په نړۍ کې د ایرانۍ مفکورې ځلا/ پوهاند اویس قرن څوک دی؟
-
ایرانی ریاضي پوه شایان اویسقرن
د پارس تودی په دې مطلب کې به د پروپیسور شایان اویس قرن لاسته راوړنو او ویاړونو ته یوه کتنه وکړو
د پارس تودی له راپور سره سم، د پیغمبر اکرم، حضرت محمد مصطفی صلیاللهعلیهوآله، له ارزښناکو ویناګانو څخه یوه مشهور حدیث روایت شوی دی چې پېړۍ پېړۍ راهیسې د علم لټوونکو لپاره الهامبخښونکی دی:
«که علم په ثریا کې هم وي، د فارس له ټاټوبې څخه به داسې کسان وي چې هغه ته به لاسرسی ومومي.»
دا خبره د هغه روحيې د درناوی لپاره دی چې له جغرافیې پولو څخه اوړي او د حقیقت د موندلو لپاره هېڅ واټن لرې نه ګڼي. داسې ښکاري لکه چي پیغمبر اکرم (ص) هغه راتلونکی انځوروي چې په هغه کې د ایران د خاورې بچیان به په زحمت او هڅه، پوهه له لیرې لیرې افقونو څخه خپلې غیږې ته راکش کړي. د ایران تاریخ هم بیا بیا د دې معنا د تحقق ګواهي ورکړې ده.
له خوارزمي، ابنسینا، البیروني او خواجه نصیرالدین طوسي څخه تر نننۍ زمانې پورې، هر نسل نړۍ ته داسې علمي ستوري ورپېژندلي چې د پوهې پولې یې پراخې کړې دي. دا خاوره یوازې د یوه ویاړلي علمي مخینې وارثه نه ده، بلکې په اوسنۍ زمانه کې هم داسې پوهان روزي چې د نړۍ په معتبرو علمي مرکزونو کې د ایران نوم ځلانده ساتي او ښيي چې په دې خاوره کې د پوهې او علم څراغ هېڅکله نه مړ کېږي.
نن سبا د علمي سیالۍ ډګر نور یوازې په کتابتونونو او ستورپېژندنې مرکزونو پورې محدود نه دی. نوې برخې لکه مصنوعي ځیرکتیا، د کمپیوټر علوم، د الګوریتمونو نظریې او محاسبوي ریاضیات د بشري پرمختګ په نویو ډګرونو بدل شوي دي؛ هغه برخې چې د اقتصاد، ټکنالوژۍ او آن د انسانانو د ژوند د سبک راتلونکی ټاکي.
په همدې ډګرونو کې هم د ایران یو شمېر پوهان توانېدلي چې د نړۍ له مخکښو څېړونکو سره اوږه په اوږه وځلېږي، او خپل نومونه د علم او څېړنې د مخکښانو په نوملړ کې ثبت کړي.
له دغو څېرو څخه یو هم شایان اویسقرن دی؛ یو ایرانی څېړونکی چې د نظري کمپیوټر علومو او د الګوریتمونو د طرحې په برخه کې د خپلو مهمو علمي لاستهراوړنو له امله وتوانېد د نړۍ له معتبرو علمي ویاړونو څخه یو، یعنې د آباکوس مډال ترلاسه کړي. دا مډال هغو څېړونکو ته ورکول کېږي چې د پوهې پولې پراخوي او د علم پر وړاندې نوې دروازې پرانیزي.
دا بریا یوازې یوه شخصي ویاړنه نه ده، بلکې د ایران په خاوره کې د علمپالنې د هماغه لرغوني دود د دوام څرګندونه هم کوي.
په دې خپرونه کې به د هغه پوهاند د ژوند او علمي لاستهراوړنو کیسه واورو چې د خپل استعداد، نه ستړې کېدونکو هڅو او کلونو کلونو څېړنو په مټ د نړۍ د کمپیوټري علومو لوړو څوکو ته رسېدلی دی.
