د حکایتونو کاروان ( ۳) وزغلي یا د بزې د بچي غږ
په دې حکایت کې یو ځل بیا د لرغوني کتاب مرزباننامې ته ورځو او د دې اثر یوه زړهراښکونکې کیسه به ولولو. «مرزباننامه» د داستانونو او حکایتونو ټولګه ده چې په تمثیلي ژبه او د حیواناتو له خولې روایت شوې او له پندونو او حکمتونو څخه ډکه ده.
دا کتاب مرزبان بن رستم بن شروین، چې د طبرستان له پاچاهانو څخه و، د څلورمې هجري پېړۍ په وروستیو کې د پخوانۍ طبرستانۍ ژبې په وسیله لیکلی دی.
دغه اثر تر اوسه دوه ځله په دري فارسي ژبه ژباړل شوی دی: لومړی ځل په شپږمه هجري پېړۍ کې محمد بن غازي ژباړلی او نوم یې روضة العقول ایښی و، او دویم ځل د اوومې هجري پېړۍ په لومړیو کې سعدالدین وراویني ژباړلی او اثر ته یې هماغه «مرزباننامه» نوم ورکړی دی. د مرزباننامې اصلي ژبې نسخه نن ورځ موجوده نه ده او هغه نسخې چې نن زموږ په لاس کې دي، ډېری یې د سعدالدین وراویني له ژباړې څخه دي.
زموږ د نن ورځې حکایت د وزغلي یا د بزې د بچي غږ نومیږي؛ داسې کیسه چې موږ له ځان سره یوه ښکلي څړځای ته وړي، خو په هغه ځای کې هره شېبه خطر په کمین کې دی. له موږ سره ملګري اوسئ.
یو وخت یو داړونکی او وینهڅښونکی لېوه په دښتو کې اوسېده او د هوسیو، سویانو او نورو صحرایي حیواناتو په ښکار کولو به یې خپله ګېډه مړوله.
یوه ورځ لېوه روان و، کله چې د یوه کلي په شاوخوا کې یوې لوړې غونډۍ ته ورسېد، ډېر پسونه یې ولیدل چې په دښته کې خواره واره وو او تازه واښه یې خوړل.
وږي لېوه چې پسونه ولیدل، له غونډۍ راکوز شو او د سترګو په رپ کې یې ځان پسونو ته ورساوه او یو کوچنۍ ورۍ یې په غاښونو کې ونیوه. ناڅاپه د رمې سپي هغه ولید او په غپا کولو یې د لېوه پر لور برید وکړ.
لېوه، په داسې حال کې چې کوچنۍ ورۍ یې په غاښونو کې نیولی و، منډې وهلې. کله چې سپی نږدې شو، وری یې پر ځمکه وغورځاوه. خو له دې سره سپي د هغه تعقیب پرې نه ښود، تر دې چې لېوه یوه سیند ته ورسېد او له وېرې یې په یوه ټوپ ځان د سیند بلې غاړې ته ورساوه. سپی چې د اوبو له پاسه ټوپ نه شو وهلی، ودرېد.
لېوه وویل: «عجیبه حسود او بدجنګ سپی یې!
له دوو ورځو لوږې وروسته دې پرېنښودم چې خوندور خواړه وخورم.»
سپي وویل: «ته بېکاره، ظالم او بېرحمه یې او غوښتل دې چې بېګناه ورۍ ووژنې او ویې خورې.»
لېوه ځواب ورکړ: «دا فضولي ستا کار نه دی. ته خپله څه کوې؟ غوښتل دې چې ورۍ زما له منګولو خلاص او خپله یې وخورې؟»
سپي لېوه ته ځواب کې وویل:«آفرین پر دې هوښیارۍ! اوس پوه شوم چې د نورو عیبونو ترڅنګ احمق هم یې، ځکه لا هم نه پوهېږې چې زه پسونه نه خورم؛ بلکې له هغوی سره راځم چې ستا په څېر داړونکي حیوانات هغوی ته زیان او اذیت ونه رسوي.»
لېوه وویل: «دا هم ستا د حماقت نښه ده. بدبخته حیوانه!
ته بېکاره یې او که عقل دې کم دی؟ ... که ته یې ښکارولی نه شې، نو لږ تر لږه اجازه راکړه چې له پسونو څخه یو ښکار کړم او خپله برخه واخلم، پاتې برخه یې ته وخوره، بیا به له یو بل سره ملګري شو او هره ورځ به همدا کار کوو.»
