ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177064-ورځپاڼو_ته_کتنه
نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ اکثره یې د ایران په خلاف د امریکا له خوا د اقتصادي جنګ د اعلان، د هرمز تنګی او تهران ته د پاکستان د فوځ د لوی درستیز د سفر په باب لیکنې کړي دي.
(last modified 2026-08-24T08:06:53+00:00 )
Aug 24, 2026 12:35 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ اکثره یې د ایران په خلاف د امریکا له خوا د اقتصادي جنګ د اعلان، د هرمز تنګی او تهران ته د پاکستان د فوځ د لوی درستیز د سفر په باب لیکنې کړي دي.

نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ اکثره یې د ایران په خلاف د امریکا له خوا د اقتصادي جنګ د اعلان، د هرمز تنګی او تهران ته د پاکستان د فوځ د لوی درستیز د سفر په باب لیکنې کړي دي، جوان ورځپانه هم تهران ته د پاکستان د لوی درستیز سفر ته کتنه کړې ده او په دې اړه یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: نن عاصم منیر د امریکا له خوا د لا زیاتو امتیازاتو د وړاندې کولو لپاره تهران ته روان دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ایران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان د سفر خبر او بیا ورسره  په هماغه ورځ د «وال‌سټریټ ژورنال» د یوه خبریال اټکل چي ویلي ټرمپ غواړي ایران سره، بیرته مخکني تفاهم لیک ته ور وګرځي، ښيي چې په پای کې،امریکا د ټولو لګښتونو او ستونزو له رامنځته کولو سربېره، اسلام‌اباد تفاهم ته د بیرته ستنېدو پرته بله لاره نه لري. خو د ورځپاڼې په وېنا امریکا دا ځل باید ایران ته لا ډېر امتیازات ورکړي.

جوان زیاته کړې ده: د یکشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن د خبرو اترو په اړه رسنیزه چوپتیا وه، ځینو رسنیو تهران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان عاصم منیر د نن، یعني د دوشنبې ورځې د سفر خبر ورکړ. ویل کېږي چې دا سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د دیپلوماتیک بندون د ماتولو او له امریکا څخه ایران ته د پیغامونو د لېږدولو په موخه د پاکستان د هڅو په دوام کې ترسره کېږي.

ورځپاڼه لیکي: د دغه خبر له خپرېدو وروسته، د «وال‌سټریټ ژورنال» خبریال لارنس نورمن هم په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «زما شخصي برداشت دا دی چې په پای کې به موږ یو ځل بیا هماغه تفاهم‌لیک ته بېرته وګرځو؛ خو د هغه د مفادو له منلو سره د ایران د موافقې بیه به، له هغه امتیازاتو پلوه چې ایران به یې له پیله ترلاسه کړي، لوړه وي او ټرمپ به چمتو وي چې دا بیه پرې کړي.»

جوان ورځپاڼه د وال اسټریټ ژورنال د خبریال راپور ته په اشارې سره زیاتوي هغه څه چې لارنس نورمن ویلي، یوازې د هغه شخصي نظر نه دی؛ بلکې په حقیقت کې د هغو شننو پایله ده چې ځینو شنونکو تر دې مخکې هم په اړه یې خبرداری ورکړي وو.

ورځپاڼه وړاندې د مثال په توګه د شیکاګو پوهنتون نامتو استاد جان مرشایمر ارزونو ته انعکاس ورکوي چي په دې اړه تر ټولو څرګند او سخت تحلیل وړاندې کړی او باور لري: «امریکا له ایران سره په جګړه کې ماتې خوړلې او ټرمپ باید دا ماته ومني.» هغه ټینګار کوي چې د ځواک انډول د ایران په ګټه بدل شوی او طبیعي ده چې ایران اوس د لا ډېرو امتیازاتو غوښتنه وکړي.

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه

دغې ورځپاڼې بیا د ایران په وړاندې د ټرمپ د اقتصادي جګړې په غبرګون کې د ایران د ملي امنیت د شورا د منشي ډګر جنرال محسن رضایي خبرو ته انعکاس ورکړی دی او د هغه په حواله لیکلي دي: په جنګ او په ډیپلماسیو کې نوی پړاو پیلیږي، د ایران د ملي امنیت سلاکار وایي چي د امریکا له خوا تپل شوې اقتصادي محاصره، په پوځي اقداماتو سره ماتوو.

کیهان لیکي: د ملي امنیت په شورا کې د امام خامنه‌اي استازي، هر هغه هېواد ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا په اقتصادي جګړه کې ګډون وکړي، په خبرداري سره ټینګار وکړ: که محاصره دوام وکړي، موږ به د امریکا اقتصادي ګټې په نښه کړو او له فارس خلیج څخه به د تیلو د وتلو اجازه ورنه کړو.