دا د هغه لارې روایت دی چې له ایرانه پیل شوی او د نړۍ تر معتبرو علمي مرکزونو پورې غځېدلی؛ هغه لاره چې یو ځل بیا د دې مشهور حدیث مانا په ذهن کې راژوندۍ کوي:
که علم په ثریا یعني د اسمان په ستورو کې وي، له فارس ټاټوبي څخه به داسي کسان وي چي ورته لاسرسي ومومي.
په داسې زمانه کې چې ولسونو تر مینځ سیالي تر بل هر وخت ډېره د پوهې، نوښت او ټکنالوژۍ پر بنسټ ولاړه ده، هره علمي بریا یوازې یوه شخصي لاستهراوړنه نه ده، بلکې د یوه ولس د راتلونکي د جوړولو د وړتیا نښه هم ګڼل کېږي. کله ناکله یوه علمي مقاله، یوه نوې نظریه یا یو مهم کشف تر هر بل ویاړ زیات د یوه هېواد نوم روښانه کوي او راتلونکو نسلونو ته الهام وربخښي.
په دې خپرونه کې غواړو تاسو له همدغو ځلانده څېرو څخه له یوه کس سره بلد کړو؛ هغه ایرانی پوهاند چې د کمپیوټري علومو او ریاضیاتو په یوه له خورا پېچلو څانګو کې د خپلو علمي څېړنو له امله د «آباکوس» نومې علمي معتبر مډال ګټلی دی.
موږ به د هغه د ماشومتوب او علمي سفر، د هغو ننګونو چې ورسره مخ شوی، د هغو لاستهراوړنو چې د نړۍ د علمي ټولنې پام یې ځانته اړولی، او د هغه ویاړ په اړه وغږېږو چې یو ځل بیا یې د نړیوال علم په ډګر کې یې د ایران نوم ځلانده کړی دی.
شایان اویسقرن هغه نوم دی چې نن د نړۍ په معتبرو علمي محفلونو کې په درناوي سره یادېږي. دغه ایرانی پوهاند د کمپیوټري علومو او ریاضیاتو په برخه کې د خپلو علمي څېړنو له لارې وتوانېد چې د نړۍ له سترو علمي ویاړونو څخه یو ویاړ خپل کړي.
د «آباکوس مډال» ترلاسه کول، هغه جایزه چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل د نظري کمپیوټري علومو په برخه کې تر څلوېښت کلونو کم عمر لرونکي تر ټولو مخکښ څېړونکي ته ورکول کېږي، یوازې یوه شخصي بریا نه ده؛ بلکې د نړۍ د علمي تولید په لومړۍ کرښه کې د ایراني پوهانو د اغېزمن حضور څرګندونه هم کوي.
د آباکوس مډال د ریاضیاتو او نظري کمپیوټر علومو په برخه کې له تر ټولو معتبرو نړیوالو جایزو څخه شمېرل کېږي. دا مډال د ریاضیاتو د نړیوالې اتحادیې له لورې هر څلور کاله وروسته، د ریاضيپوهانو د نړیوال کانګرس له جوړېدو سره هممهاله، هغه څېړونکي ته ورکوي چې عمر یې تر څلوېښت کلونو کم وي او د نظري کمپیوټري علومو په برخه کې یې د خپلو نوښتګرو لاستهراوړنو له لارې د پوهې پولې پراخې کړې وي.
دا مډال هغو پوهانو ته ورکول کېږي چې څېړنې یې نه یوازې له علمي پلوه غوره وي، بلکې د الګوریتمونو د طرحې، د محاسبوي پېچلتیا د نظریاتو، وړتیا بخښنه، کوډینګ، اینکریپشن او د کمپیوټري علومو په نورو بنسټیزو څانګو کې ژور او دوامدار اغېز هم پرې ایښی وي.
له همدې امله، ډېر کارپوهان د آباکوس مډال د نظري کمپیوټري علومو په برخه کې تر ټولو معتبر نړیوال علمي ویاړ ګڼي.
دا جایزه تر ۲۰۲۲ کال پورې د «رولف نوانلینا جایزې» په نوم پېژندل کېده، خو د ریاضیاتو نړیوالې اتحادیې د لا پراخ او ټولمنلي هویت د رامنځته کولو په موخه یې نوم «د آباکوس مډال» ته واړاوه. آباکوس یا چرتکه د محاسبې او ریاضياتو په تفکر کې یو لرغونی سمبول دی، او د دې نوم ټاکل د ریاضیاتو او کمپیوټري علومو ترمنځ ژوره اړیکه څرګندوي.
