ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178006-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
په دې مطلب کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مهمو سیاسي، اقتصادي، بهرني سیاست او سیمه‌ییزو تحولاتو ته لنډه کتنه شوې.
(last modified 2026-09-12T06:19:02+00:00 )
Sep 12, 2026 10:38 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

په دې مطلب کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ایران د اسلامي جمهوریت مهمو سیاسي، اقتصادي، بهرني سیاست او سیمه‌ییزو تحولاتو ته لنډه کتنه شوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» په نوي ډیلي کې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر «نریندرا مودي» سره په لیدنه کې، د ګډو همکاریو د پراختیا او د ستراتیژیکو هوکړو پر دوام ټینګار وکړ.

پزشکیان له هندي لومړي وزیر سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت او هند ګڼې ګډې ځانګړتیاوې لري او دغه ګډې ځانګړتیاوې کولی شي د همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړي.

د ایران ولسمشر، د هند له خوا د بریکس د غونډې د کوربه‌توب په اړه وویل: د بریکس د غړو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو، په ځانګړي ډول په اقتصادي او مالي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ځانګړی  ټینګار دی.

*****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» دغه راز په نوي ډیلي کې د بریکس د غړو هېوادونو د مشرانو په اقتصادي فورم کې وویل: له مهمو ګامونو څخه یو د بریکس د غړو ترمنځ په سوداګرۍ کې د ملي اسعارو د کارونې پراختیا ده.

هغه وویل، دا ګام باید د اسعارو د خطرونو د مدیریت او د متقابل تصفیې لپاره د اړینو وسایلو له رامنځته کولو سره مل وي؛ ځکه اوسنی مالي نظام د څو محدودو اسعارو پر تمرکز له امله د سیاسي خطرونو پر وړاندې زیان‌من دی.

پزشکیان ټینګار وکړ: د مصنوعي ځیرکتیا له پراختیا سره د نړیوال اقتصاد د بنسټیز بدلون په درشل کې یو؛ بریکس باید یوازې د ټکنالوژۍ مصرفوونکی نه وي، بلکې د پوهې په تولید او د ډیجیټلي اقتصاد د معیارونو په جوړولو کې هم ونډه ولري او ورسره د حیاتي بنسټونو سایبري امنیت هم پیاوړی کړي.

د یو بل خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر د بریکس د غړو هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې د هند د دیني مشرانو، روڼ‌اندو او سوداګرو په ګډون په یوه غونډه کې ټینګار وکړ: امریکا چې نه شي کولی د زور او ګواښ له لارې د ایران خلک تسلیمېدو ته اړ کړي، نو غواړي داسې وضعیت رامنځته کړي چې خلک د معیشت او امکاناتو د نشتوالي له امله تسلیم شي؛ خو د ایران خلک به تسلیم نه شي.

****

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس «محمدباقر قالیباف» د برنټ تېلو د بیې له ۱۰۵ ډالرو څخه د اوښتو په غبرګون کې، د تېلو د بیې د کنټرول لپاره د امریکا د خزانې وزارت د اقداماتو د بې‌اغېزۍ په اړه د یوه انځور خپرولو سره ولیکل: داسې وانګېرئ چې نه پوهېږئ راتلونکی پړاو څه دی.

قالیباف په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: که د تېلو د بازار د راتلونکي لپاره لارښوونه غواړئ او د امریکا د حکومت اقتصادي چارواکي څه نه وایي، راځئ راتلونکي ته وګورو؛ د خزانې وزارت به د تېلو د بیې د کنټرول لپاره د خپلو بې‌اغېزو وسایلو زېرمتون، لکه له «اکسیوس» سره دروغ‌جوړول، په بازار کې لاسوهنه، د زېرمو خوشې کول او نور وسایل، وکاروي، خو د بیې په کمولو کې به اغېز ونه لري.

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس ټینګار وکړ: دغه انځور وګورئ، خو داسې وانګېرئ چې نه پوهېږئ بل پړاو څه دی.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» د بریکس د اهمیت او رول په ټینګار سره ویلي: د دې ډلې ټول غړي په دې موافق دي چې ملي اسعار پیاوړي شي او د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ملي اسعارو په کارولو ترسره شي.

عراقچي د بریکس د سرمشریزې په څنډه کې زیاته کړه: هند یو لوی او راټوکېدونکی هېواد بولو چې اوس مهال د بریکس مشري پر غاړه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: بریکس اوس مهال یوه ډېره مهمه اداره ده او ډېر مهم رول لوبوي؛ هند کولی شي د بریکس ډلې او د دې ډلې د غړو هېوادونو ښه مشري وکړي.

عراقچي، د بریکس په دننه کې د بېلابېلو لیدلورو په اړه په اشاره کولو سره وویل: د دې ډلې ټول غړي په دې باور دي چې ملي اسعار باید پیاوړي شي او د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګري باید د ملي اسعارو په کارولو ترسره شي؛ خو د یوه واحد اسعارو د رامنځته کولو موضوع لا هم تر څېړنې لاندې ده.