د کیهان په وېنا محسن رضایي ویلي: ایران نن هغه ایران نه دی چې له جګړې مخکې و؛ دا خبره د بدمعاش امریکا په اړه هم صدق کوي او د سوله غواړې او زړه سواندې امریکا انځور د ایراني ځوانانو په ذهنونو کې بدل شوی دی. په مقابل کې، ټوله نړۍ اوس ایران ته په نوي لید سره ګوري. موږ اړتیا لرو چې له څو ځله خبرو اترو او د امریکایانو له دوکه بازو چلندونو وروسته، له نړۍ سره د ایران د اسلامي جمهوریت په دیپلوماتیک چلند کې اصلاحات راوستل شي.

د ورځپاڼې په وېنا محسن رضایي په خپلو خبرو کې ویلي دي: که ټرمپ وغواړي کوم څه  وکړي، زموږ مقابله به له هغه سره زلزله‌وار وي. لومړی، موږ ټولو ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ هېوادونو ته وایو چې له امریکا سره یوځای د ایران په خلاف په اقتصادي جګړه کې ګډون ونه کړي. هر هغه هېواد چې زموږ پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو په رامنځته کولو کې له امریکا سره ملتیا وکړي، موږ به یې دښمن وبولو. البته، لومړی به له هغوی سره خبرې وکړو، او ورته به ووایو چې ځان له امریکا څخه جلا کړئ؛ خو که یې عمل ونه کړ، د هغه هېواد ګټې به په نښه کړو.

د افغانستان مطبوعات

افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو چي په دغه هیواد کې یې د چینایي شرکتونو په حضور باندې نیوکې کړې دي او ادعاکوي چي د کانونو په برخه کې  ځایي خلګ د چینایي شرکتونو  له حضور څخه خوښ نه دي.

د هشت صبح په راپور کې ادعا شوي ده د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د چینايي شرکتونو له‌خوا د کانونو د استخراج د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم،  دوی وايي چې چینايي شرکتونو د خپلو کارکوونکو او وسایلو لپاره د لویو کمپونو او مرکزونو په جوړولو سره د کانونو د استخراج سیمو ته د سیمې د اوسېدونکو د نږدې کېدو مخه نیولې ده. دغه اوسېدونکي وايي چې چینايي شرکتونه د کانونو د استخراج پر مهال د خپلو فعالیتونو چاپېریالي پایلو ته پوره پام نه کوي او د کانونو د استخراج په برخه کې یې پراخ واکونه ترلاسه کړي دي. دوی دغه راز د ځینو چینايي شرکتونو د مشکوکو فعالیتونو خبره کوي او ګومان کوي چې دغه شرکتونه یوازې د سرو زرو پر استخراج بسنه نه کوي او د شپې په ساعتونو کې د ځینو نادرو معدني موادو پر استخراج یا پروسس هم بوخت دي.

ورځپاڼه په دوام کې د افغان اقتصادي کارپوهانو په حواله زیاتوي چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د چین حضور دوه‌اړخیزه موضوع ده؛ له یوې خوا کولای شي مهم اقتصادي فرصتونه، پانګونه او د کار زمینه برابره کړي او له بلې خوا د اقتصادي وابستګۍ او جیوپولیټیکي پایلو خطر زیاتولای شي.

د افغانستان مسیر ورځپاڼه

مسیر بیا په دغه هیواد کې د اورښتونو او سیلابونو په هکله یو د ملګرو ملتونو راپور ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او سلګونه کورونه او حیاتي زیربناوې یې زیانمنې کړې دي. یونیسف ویلي، دغه سېلابونه د جولای له ۲۰مې د اګست تر ۳مې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې راوتلي او د ګڼو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی. د دغه سازمان په وینا، د نورستان پارون ولسوالۍ تر ټولو ډېره ځپل شوې چې ۲۴ کسان پکې مړه، ۱۲۵ ټپیان او یو شمېر نور ورک شوي دي. یونیسف وايي، په پارون کې ۱۲۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او یو روغتیايي مرکز، سیمه‌ییز بازارونه، پلونه، سړکونه او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.

اطلاعات روز

د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په ختیځو ولایتونو کې د افغان ښځینه ناروغانو د نه شتون په اړه راپور ورکړی دی او لیکلي دي:

د پکتیکا د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او ځيني وختونه اړ کېږي، چې خپل ښځینه ناروغان د درملنې په موخه ډېرو لرو سيمو ته بوځي.

ورځپاڼه زیاتوي: د خلکو په خبره د ۲۱ ولسوالیو درلودونکی ګڼ نفوسه، لوی ولایت پکتيکا کې، يواځې د ارګون او خیر کوټ ولسوالیو په روغتونونو کې دوه متخصصې ډاکټرانې پر دندو بوختې دي، خو د پاتې ۱۹ نورو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې هیڅ متخصصه ډاکټره نشته.

خلک شکایت کوي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د دې لامل شوی چې ډېری ښځینه ناروغانې مرکزي روغتونونو ته تر رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکړي.