ورځپاڼو ته کتنه
نن هم د ایران ډېرو مطبوعاتو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ، عربستان ته د انصارالله غورځنګ خبرداری، د سیمې هېوادونو او امریکا ته د ایران خبرداری، او په افغانستان باندې د پاکستان د هوايي بریدونو په ګډون، یو شمېر بهرني او کورني مسائل تر بحث لاندې نیولي دي. په دې خپرونه کې به د ایران د مطبوعاتو له نظره، د دغو موضوعاتو مهم اړخونه درسره شریک کړو.
کیهان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼې په خپل لومړۍ پاڼه کې امریکا او د هغه ملګرو ته د ایران د خاتم الانبیا ص د قرارګاه خبرداری ته انعکاس ورکړی دی.
ورځپاڼه لیکي: د حضرت خاتمالانبیا(ص) مرکزي قرارګاه ټینګار وکړ: خبرداری ورکوو چې که د سیمې هېوادونه د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د دوهګوني سیاست په دوام سره، پر اسلامي او ځواکمن ایران د «لوی شیطان یعني د امریکا» له یرغل سره همکاري وکړي، نو ټول به په دغه شرارت کې شریک وګڼل شي او له دې وروسته به نه شي کولای چې د ایران له پیاوړو وسلهوالو ځواکونو څخه د زغم یا نرمچلند تمه ولري.
کیهان زیاتوي: د حضرت خاتمالانبیا(ص) مرکزي قرارګاه امریکا او د سیمې هېوادونو ته په یوه خبرداري کې اعلان وکړ: د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، جنایتکار امریکا هڅه کوي په روانه جګړه کې په خپله ماتې سرپوښ کښېږدوي او یو څه تر لاسه کړي؛ داسي جنګ چې د صهیونیستانو د دروغو په بنیاد پیل شوې او په چل او دوکې سره دوام کړی دی. امریکا یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د سیمې د ځینو هېوادونو په «شنه څراغ» سره، په یوه اروپايي هېواد کې د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې، د اسلامي ایران پر وړاندې خپل اقدامات له سره پیل کړي.
ورځپاڼه وړاندې دا پوښتنه مطرحوي چي له امریکا سره د سیمې د ځینو هیوادونو له شیطاني غونډې څخه هدف څه دی؟
کیهان لیکي: څېړنې ښيي چې ډېر احتمال لري د خاتمالانبیا(ص) قرارګاه د بیان موخه په جرمني کې د امریکا، صهیونیستي رژیم او څو عربي هېوادونو د پوځي قوماندانانو هغه پټه غونډه وي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ترسره شوې وه.
ورځپاڼه زیاتوي: همدارنګه، د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، براد کوپر، د ترهګرو امریکايي «سنتکام» ځواکونو قوماندان، او د صهیونیستي رژیم، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، کویټ، قطر، اردن او مصر پوځي قوماندانانو په دې غونډه کې ګډون کړی و. او په دې شیطاني غونډه کې د ایران په خلاف د همږغیو تر څنګ، د یمن د انصارالله پر وړاندې د صهیونیستي رژیم او سعودي عربستان ترمنځ د استخباراتي او څارنیز ملاتړ په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
جوان ورځپاڼه
دغه ورځپاڼه بیا په افغانستان باندې د پاکستان هوایي بریدونو ته کتنه کړې ده او په دې اړه یې د افغانستان د حکومت غبرګون ته انعکاس ورکړی دی.
جوان لیکي: د افغانستان د حکومت ویاند ټینګار وکړ چې نن سهار وختي پر دغه هېواد د پاکستان د هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې کابل دغه بریدونه غندي او په مناسب وخت او مناسب ځای کې به ورته ځواب ورکړي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، باخبره سرچینو اعلان کړی چې دغه هوايي بریدونه د سهار په درې بجو، د ځايي وخت له مخې، د نورګل ولسوالۍ د باتان په سیمه کې پر یوه کور ترسره شوي دي، همدارنګه، د پکتیکا ولایت د پولې په اوږدو کې پر برمل ولسوالۍ هم نور هوايي بریدونه شوي دي.
جوان زیاتوي: د پاکستان پوځ هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان له ګډې پولې سره نږدې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مهال د پاکستان شپږ سرتېري وژل شوي دي.
جوان په پای کې لیکي: دغه بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې ترسره شوي دي؛ تر دې مخکې اسلاماباد د افغانستان چارواکي تورن کړي وو چې د پاکستان د طالبانو غورځنګ عناصرو ته یې پناه ورکړې، څو پر دغه هېواد بریدونه ترسره کړي. د افغانستان طالبانو بیا دغه تورونه رد کړي دي.
