د حکایتونو کاروان ( ۲) د لقمان حکیم شخصیت
درنو لوستونکو! لقمان حکیم له هغو شخصیتونو څخه دی چې له اسلام څخه وړاندې یې ژوند کاوه او په حکمت، نصیحتونو او اخلاقي کیسو مشهور دی. پر الله تعالی شرک نه کول، له خلکو سره تواضع، د تګ پر مهال وقار، په ژوند کې منځلاریتوب، د ښه ملګري ځانګړنې او له بېادبو څخه ادب زده کول د لقمان حکیم له مشهورو حکمتونو څخه دي.
هغه پیغمبر نه و، خو د پیغمبرانو په څېر یې ژوند کاوه او د هغوی په څېر یې په خبرو او چلند کې ښه سلوک درلود، ان د قرآن کریم یوه سورت د همدې درانه شخصیت په نوم نومول شوی او قرآن کریم له لقمان څخه د حکیم او واعظ په توګه یادونه کړې ده او د لقمان ځینې نصیحتونه یې د زوی په نوم بیان کړي دي. په فارسي شعر او ادب کې هم د لقمان ډېرې کیسې نقل شوې دي او د هغه د نصیحتونو په اړه ډېرې خبرې شوې دي.
په ننني پروګرام کې مو د تاریخ د دې مشهور شخصیت په اړه یوه کیسه د شهید استاد مرتضی مطهري د رښتینو کیسو کتاب څخه ستاسو لپاره چمتو کړې ده.
شهید مرتضی مطهري د ایران د اسلامي انقلاب له مشهورو شخصیتونو څخه و چې «د رښتینو کیسې» کتاب یې، چې د لنډو کیسو ټولګه ده، د اسلام په دین کې د دیني مشرانو د ژوند په اړه لیکلی دی. دغه کتاب په ۱۳۴۴ هجري لمریز کال (۱۹۶۵ میلادي) کې د یونسکو جایزه ګټلې ده او په دوو ټوکونو کې دی. په لومړي ټوک کې یې پنځه اویا کیسې او په دویم ټوک کې پنځوس کیسې لیکل شوې دي.
د دې کتاب د کیسو سرچینې د حدیثونو، تاریخونو او سیرت کتابونه دي او کیسې په ساده او ګټوره ژبه، د حکایت او داستان په بڼه او د واقعیت پر بنسټ بیان شوې دي.
په دوام کې به د «د رښتینو کیسو» له کتاب څخه د لقمان کیسه په ګډه ولولو.
ویل شوي دي چې لقمان یو نری اندامی او تورپوستی سړی و او ښکلی مخ یې نه درلود. د هغه له کورنۍ او خپلوانو څخه هېڅوک مشهور نه و او کورنۍ یې بېوزله او د کار او زحمت خلک وو.
په دقیقه توګه معلومه نه ده چې هغوی په کوم وخت کې ژوند کاوه، خو ځینو ویلي دي چې لقمان د حضرت داود علیه السلام همعصر و.
که څه هم لقمان له ظاهري پلوه ځانګړې جذابیت نه درلود، خو د اخلاقو له فضیلتونو او ښو خویونو څخه برخمن و. هغه له ماشومتوبه هوښیار او باادبه و، له هر ناوړه کار څخه یې ډډه کوله او هېڅکله یې د چا ملامتي نه وه اورېدلې.
لقمان به ښه فکر کاوه او له هرې پېښې څخه به یې یوه پایله اخیسته او یو پند او حکمت به یې ترې زده کاوه. له هغه وخته چې له ماشومانو سره یې لوبې کولې، انصاف او عدالت یې خوښېدل او ټولو هم هغه خوښاوه.
هر وخت چې به په کوم کار بوخت و، له ټولو به یې ښه ترسره کاوه او کله به چې خبرې کولې، خبرې به یې سنجول شوې او د منلو وړ وې.لقمان په ځوانۍ کې، د خپل وخت د نورو بېوزلو خلکو په څېر، د خپل ژوند یوه موده په غلامۍ او مرییتوب کې تېره کړه.
