ایران په تېره اونۍ کې
د ایران په تېره اونۍ کې مطلب کې به د ایران او د سیمې د وروستیو سیاسي، امنیتي او ډیپلوماتیکو تحولاتو مهمو موضوعاتو ته کتنه وکړو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان» د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې له مشر «بافل طالباني» سره په لیدنه کې، د ایران د ملت او د عراق د کردستان د سیمې د خلکو ترمنځ پر تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو په ټینګار سره ویلي: د دواړو لورو اړیکې په ګاونډیتوب، تاریخي، قومي او فرهنګي اړیکو کې ریښه لري او د ایران اسلامي جمهوریت لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.
د ایران ولسمشر په دې لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا اړتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: د سیمې ملتونه ژورې او لرغونې اړیکې لري او باید پر دغو ګډو ټکو په تکیه کولو سره د همکارۍ، ثبات او پرمختګ لاره هواره کړي.
پزشکیان په سیمه کې د اختلاف او شخړو د رامنځته کولو لپاره ځینو بهرنیو هڅو ته په اشارې سره وویل: امریکا او صهیونیستي رژیم په سیمه کې د ملتونو ترمنځ د اختلاف او شخړو په رامنځته کولو سره غواړي د سیمې د هېوادونو وړتیاوې کمزورې او له خپلو سرچینو او زیرمو ګټه واخلي؛ له همدې امله باید د همکارۍ او خبرو اترو په زیاتولو سره د بېثباتۍ او اختلاف زمینه کمه کړو.
د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې مشر بافل طالباني هم په دې لیدنه کې د ایران او عراق ترمنځ امنیتي هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه: هڅه کوو چې د هوکړې په چوکاټ کې د ایران په سرحدي سیمو کې فعال د انقلاب ضد ډلګۍ له دغو سیمو څخه لرې کړو او د ګډو پولو د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره لازمې زمینه برابره کړو.
*****
په ورته وخت کې د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس، محمدباقر قالیباف» د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې له مشر «بافل طالباني» سره په لیدنه کې، د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران سرحدونو ته نږدې د ځینو بېلتونپالو ډلګیو د فعالیتونو په اړه وویل: امریکایانو تمه لرله چې د عراق د کردستان د سیمې له لارې پر ایران امنیتي او پوځي اقدام وکړي؛ خو په سیمه کې زموږ د ملګرو په مرسته او د ایران د وسلهوالو ځواکونو پر وخت غبرګون سره د دښمن دغه دسیسه ناکامه شوه.
د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې مشر بافل طالباني په ټینګار سره وویل: اجازه نه ورکوو د عراق د کردستان سیمه د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو پر مرکز بدله شي او ویې ویل: د ایران او عراق د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي هوکړې د عملي کولو او د اړیکو د پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لرو.
د یو بل خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس، محمدباقر قالیباف د امریکايي جنرال «ډن کین» په ځواب کې ولیکل: هغه څه چې یوه ورځ ستاسو لپاره یو وېروونکی خوب و، اوس پر واقعیت بدل شوي دي؛ له دې واقعیت سره ځان عیار کړئ.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډن کین، تر دې مخکې د امریکا د پوځ د هوايي، فضايي او سایبري ځواکونو په کنفرانس کې ویلي وو: له دې وروسته باید دا فرضیه زموږ د بنسټ په توګه ومنو چې د دغه هېواد پوځي واحدونه او پوځي جوړښتونه به د خپلواکو سیستمونو له خوا ښکار شي، د فریکونسۍ په ټوله لمنه کې به له ګډوډۍ سره مخ شي او په لحظهیي ډول به تعقیب شي.
قالیباف د جنرال کین په ځواب کې په خپل کارنحساب کې ولیکل: هغه وخت چېF -35 او F – 15 الوتکې ښکار کېږي او تاسو اړ کېږئ چې راپور ورکړئ چې یوازې زیانمنې شوې دي، همدا اوس پیل شوی دی.
نوموړي دغه امریکایي جنرال ته په خطاب کې زیاته کړې، هغه څه چې یو وخت یوازې یو وېروونکی خوب و، اوس په ورځني واقعیت بدل شوی دی؛ له دې سره ځان عیار کړئ.
*****
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي،سردار سرلشکر محسن رضايي، په تهران کې د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې له مشر بافل طالباني سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: موږ هېڅ ډول پر امریکا باور نه لرو او هغوی باید عملي اقدام کې د ایران باور ترلاسه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دې لیدنه کې د ترهګرو ډلګیو موضوع ته د رسېدنې، د پولو د امنیت د رامنځته کولو او د اقتصادي همکاریو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
سرلشکر رضايي همدارنګه په عراق کې د کردستان په سیمه کې د صهیونیستي رژیم د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ او د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او لوړولو یې ټینګار وکړ.
د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې مشر بافل طالباني هم په دې لیدنه کې د اقتصادي، امنیتي او ډیپلوماتیکو همکاریو د لوړولو هرکلی وکړ او د ډلګیو د مسئلې د حل او د پولو د امنیت د رامنځته کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
****
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، مصطفی چیفتچي له خپل ایراني سیال اسکندر مومني سره تر لیدنې وروسته په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي: موږ د ګډو امنیتي اقداماتو له لارې خپل لرغونی او ژورې ریښې لرونکی ګاونډیتوب پیاوړی کوو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: په دې دوهاړخیزه ناسته کې مو د ګډ امنیتي اجنډا، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دواړو هېوادونو د پولو امنیت، ناقانونه کډوالي، د نشهيي توکو قاچاق او د نوو جنايي شبکو پر وړاندې مبارزه پکې شامله ده، خبرې وکړې.