سپي ځواب ورکړ: «نه، اړتیا نشته چې زما لپاره خواخوږي وکړې. له تا سره ملګرتیا زما لپاره د شرم خبره ده. تا ته وینهڅښونکی لېوه وایي او ما ته وفادار سپی وایي.
زه ویاړم چې د خپلې دندې پابند او رښتینی یم. په ښار، کلي، کوڅه او سړک کې د ټولو خلکو لپاره ګران یم، خو ته...»
لېوه یې خبره پرې کړه او ویې ویل: «ښه، ښه! دا خبرې انسانانو درته زده کړې دي چې د هغوی نوکر واوسې. که هغوی دې د شپې خواړه لږ ناوخته درکړي، ستا د غپا غږ تر اسمانه رسېږي.
خو زه که هره ورځ یو سوی هم ښکار کړم، تر سبا پورې مې ګېډه مړه ده او د ځان لپاره آزاد یم. ګرځېږم، غرونو ته خېژم، هر ځای چې ونه او شنه بوټي وي، کېنم او د مرغانو سندرې اورم. راځم او ځم او ټول هم رانه وېرېږي.»
سپي ځواب ورکړ: «هه هه! ته له ما او شپانه وېرېږې، له کلي او خلکو وېرېږې، ځکه وینهڅښونکی یې. تل وحشي او تل وږی یې او هر ځای چې ستا سیوری وویني، په غشي دې ولي.
اوس هم ژر له هماغې لارې چې راغلی یې، بېرته وګرځه. بیا دې په دې دښته کې ونه وینم، که نه پوستکی به دې له تنه وباسم..»
سپی دا وویل او د رمې پر لور بېرته ستون شو. کله چې ماښام نږدې شوی و، له شپانه سره یې رمه د کلي پر لور روانه کړه.
وینهڅښونکی لېوه، چې ناهیلی او غوسه و، له ځان سره یې فکر وکړ: «غوره ده په همدې دښته کې پاتې شم او د دې پسونو له ډلې د څو په خوړلو سره له دې فضول سپي څخه خپله غچ واخلم او هغه ته وښیم چې لېوه څه شی دی.»
بیا یې په لوړ غږ وویل: «سبا به ټول سره وشلوم! زه له هېچا نه وېرېږم، ما ته وینهڅښونکی لېوه وایي.»
بله ورځ چې لمر دښته روښانه کړې وه، له لرې د پسونو رمه ښکاره شوه. وږي لېوه خپل غاښونه سره کلک وچیچل، د پسونو د بعبع له غږ سره یې زړه خوشحالېده، له غونډۍ راکوز شو او د یوه لوی اغزي بوټي شاته ودرېد، څو د برید لپاره مناسب فرصت پیدا کړي.
کله چې پسونه په څرولو بوخت شول، د رمې سپي په ټوپونو د دښتې شاوخوا وکتل او په لوړ غږ یې غپا وکړه، څو که کوم دښمن په کمین کې وي، پوه شي چې سپی حاضر دی او باید د خپل کار حساب وکړي.
وروسته سپی یوې لوړې ځمکې ته وخوت او د شپانه ترڅنګ ودرېد.
وینهڅښونکي لېوه جرئت نه کاوه چې رمې ته نږدې شي او له وېرې یې ستونی نیولی و. هغه په چوپتیا کې د اغزي له شا هرې خوا ته کتل، خو وېرېده چې مخکې لاړ شي، ماښام شو او کلي ته د رمې د بېرته ستنېدو وخت راورسېد. کله چې هغوی لږه لار وهلې وه، یو کوچنی وزغلی یا د بزې بچی چې پښه یې لنګېده، له رمې وروسته پاتې شو.
لېوه هم په چټکۍ د وزغلي پر لور ورغی. وزغلي ناڅاپه لېوه ولید او پوه شو چې که لېوه یې ستونی ونیسي، بیا به کار له کاره تېر وي. په دې موخه چې نه یې د جګړې توان درلود او نه یې د تېښتې لپاره پښه جوړوه، فکر یې وکړ چې کومه چل ول وکاروي او خپل ژوند وژغوري.
