په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهمې پیښې
پارس تودی-د ایران او افغانستان تر مینځ د سوداګریو اړیکو د پراختیا کنفرانس، د ایران له لورې په سرحد کې د پوهنتون جوړونه، بلواګرو ته د طالبانو د حکومت خبرداری، د پاکستان د استقلال ورځ او په بلوچستان کې چاودنه په تېره اوونۍ کې د دواړو هیوادونو له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهمو پېښو ته تفصیلي کتنه:
• د ایران او افغانستان تر مینځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او ایران ترمینځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي نه یوازې د افغانستان او ایران د اقتصاد د پراختیا او پیاوړتیا لامل کېږي، بلکې د سیمې د هېوادونو په ګټه هم ده.
عزیزي له نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکو ته په اشارې وویل، ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه د افغانستان د اقتصادي سیاستونو په لومړیتوب کې دي.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان او ایران کولای شي د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له لارې د دواړو هېوادونو او سیمې د اقتصاد د لا زیاتې ودې زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې د ایران د کرهڼې وزیر او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون مشر غلامرضا نوري قزلجه هم د افغانستان او ایران د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ایران د «تحمیلي درېیمې جګړې» پر مهال یې د افغانستان له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه.
نوري قزلجه وویل، ایران او افغانستان د خپلواکو هېوادونو په توګه باید خپلې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د خوړو امنیت له هغو برخو څخه دی چې دواړه هېوادونه کولای شي په کښې له خپلو متقابلو ظرفیتونو څخه استفاده وکړي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان او ایران پر اقتصادي اړیکو، په بېلابېلو پړاوونو کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو، متقابلو اړتیاوو او د افغانستان د کرهڼې په برخه کې پر ګډې پانګونې هم خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاا... عمري هم له غلامرضا نوري قزلجه سره په لیدنه کې د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
• په مزاره کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر درنښت
په افغانستان کې د مزارشریف په ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو زدهکوونکو د رسامۍ د سیالۍ په جوړولو سره د اسلامي انقلاب د شهید رهبر او د ایران د میناب ښوونځي د شهیدانو یاد تازه کړ.
دغه سیالي د مزارشریف ښار د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو او مدیرانو او د فردوسي کتابتون له لوري او په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلاکارۍ په ملګرتیا جوړه شوې وه.
د دې پروګرام جوړوونکو وویل، د سیالۍ موخه د شهیدانو او شهید امام د یاد درنښت، د زدهکوونکو له هنري استعدادونو څخه ملاتړ او د هنر له لارې د انساني او د سولې د پیغامونو لېږدول وو.
په دې پروګرام کې زدهکوونکو خپل د رسامۍ آثار وړاندې کړل او د شهیدانو او جګړو د پېښو په اړه یې خپل نظرونه او احساسات د هنر له لارې انځور کړل.
جوړوونکو دغه سیالي د شهیدانو د یاد ساتلو او د زدهکوونکو د هنري استعدادونو د هڅونې لپاره یو مناسب فرصت وباله او د هغوی د کلتوري او هنري فعالیتونو د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، د سیالۍ د ارزونې پلاوي غوره آثار وټاکل او غوره شوو زدهکوونکو ته جایزې ورکړل شوې.
• له افغانستان سره په سرحد کې د ایران له لورې د پوهنتون جوړول
د ایران د «پیام نور» پوهنتون رئیس محمد هادي امین ناجي د دې پوهنتون له لوري د افغانستان پولې ته څېرمه د دوغارون په سرحدي دروازه کې د یوه نړیوال واحد د جوړولو د پلان خبر ورکړ او ویې ویل، دغه مرکز کولای شي د افغان محصلینو د جذب زمینه برابره کړي.
د پیام نور پوهنتون رئیس زیاته کړه چې د افغانستان، په ځانګړي ډول د هرات ولایت له دوغارون پولې سره نږدېوالی، په ایران کې د زدهکړو له لیواله افغان محصلینو د جذب لپاره مناسب فرصت برابروي.
امین ناجي ټینګار وکړ چې په دوغارون کې د پیام نور پوهنتون د نړیوال واحد د جوړولو لپاره اړین بنسټونه د برابرېدو په حال کې دي او هیله یې څرګنده کړه چې دغه واحد به د روان کال تر پایه خپل فعالیت پیل کړي.
نوموړي د دغه مرکز جوړېدل د ایران او افغانستان ترمنځ د ښوونیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت وباله او ویې ویل، دغه واحد کولای شي افغان هلکانو او نجوڼو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
د خراسان رضوي ولایت دوغارون سرحدي دروازه د هرات د اسلامقلعه پولې په مقابل کې موقعیت لري او د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي.
• د بلواګرو او وسله والو په خلاف د طالبانو د حکومت خبرداری
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مشر مفتش لطفالله حکیمي ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونه په «بلواو» بدل او پراخ شي.
حکیمي زیاته کړې، د مخالفو وسله والو ډلو د وروستیو فعالیتونو په اړه په یوه غونډه کې ټینګار شوی چې د دغو «کوچنیو بغاوتونو» د رامنځته کېدو مخه باید ونیول شي.
نوموړي ویلي، باید په هېڅ ډول دغو کوچنیو ګډوډیو ته اجازه ورنه کړل شي او باید شنډ یا اصلاح شي.