*****
د عراق د کردستان د میهنپالنې اتحادیې مشر، بافل طالباني» په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر «سیدعباس عراقچي» سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عراق د کردستان له سیمې، په ځانګړي ډول سلیمانیه، سره د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پر چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې تمرکز به د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، په ګډو پولو کې د امنیتي همغږۍ پر لوړولو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې وي
په ورته وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي» چین ته له سفر وروسته په یوه پیغام کې لیکلي: هغه پرېکړې چې نن ترسره کېږي، په سیمه کې پر راتلونکي ستراتیژیک توازن اغېز کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: ما په چین کې له خپلو شریکانو سره بریالۍ مشورې ترسره کړې.
عراقچي ټینګار وکړ: هغه پرېکړې چې نن ترسره کېږي، په سیمه کې پر راتلونکي ستراتیژیک توازن اغېز کوي او بېشمېره او پراخې پایلې به ولري؛ هغه څلور د سولې اصول چې د ولسمشر شي جینپینګ له خوا مطرح شوي، کلیدي اهمیت لري.
****
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند«اسماعیل بقايي»، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په «کوهات» ښار کې د پولیسو مرکز ته څېرمه په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ترهګریز برید، چې د لسګونو کسانو د مړینې او ټپي کېدو لامل شو، په کلکه وغانده او د وژل شویو کسانو کورنیو، د پاکستان حکومت او مسلمان ولس او ګاونډي پاکستان ته یې تسلیت وړاندې کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنې او دوامدارې مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
****
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حقوقي او نړیوال چارو مرستیال «کاظم غریبآبادي» په دې څرګندولو سره چې اوس ټول تاییدوي چې په میناب او لامرد کې څه پېښ شول ښکاره جنګي جنایت و، نه عملیاتي تېروتنه، ټینګار وکړ: امریکا نه شي کولای له خپل مسؤلیت څخه وتښتي.
غریبآبادي په ټولنیزه شبکه اېکس کې ولیکل: تاریخ به هېر نه کړي؛ په میناب کې یو ښوونځی د ۱۶۸ ماشومانو په وینو رنګین شو او په لامرد کې د ورزش میدان د ملکي وګړو پر وژنځای بدل شو. اوس ټول تاییدوي چې په میناب او لامرد کې څه پېښ شول، عملیاتي تېروتنه نه، بلکې ښکاره جنګي جنایت و.
غریبآبادي ټینګار وکړ: امریکا نه شي کولای د بشري حقونو له شورا څخه په وتلو سره له خپل مسؤلیت څخه وتښتي.
د ملګرو ملتونو د خپلواک حقیقت موندونکي کمېټې کارپوهانو په یوه راپور کې ټینګار کړی: د منطقي دلایلو پر بنسټ باور لري چې امریکايي ځواکونه په میناب کې د «شجره طیبه» پر لومړني ښوونځي د برید مسؤل دي؛ هغه برید چې د ۱۶۰ شاوخوا زده کوونکو د شهادت لامل شو.
*****
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازولۍ، د روسیې او چین له خوا د ایران ضد د امریکا پرېکړهلیک له ویټو کېدو وروسته، په یوه اعلامیه کې د دغو هېوادونو د منفي رایو او د پاکستان او سومالیا د ممتنعو رایو او د دغو هېوادونو د اصولي او ارزښتمنو دریځونو له امله مننه او قدرداني وکړه.
امریکا د ایران ضد پرېکړهلیک مسوده د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۷مه د «نه خپرېدو» تر اجنډا لاندې مطرح شوه او د ۱۱ مثبتو رایو له ترلاسه کولو سره سره، د روسیې او چین د ویټو له امله تصویب نه شوه.
د دې پرېکړهلیک په رایهاچونه کې، د ۱۵ غړو په لرونکي امنیت شورا کې، روسیې او چین منفي رایه، سومالیا او پاکستان ممتنعه رایه او د شورا ۱۱ نورو غړو مثبته رایه ورکړه.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي، هم په یوه پیغام کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران ضد پرېکړهلیک د مسودې د ناکامېدو په اړه په ټولنیزه شبکه اېکس کې ولیکل: د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ناقانونه بندیزونو د بېرته راګرځولو لپاره د امنیت شورا څخه د امریکا نا ستړې کېدونکې ناوړه ګټه اخیستنه یو ځل بیا د روسیې او چین په ویټو ناکامه شوه؛ هغه بندیزونه چې تر دې مخکې د برجام له مخې د تل لپاره لغوه شوي وو.
*****
ایران په تهران کې د جرمني او سویډن سفیران احضار کړي
وایي، دواړو هېوادونو ته یې د ایران پء ضد د درېځونو او سیاستونو په غبرګون کې ورته اعتراض رسولی.
دغه راز یې یوه سویډني ډیپلومات ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی و، چې ایران پرېږدي.
****
د ایران په تېره اونۍ کې د درنو لوستونکو!
په ټوله کې، مو په اوسنۍ مطلب کې ولوستل، چې ایران له ګاونډیو هېوادونو او سیمهییزو شریکانو سره د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، په ځانګړي ډول له عراق او ترکیې سره د پولو د امنیت او ګډو همکاریو په برخه کې.
له بلې خوا، تهران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې خپل دریځونه روښانه کړي او له چین سره یې ستراتیژیکو اړیکو ته د ځانګړي اهمیت په ورکولو ټینګار کړی دی.
په نړیوال ډګر کې، ایران د روسیې او چین له خوا د ایران ضد پرېکړهلیک د ویټو هرکلی کړی او د سیمهییز امنیت، همکارۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه یې کړې ده.
ښه وختونه