې ده، خو دا چې څنګه په دې تړاو نور څه نه دي ویل شوي.
ټیګونه