د تهران چاپ سیاست روز ورځپاڼه
دغه ورځپاڼه بیا سعودي عربستان ته د یمن د استراتیژیک خبرداری تر عنوان په یو مطلب کې لیکي: د سعودي عربستان لپاره د اسلامي نړۍ د دښمنانو په ډګر کې د لوبې د پایلو په اړه د خبرداری په دوام کې محمد الفرح د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره د یمنیانو پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا او اسرائیل ته د سعودي عربستان زارۍ او د مرستو غوښتنه هېڅ ګټه نه لري.
سیاست روز زیاتوي: د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح، د دغه هېواد د وروستیو تحولاتو او د سعودي عربستان پر وړاندې د «د محاصرې په بدل کې محاصره او د تشدید په بدل کې تشدید» د معادلې د دوام په اړه په خبرو کې اعلان وکړ چې د سعودي دښمن د جرمونو او ګواښونو زیاتوالی نه شي کولای د یمن د ولس هغه ایمان کمزوری کړي چې د مؤمنانو د بریا او د ظالمانو د ماتې په اړه د الهي ژمنو پر بنسټ ولاړ دی.
محمد الفرح زیاته کړه: د جګړې پایله د دسیسو له مخې یا د مقابل لوري د ځواک له مخې نه ټاکل کېږي، بلکې د الهي قوانینو له مخې د پېښو د رامنځته کېدو څرنګوالی یې ټاکي. د یمن د خلکو ایمان او باور، د فشارونو او ګواښونو سربېره، په ځانګړي ډول د سختو شرایطو پر وړاندې د هغوی د درېدو او مقاومت د پیاوړتیا لامل کېږي.
ورځپاڼه لیکي: د یمن د انصارالله غورځنګ دغه لوړپوړي غړي څرګنده کړه چې جنایتکار سعودي رژیم د یمن پر وړاندې له خپلې بېوسۍ وروسته، د ملاتړ او مرستې غوښتلو لپاره امریکا او صهیونیستي رژیم ته پناه وړې ده؛ خو له دې دواړو څخه هېڅ یو هم د سعودي عربستان لپاره ګټه نه لري.
ورځپاڼه زیاتوي: د یادونې وړ ده چې د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له امله د سعودي عربستان د رهګیري توغندیو د زېرمو کمښت، ریاض اړ کړی چې له څو متحدو هېوادونو، لکه فرانسې، انګلیس، پاکستان او مصر، څخه د دفاعي مرستې غوښتنه وکړي.
د «ټایمز اسرائیل» د یوه راپور له مخې، چې د سیمهییزو چارواکو څرګندونو ته یې استناد کړی، ریاض له فرانسې، انګلیس، پاکستان او مصر څخه غوښتي چې هوايي دفاعي سیستمونه سیمې ته ولېږي، څو سعودي عربستان د یمن د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو پر وړاندې خوندي کړي.
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په اسیایي پوهنتون کې د افغان نجوڼو د ستونزو په هکله یوه راپور ورکړی دی.
ورځپاڼه لیکي: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو او تحصیل د بندیز له لګېدو له پنځو کلونو ډېر وخت تېرېږي، د ښځینه محصلانو لپاره اسیایي پوهنتون (اییوډبلیو) چې د بنګلهدېش په «چیتاګونګ» ښار کې موقعیت لري، یو شمېر افغان محصلانې له پوهنتون څخه ایستلې دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې له هغو دوو محصلانو سره خبرې کړې دي چې له دغه پوهنتون څخه ایستل شوې دي. دغو محصلانو ویلي چې دوی په لوېدیځ کابل کې د سیدالشهدا پر ښوونځي او کاج پر ښوونیز مرکز د ترهګریزو بریدونو ژوندي پاتې شوي دي.
صابره محمدي، چې له دغو محصلانو څخه یوه ده، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې پوهنتون پرېکړه کړې چې لږ تر لږه ۱۶۰ افغان محصلانې له پوهنتون څخه وباسي او بیرته یې افغانستان ته واستوي.
د افغانستان هشت صبح ورځپاڼه
هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان باندې د پاکستان د بریدونو په وړاندې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد خبرو ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او دا کار یې د «جنګي جنایت» تکرار بللی دی.
ورځپاڼه زیاتوي: مجاهد دوشنبه د وږي پر ۳۰مه، پر ایکس لیکلي چې د پاکستان پوځي مشرتابه په دغه هېواد کې له امنیتي ناکامیو د خلکو د پام اړولو په موخه یو ځل بیا برید کړی دی. د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دا بریدونه «بېځوابه نه پاتې کېږي».
هشت صبح لیکي: پاکستان د دوشنبې سهار وختي پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل. او د دغو بریدونو له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.