د طالبانو د دفاع وزارت دغه چارواکي د غونډې او د مخالفو وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د پلان شویو اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
- افغانان د بهرنیو ځواکونو حضور نه شي زغملای
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت له امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، د امریکا له خوا د افغانستان د بګرام د هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو او په افغانستان کې د پوځي حضور لپاره د ټرمپ د پرلهپسې غوښتنو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور نه مني.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هیڅوک نه شي کولای چې دا ډول حضور وزغمي؛ تاریخ دا خبره ثابته کړې ده.»
• د پزشکیان له خوا د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې د مبارکۍ په ترڅ کې لیکلي دي چې د ایران او پاکستان د دواړو ولسونو ګډې ګټې او برخلیکونه تر بل هر وخت زیات له یو بل سره ډېرې تړلي شوي دي او دغه واقعیت د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو لپاره اړتیا دوه برابره کوي.
پزشکیان د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته په خپل پیغام کې دا مناسبت یې د پاکستان د ستر ولس د لاسته راوړنو د درناوي او همدارنګه د ایران او پاکستان د ستراتیژیکو اړیکو د لا ژورتیا او پراختیا لپاره یوه ښه فرصت وبلله.
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د دواړو ولسونو ترمنځ ژورې تاریخي، کلتوري، تمدني او ولسي اړیکې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو مناسباتو کې د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره ارزښتناکه پانګه ده.
پزشکیان په ټینګار سره وویل چې د ایران او پاکستان ګټې او برخلیک تر بل هر وخت ډېر سره تړلي دي او دغه واقعیت د تهران او اسلاماباد ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او نږدې همکاریو اړتیا دوه برابره کوي.
هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د هر اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره پر خپل هوډ او ارادې ټینګار کوي او چمتو دی چې د متقابل باور او درناوي په بنیاد، او د شته پراخو ظرفیتونو په کارولو سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت او د دواړو ملتونو د ګډو ګټو د تأمین لپاره لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.
- د ایران له سفیر سره د پآکستان د خارجه وزیر کتنه
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د دغه هېواد خلکو او حکومت ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د تهران او اسلاماباد په اړیکو کې د همکاریو د ژورتیا لپاره نوی پړاو پیل شوی، ځکه د دواړو ولسونو ګټې او برخلیک له یو بل سره تړلي دي.
امیري مقدم د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې په مناسبت د دغه ګاونډي هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «په دې ورځ، په ویاړ سره د دغه ستر ولس ارزښتونو ته درناوی کوو؛ ځکه دا ورځ د پاکستان د ولس د نه ستړې کېدونکي او ځانګړي مقاومت، یووالي او ستر لاسته راوړنو د نمانځنې لپاره د ویاړ یوه شېبه ده.»
په پاکستان کې د ایران سفیر ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه د دوستۍ، متقابل درناوي او موجوده همکاریو ته زیات ارزښت ورکوي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ټینګه اراده او د دواړو لورو د ټولو ادارو د پرلهپسې هڅو په پایله کې، د ایران او پاکستان په اړیکو کې د هیلو او خوشبینۍ نوی پړاو پیل شوی؛ داسې تاریخي پړاو چې د دواړو هېوادونو د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لور د ګډو هڅو او د سولې او هوساینې د تأمین پر بنسټ ولاړ دی.
• د ایران له سفیر سره د پاکستان د خارجه وزیر کتنه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په اسلاماباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر رضا امیري مقدم سره په لیدنه کې، د سیمې وروستي تحولات او دوهاړخیزې اړیکې وڅېړلې او له تهران سره د اړیکو د لا ژورتیا لپاره یې د اسلاماباد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
امیري مقدم په دې لیدنه کې د تهران او اسلاماباد ترمنځ د لوړپوړو پلاوو د پرلهپسې تګ راتګ په اړه خبرې وکړې او د ایران او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوهاړخیزو بنسټیزو میکانیزمونو د پرمختګونو په اړه یې راپور وړاندې کړ.
اسحاق دار هم په مهمو او لومړیتوب لرونکو برخو کې له ایران سره د اړیکو د لا ژورتیا لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګنده کړه.
دواړو لورو د سیمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.
- په بلوچستان ایالت کې چاودنه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترهګرو عناصرو له لوري د بم د ښخولو پر مهال د چاودنې او ورپسې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۱۸ بېلتونپالو وسله والو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ ویلي، دغه ترهګریزه پېښه د بلوچستان ایالت په سوراب سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې بېلتونپالو بلواګرو غوښتل د پوځ د ځواکونو د په نښه کولو لپاره بم ښخ کړي.
د بم د ښخولو پر مهال د رامنځته شوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ ترهګر وژل شوي او یو شمېر نور همکاران یې ټپیان شوي دي. په دې پېښه کې ۳ ملکي وګړي هم خپل ژوند د لاسه ورکړي او د پاکستان پوځ ۳ سرتېري هم ټپیان شوي دي.
له دې وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو د سیمې د پاکولو لپاره عملیات پیل کړل. د پوځیانو او ترهګرو عناصرو ترمنځ د نښتې او ډزو په ترڅ کې ۱۰ نور بېلتونپال یاغیان هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په بلوچستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات د بېلتونپالو ترهګرو عناصرو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره تر هغې دوام وکړي چې وروستۍ پایلې ترلاسه شي.