ویل کېږي چې په هغه وخت کې لقمان د یوه شتمن او لوړې کورنۍ په کور کې غلامي او خدمت کاوه. له څه مودې وروسته د هغه ښکلي چلندونه؛ لکه ادب، نېکي، سترتوب او نور ښه صفتونه یې څرګند شول، تر دې چې هغه شتمن سړي لقمان آزاد کړ او ټولو ته یې وویل:
«لقمان غلام نه دی؛ لقمان یو آزاد، پوه او حکیم ځوان دی.»
له هغه وخته وروسته لقمان ورځ تر بلې په خپل ښار کې مشهور شو او خلکو به د هغه نصیحتونه، حکمتناکې خبرې او ښې ویناوې یو بل ته نقلولې. کله چې لقمان ډېر مشهور شوی و، یوه ورځ لارویانو هغه ونیو او د یوه پردي ښار په شتمن یې د غلامانو په څېر وپلوره.
لقمان نه ځان لارویانو ته ور وپېژاند او نه یې خپل بادار ته. بادار یې هم هغه د خښتو جوړولو پر کار وګوماره. لقمان په هغه موده کې ان یوه ځل هم د کار له سختۍ شکایت ونه کړ او حتی له نورو کارګرانو څخه یې ښه کار کاوه. ورو ورو د کار خاوند د لقمان پر نېکۍ، سخت کار کولو او مهربانۍ پوه شو او هغه یې په زړه کې ګران شو.
یوه ورځ چې د لقمان د ښار یو شمېر اوسېدونکي هغه ځای ته راغلل، لقمان حکیم یې ولید او حیران شول. هغوی شتمن سړي ته خبر ورکړ چې دا لقمان دی او د خپل وخت له پوهانو او حکیمانو څخه دی. شتمن سړي د لقمان نوم او شهرت اورېدلی و. له دې پېښې څخه شرمنده شو، له لقمان څخه یې بښنه وغوښته، ډېر مال یې ورکړ او آزاد یې کړ. بیا یې ورته وویل:
«ولې دې له پیله ځان ماته نه و راپېژندلی؟»
لقمان ځواب ورکړ: «لارویانو پر ما ظلم وکړ، ځکه هغوی پوهېدل چې زه آزاد انسان یم او باید نه یې وای نیولی او د غلام په توګه یې نه وای پلورلی. د یوه آزاد انسان اسیرول ظلم دی، که هغه لقمان وي او که بل بېګناه کس؛ او ظالم د حکمت په ارزښت نه پوهېږي.
خو وروسته تا زه اخیستی وم، څو له ما څخه ګټه واخلې او ستا لپاره کار وکړم. ستاسو په ښار کې داسې قانون نه و چې زما حق راکړي، او زه پوهېدم چې بالاخره به زما قدر او ارزښت وپېژندل شي؛ نو صبر مې وکړ، ځکه صبر د انسان له حکمت او پوهې څخه دی.
لقمان حکیم مخکې وویل: په هر حال ما باید کار کړی وای، نو دلته مې کار کاوه؛ باید ژوند مې کړی وای، نو دلته مې ژوند کاوه؛ او پوهېدم چې باید ښه انسان واوسم، نو دلته هم ښه وم. که زما کار سخت و، نو دې کار سبب شو چې د روغتیا او هوساینې قدر لا ښه وپېژنم او په خپل ښار کې له غلامانو سره لا ښه چلند وکړم. او که زما خواړه خراب وو، نو دې کار سبب شو چې د بېوزلو او وږو خلکو پر درد او ستونزو لا ډېر پوه شم.»
هغه سړی د لقمان له حکمتناکو خبرو ډېر حیران شو. لقمان خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړه:
«زه ستا غلام وم، خو ګناهکار نه وم. سختۍ مې ګاللې، خو پند او عبرت مې زده کاوه. داسې خبره مې ونه کړه چې څوک پرې باور ونه کړي او ځآن ستاینه مې ونه کړه چې څوک راسره دښمني وکړي.