د دې مډال ترلاسه کول یوازې د یوې علمي جایزې ګټل نه دي، بلکې دا هم ښيي چې د هغه د ګټونکو کسانو څېړنې د دې علمي څانګې راتلونکی بهیر اغېزمن کړی او د نړۍ د علمي ټولنې پر وړاندې یې نوې لارې او افقونه پرانیستي دي. همدا لاسته راوړنه ده چي شایان اویسقرن یې د نړۍ د مخکښو ځوانو پوهانو په کتار کې راویستی دی.
د شایان د ژوند کیسه د ایران له تاریخي ښار اصفهان څخه پیلېږي؛ هغه ښار چې له پېړیو راهیسې د فرهنګ، هنر او پوهې زانګو ګڼل کېږي. شایان اویسقرن په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په همدې ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په یوه لویه کورنۍ کې، د پنځم اولاد په توګه، لوی شو. دا داسې کورنۍ وه چې علم او زدهکړې پکې ځانګړی ارزښت درلود، او د کور فضا تر هر څه زیات د کتاب، زدهکړې او د پرمختګ لپاره د هڅو له فرهنګ سره تړلې وه.
د شایان د علمي شخصیت په جوړېدو کې د هغه د مور فاطمې خویي ونډه ډېره مهمه وه. هغه مور چې په ځوانۍ کې یې هیله لرله د ریاضیاتو په برخه کې زدهکړې وکړي، خو د ژوند شرایطو ورته دا فرصت ور نه کړ. خو هغې خپله نیمګړې هیله د خپلو اولادونو په بریاوو کې ولټوله او په ټول توان سره یې خپل اولادونه زدهکړې، پوښتنې کولو او ژور فکر کولو ته وهڅول. ښايي همدا لیدلوری و چې د دې کورنۍ د ماشومانو په زړونو کې یې د پوهې مینه وکرله.
شایان په داسې چاپېریال کې لوی شو چې علمي بریا د کورنۍ د ورځني ژوند یوه برخه وه. د هغه مشرې خویندې او وروڼه هر یو په خپلو علمي برخو کې بریالي وو، او همدې وضعیت په هغه کې د سالمې او رغوونکې سیالۍ روحیه پیاوړې کړه.
د هغه ورور شهاب چې د معلوماتي علومو په نړیوال المپیاد کې د ګډون مخینه یې لرله، یوه ورځ شایان ته د ریاضياتو د پوښتنو یو کتاب ډالۍ کړ. همدا ساده ډالۍ د شایان د ژوند مسیر بدل کړ. هغه وروسته څو ځله ویلي چې د هماغو پوښتنو حل کولو د کشف او موندنې خوند وروپېژاند.
د شایان استعداد ډېر ژر څرګند شو. د پروګرامینګ، ریاضیاتو او د مسئلو د حل سره د هغه ځانګړې مینې، نوموړی د هېواد له تر ټولو د ځلانده زده کوونکې په توګه مطرح کړ. وروسته بیا، په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یې د معلوماتي علومو د نړیوال المپیاد د سرو زرو مډال وګاټه او خپل نوم یې د نړۍ د غوره ځوانو استعدادونو په ډله کې ثبت کړ؛ هغه بریا چې د یوه لا ستر علمي سفر پیل و.
د لېسې له فراغت وروسته، شایان د شریف صنعتي په پوهنتون کې شامل شو؛ هغه پوهنتون چې د ایران ډېری مخکښ علمي شخصیتونه ترې فارغ التحصیل شوي دي. په شریف پوهنتون کې د زدهکړو دوره د هغه د استعدادونو د لا غوړېدو لپاره یو مناسب فرصت و. خو د هغه پلټونکی ذهن په همدې بسنه ونه کړه او د څېړنو د دوام لپاره د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو څخه یوه، یعنې سټینفورډ پوهنتون ته ولاړ، څو هلته خپله پي اچ ډي یا ډاکټرا دوره بشپړه کړي.
په سټینفورډ پوهنتون کې د هغه د تحصیل او د مطالعاتو کلونه د شایان د علمي ژوند یو مهم پړاو وګرځېدل. نوموړي هلته، د نوې علمي پوهې د زدهکړې تر څنګ، د کمپیوټري علومو تر ټولو پېچلو مسئلو ته مخه کړه؛ هغو مسئلو ته چې د لسیزو راهیسې د څېړونکو ورباندې څېړنې کولې. هغه یوازې د دغو مسئلو د ځواب موندلو په لټه کې نه و، بلکې هڅه یې کوله چې د هغو د حل لپاره نوې لارې او د فکر کولو نوې تګلارې هم ومومي.
نن شایان د سیاتل ښار د واشنګټن پوهنتون د استاد په توګه د نړۍ د نظري کمپیوټري علومو له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کېږي. د الګوریتمونو د طرحې او تحلیل، وړتیا بخښنې او د احتمال د نظریې په برخو کې د هغه څېړنې څو ځله د نړۍ د پوهانو له خوا استناد شوې او د څېړونکو پر نوي نسل یې ژور اغېز کړی دی.
خو هغه څه چې شایان اویسقرن له خپلو ډېرو همنسلو پوهانو څخه بېلوي، یوازې د هغه د علمي لاستهراوړنو ډېرښت نه دی، بلکې د فکر کولو ځانګړې طریقه یې ده. هغه باور لري چې ډېرې سترې علمي مسئلې یوازې د یوې څانګې په وسایلو نه شي حل کېدای. له همدې امله، تل یې هڅه کړې چې د ریاضیاتو، کمپیوټري علومو، د احتمال نظریې، جبري هندسې او ان د احصایوي فزیک ترمنځ اړیکې رامنځته کړي. همدا لیدلوری څو ځله د داسې حللارو د موندلو لامل شوی چې تر دې وړاندې د نورو څېړونکو له پامه پاتې وې.
د هغه همکاران هم همدا ځانګړنه د شایان تر ټولو مهم امتیاز ګڼي. د واشنګټن پوهنتون استاده انا کارلین وایي:
شایان بېسارې وړتیا لري چې د هغو علمي برخو ترمنځ اړیکې ومومي چې په لومړي نظر کې هېڅ تړاو یې تر مینځ نه لیدل کیږي. هغه له داسې علمي وسایلو او لارو چارو ګټه اخلي چې ډېر لږ کسان یې د کارولو په اړه فکر کوي، او همدا بېلابېل او نوښتګر لیدلوری د هغه د ډېرو علمي بریاوو راز دی.
سره له دې چې شایان اویسقرن په علمي نړۍ کې لوړ مقام لري، خو ژوند یې ساده او صمیمي دی. د هغه مېرمن، فرناز رونقي، خپل خاوند داسې انسان بولي چې خوشاله، له انرژۍ ډک او ماشومانه روحیه لري؛ داسې څوک چې ان د تر ټولو پېچلو علمي مسئلو په منځ کې هم د ژوند له خوند اخیستلو نه پاتې کېږي. هغه اوس له خپلې مېرمنې او زوی فراز سره د امریکا د سیاتل په ښار کې ژوند کوي او لا هم د خپلې ځوانۍ د کلونو په څېر، هره ورځ د نویو پوښتنو او نویو علمي ننګونو څخه هرکلی کوي.
ښايي د شایان اویسقرن د بریا راز د هغه په همدې یوه جمله کې راونغاړل شي؛ هغه جمله چې د هغه د علمي ژوند فلسفه څرګندوي:« زه تل د نویو شیانو د زدهکړې په لټه کې یم. که د اوږدې مودې لپاره په یوه طریقه کار وکړم، داسې احساس کوم چې پر خپل ځای ولاړ یم. له همدې امله تل نویو نظریو او نویو وسایلو ته مخه کوم.»
همدا پلټونکی، نوښتګر او نه ستړې کېدونکی روحیه وه چې شایان اویسقرن یې د اصفهان له کوڅو د نړۍ د علم تر لوړو څوکو ورساوه او نوم یې د اوسنۍ زمانې د مخکښو او نامتو پوهانو په کتار کې راوسته.