*****

د یو بل خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: نړۍ ورځ تر بلې د امریکا پر مالي نظام خپل باور له لاسه ورکوي.

عراقچي په دوام کې ولیکل: د امریکا د خزانې وزیر په خوښۍ سره پر دې ویاړي چې غواړي ایرانیان بېوزله کړي او د ایران اقتصاد له سقوط سره مخ کړي، خو برعکس، هغه د عامه افکارو پر وړاندې بې‌وسه او ناتوانه ولاړ دی؛ په داسې حال کې چې نړۍ ورځ تر بلې د امریکا پر مالي نظام خپل باور له لاسه ورکوي.

عراقچي ټینګار وکړ: د امریکا د پورونو د تمویل د لګښت له امله رامنځته شوی بحران یوازې د دې کیسې پیل دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» په یوه پیغام کې د قزاقستان د بهرنیو چارو نوي وزیر مختار تیلئوبردي  ته د هغه د دندې د پیل کېدو له امله مبارکي ورکړه او په نوې دنده کې یې ورته د بریا هیله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل قزاقستاني سیال ته په خپل پیغام کې ویلي: د ایران د اسلامي جمهوریت او قزاقستان اړیکې تل پر متقابل باور، درناوي او ګډو ګټو ولاړې وې او دواړه هېوادونه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره له بېلابېلو ظرفیتونو برخمن دي.

عراقچي په خپل پیغام کې ویلي: ډاډه یم چې د بهرني سیاست په ډګر کې به د دواړو هېوادونو اړیکې لا ډېرې پراخې شي او د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ به د پخوانیو اړیکو د ټینګښت او د مناسباتو د کچې د لوړولو په لاره کې پرمختګ وکړي.

*****

بلخوا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقایي» په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ولیکل: امریکا چې په نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي روزونکې او پالونکې ده، د ترهګرۍ د تعریف لپاره د معیار ټاکلو هېڅ ډول وړتیا نه لري.

بقایي د ترهګرۍ په اړه د امریکا د جګړې د وزیر د ادعاوو او پر ایران د تورونو په تړاو ولیکل: د سپټمبر د ۱۱مې د کالیزې په مناسبت د امریکا د جګړې د وزیر د ترهګرۍ روایت له بنسټیز تناقض سره مخ دی؛ نه شي کېدای جګړه‌پارونه وکړئ، وحشیانه ترورونه ترسره کړئ، پر ملکي وګړو برید وکړئ او په عین وخت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د هغې د تعریفولو ادعا هم وکړئ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې عاملین ایرانیان نه وو؛ بلکې هماغه کسان وو چې امریکا په تېرو لسیزو کې تنظیم او روزلي وو.

بقایي په دوام کې ولیکل: له سپټمبر د ۱۱مې وروسته هم هغه څه چې تاسو په افغانستان او عراق کې د «ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې» په نوم ترسره کړل، له بې‌ګناه ملکي وګړو د لوی شمېر له وژنې او په افغانستان او عراق کې له پراخې ویجاړۍ پرته بله پایله نه لرله.

هغه زیاته کړه: له دې سره سره، د سپټمبر د ۱۱مې له کلیزې څخه د ایران پر وړاندې د تېري کوونکې جګړې د توجیه لپاره استفاده کول، هغه جګړه چې د یوه هېواد د چارواکو له بزدلانه ترور او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، له په نښه کولو سره مل وه، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ژبې په کارولو سره د یوه ناقانونه تېري د مشروعیت ورکولو یوه ناوړه هڅه ده.

****

په کمبودیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «اکبر قاسمي» د دغه هېواد له لومړي وزیر «هون مَنِت» سره لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، کرنیزو، ټکنالوژیکي، فرهنګي او ګرځندویزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، او همدارنګه د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسیون د جوړېدو په اړه  بحث او د نظرونو تبادله کړې

د کمبودیا لومړي وزیر له ایراني سفیر سره په لیدنه کې پر ایران وروستی تېری او د نړیوالو اصولو او ارزښتونو نقض غندلی او په پنوم‌پن کې یې د ایران د نوي سفیر حضور د دواړو هېوادونو د همکاریو د یوې نوې او جدي مرحلې د پیل سرچینه وبلله.

په کمبودیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم هیله څرګنده کړه چې په لوېدیځه اسیا او ختیځه اسیا کې د نویو تحولاتو په رڼا کې او د کمبودیا په پراختیايي پروژو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پراخو ګډو همکاریو ظرفیتونو ته په پام سره، د ایراني تخنیکي او انجینري خدماتو د شرکتونو، سوداګرو او تجارتي فعالانو د حضور له لارې د دواړو هېوادونو د پرمختګ او هوساینې په لاره کې ستر ګامونه واخیستل شي.

*****

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «مهدی سبحاني» د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال «آندري رودنکو» سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې په روسیه کې د ایران سفیر «کاظم جلالي» هم حضور درلود، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت او د دواړو هېوادونو د سترو ګډو پروژو، په ځانګړي ډول د رشت ـ استارا د اوسپنې پټلۍ، په اړه بحث وکړ او د جامع ستراتیژیک تړون له مخې یې د دغو اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

******