ستاسو ښار ته راغلم او یو نابلده او ناپېژندل شوی پردی وم، خو اوس ستاسو په منځ کې داسې ملګري لرم چې په نېکۍ مې یادوي. لارویانو زما له شتون څخه ګټه واخیسته، تا زما له کار څخه ګټه واخیسته، او لقمان دې هماغسې وپېژاند لکه څنګه چې و. اوس د الله شکر ادا کوم چې په پای کې ته هم له ما څخه راضي شوې او زه هم په لا ډېرې خوښۍ او لا ډېر سرلوړۍ سره خپل ښار ته بېرته ستنېږم.
که ما په لومړۍ ورځ ځان درته ورپېژندلی وای، نو له دوو حالاتو به یو حتمي و: یا به دې باور نه وای کړی او نن به لا ډېر شرمېدلی وای؛ یا به دې باور کړی وای او زه به دې آزاد کړی وای او له دغو ځینو ګټو څخه به نه وای برخمن شوی.
شتمن سړي وویل: «آفرین پر تا، اې حکیمه! تور رنګ دې دی، خو زړه دې د لمر په څېر روښانه دی. خبرې دې د پیغمبرانو او غوره شویو کسانو له خبرو سره ورته دي.»
په دې وخت کې هغه سړي هغه ورځ رایاده کړه چې لقمان ته یې امر کړی و چې د خپل مېلمه ښه پالنه وکړي او ورته یې ویلي وو: «اې غلامه! نن یو ګران مېلمه لرم؛ لاړ شه، یو پسه حلال کړه، د هغه تر ټولو غوره غړی کباب کړه او را یې وړه.» لقمان هم یو پسه حلال کړ، زړه او ژبه یې کباب کړل او د دسترخوان پر سر یې کېښودل.
بله ورځ یې بیا لقمان ته امر وکړ او ورته یې وویل:«اې غلامه! نن داسې مېلمه لرم چې زما دښمن دی؛ لاړ شه، یو پسه حلال کړه، د هغه تر ټولو بد غړی کباب کړه او رایې وړه.»
لقمان لاړ او بیا یې د پسه زړه او ژبه حاضر کړل.
هغه سړي لقمان ته وویل:
«رښتیا، مخکې له دې چې لاړ شې، راته ووایه چې د دې کار حکمت دې څه و؟ کله چې مې درته وویل تر ټولو غوره خواړه راوړه، زړه او ژبه دې راوړل؛ او بله ورځ چې مې وویل تر ټولو بد خواړه راوړه، بیا دې هم د پسه زړه او ژبه کباب کړل او زما مېلمه ته دې راوړل؟»
لقمان ځواب ورکړ: «هو، ما دا کار ځکه وکړ چې زړه، کله چې ښه نیت ولري، او ژبه، کله چې ښې خبرې کوي، تر ټولو غوره شیان دي؛ خو زړه، کله چې بد نیت ولري، او ژبه، کله چې ناوړه خبرې کوي، تر ټولو بد شیان دي.»
شتمن سړی د دې ځواب له امله حیران شو او ویې ویل: «دا خبره ستا د حکمت او معرفت له چینې راوتلې ده. رښتیا هم ته یو پاک او له دنیا څخه آزاد انسان او د پند او نصیحت پوه سړی یې.»
بیا یې لقمان په عزت او درناوي خپل ښار ته ولېږه.
هو! په حقیقت کې ژبه، چې د انسان یو کوچنی غړی دی، کولای شي د انسان د نېکمرغۍ یا بدمرغۍ لامل شي. کله ناکله چوپتیا له زرګونو بېګټې خبرو څخه ډېره ګټوره وي.
امام علي (ع) په دې اړه فرمایي: «تر هغه وخته چې خبره دې نه وي کړې، هغه ستا په واک کې ده؛ خو کله چې له خولې ووته، ته د هغې په واک کې یې. نو خپله ژبه لکه سره زر او سپین زر وساته؛ ځکه ډېر ځله یوه کلمه انسان له ستر نعمت څخه محروموي، یا ورته بلا او ستونزه رامنځته کوي.»
خوږو لوستونکو!
هیله لرو، چې د حکایتونو د دغه کاروان په مزل کې مو له اوسني حکایت څخه خوند او پند واړه اخېستې وي، زموږ د دغه سفر ملګري اوسئ، ترڅو په یو بل تم ځآی کې درته د یوې بل په زړه پورې حکایت سره حاضر شو.