نو څو ګامه د لېوه پر لور ورغی او ورته یې وویل: «اې ځواکمن لېوه! ښه وشول چې ته خپله راغلې، ځکه زه کمزوری یم او ونه توانېدم چې ژر ځان درورسوم.»
لېوه، چې تمه یې لرله چې وزغلی به وتښتي، د هغه له خبرو حیران شوی و، ودرېد او پوښتنه یې وکړه: «ستا مطلب څه دی؟ ایا له ما سره دې کوم کار درلود؟»
وزغلي وویل: «ما غوښتل د شپانه پیغام درته راوړم. شپانه سلام درته ویلی او ویلي: نن ستا له خوا د پسونو رمې ته هېڅ ډول اذیت او زیان نه دی رسېدلی، ښکاري چې ته یو ښه لېوه یې، نو موږ باید ستا قدر وکړو.
او دا چې شپانه زه، چې یو نازک او خوږغږی وزغلی یم، تاته رالېږلی یم، ترڅو که دې خوښه وي، یوه ښکلې سندره درته ووایم، چې د غوښې د خوړلو پر مهال له خپل خوراک څخه لا ډېر خوند واخلې.
او که سندره دې نه خوښېږي او چاغ او ډېرغوښین وريان دې زیات خوښېږي، نو شپانه ته به خبر ورکړم، څو ستا لپاره یو چاغ ورۍ راولېږي او سبا هم ستا د خوښې مطابق یو پسه درولېږي او هره ورځ دې کار ته دوام ورکړي.»
وینهڅښونکی لېوه، که څه هم ډېر وږی و، د وزغلي په خوږو خبرو مغرور شو او له ځان سره یې فکر وکړ: «که غواړم د خپلو پلرونو په دود عمل وکړم، باید سمدستي دا وزغلی وخورم. خو اوس چې شپانه خپله غواړي هره ورځ زما خواړه راولېږي، غوره ده چې لا ښه ژوند وکړم.
که د دې وزغلي غږ د صحرایي مرغانو له غږ څخه ښه وي، نو بده نه ده چې هره ورځ د پسونو د خوړلو پر مهال د هغه په سندرو خپله اشتها زیاته کړم او هره ورځ له شپانه څخه یو ورۍ وغواړم او ښه عیشي وکړم. که مې ولیدل چې غږ یې ښه نه دی، نو خپله به یې وخورم...»
له دې فکر وروسته یې وزغلي ته وویل: «ښه، خپله تر ټولو ښکلې سندره ووایه، چې ویې اورم.»
وزغلي وویل:«ساز هم ووهم؟»
لېوه وویل:«هو، ووهه. ساز او سندره یوځای لا ښه دي.»
وزغلي هغه د لرګي یوې ټوټې ته اشاره وکړه چې څو ګامه لرې پرته وه او ویې ویل: «نو اجازه راکړه چې هغه واخلم.»
وزغلی څو ګامه لرې لاړ، هغه د لرګي ټوټه یې پورته کړه او ناڅاپه یې د زړه له تله یوه دردونکې چیغه وکړه. شپانه په چټکۍ، لکه برېښنا او باد، له خپل لرګي سره وزغلي ته ځان ورساوه. لا لېوه د وزغلي له غږ څخه په څه نه و پوهېدلی چې شپانه یې پر سر ولید او نور یې د تېښتې فرصت نه درلود. شپانه لېوه ښه وواهه او وزغلی یې په غېږ کې ونیو او په سلامتۍ یې بېرته رمې ته ورساوه.
ډېر غوښتونکی لېوه بیا هم وږی پاتې شو، په داسې حال کې چې ښه په مفصله توګه هم وهل شوی و.
ځینې خلک د لېوانو په څېر دي او د فرصت په تمه وي، څو پر موږ برید وکړي؛ او ځینې نور بیا د کمزورو خلکو څارنه او ساتنه کوي.
له همدې امله، موږ باید تل په خپل ژوند کې د لېوهصفته انسانانو ته پام وکړو او په مناسب وخت او مناسبه موقع کې له هغو سختو شرایطو څخه ځان وژغورو چې هغوی یې زموږ لپاره رامنځته کوي.
تر بل حکایت او بل پروګرام پورې مو لوی الله تعالی ته سپارو.
الله مو مل او ساتونکی شه.