ایران په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178824-ایران_په_تېره_اونۍ_کې
د ایران د دې اوونۍ په مهمو تحولاتو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا، له نړیوالو مشرانو سره د هغه لیدنې او د سیمې او ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځونه شامل دي.
(last modified 2026-09-26T07:00:49+00:00 )
Sep 26, 2026 11:29 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د ایران د دې اوونۍ په مهمو تحولاتو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا، له نړیوالو مشرانو سره د هغه لیدنې او د سیمې او ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځونه شامل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې په خپله وینا کې، د امریکا د ولسمشر له‌خوا پر ایران د لګېدلو تورونو په اړه وویل: موږ ترهګر نه یو؛ موږ د ترهګرۍ قربانیان یو.

د ایران ولسمشر وویل، هغه نړیوال مدعیان چې د بشري حقونو ادعا کوي، له یوې خوا خپلواک ملتونه د بې‌ثباتۍ عاملان بولي، په داسې حال کې چې دوی خپله په سیمه کې د ترور، جنایت او د امنیت د له منځه وړلو اصلي امرکوونکي او عاملان دي.

ولسمشر د ایران پر ضد ترسره شویو بریدونو ته په اشاره وویل: زموږ مشر یې پرته له کوم دلیل او ثبوت څخه ترور کړ او په ترسره شویو بریدونو کې ښوونځي، ورزشي مرکزونه، روغتونونه، پوهنتونونه، پلونه او د هېواد زیربناوې په نښه شوې دي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: هغه کسان چې ترهګر دي او ترهګر روزي، موږ ته وايي چې تاسو ترهګر یاست؛ په داسې حال کې چې موږ یوازې له خپل ځان څخه دفاع کوو.

پزشکیان د غزې وضعیت ته په اشارې او په دې سیمه کې د وژل شویو او بې‌ځایه شویو کسانو د شمېر په یادولو سره وویل: په غزه کې له ۸۰ زرو ډېر بې‌ګناه انسانان وژل شوي او له ۱۰۰ زرو ډېر انسانان بې‌ځایه شوي دي.

پزشکیان زیاته کړه: د ایران ځواک د نورو پر وړاندې د تېري لپاره نه دی، بلکې د هېواد د دفاع او د هغه د بقا او پرمختګ د تضمین لپاره دی.

ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې ایران اټومي انرژي د وسلو جوړولو او د نورو د ګواښلو لپاره نه، بلکې د پرمختګ او پراختیا لپاره غواړي.

پزشکیان د هېواد په دفاع کې د خلکو حضور ته په اشاره وویل: خلک زموږ ځواک دي او موږ د خلکو په ځواک ولاړ یو.

ولسمشر ټینګار وکړ: ایران باید دومره ځواکمن وي چې بقا او پرمختګ یې له ګواښ سره مخ نه شي، دومره مسوول وي چې خپل ځواک د نورو د سلطې لپاره ونه کاروي او دومره لرلید ولري چې خپل امنیت د خپلو ګاونډیانو په ناامنۍ کې ونه لټوي.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» نیویارک ته د خپل سفر د پروګرامونو په دوام کې، د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتونیو ګوترش» سره په لیدنه کې د سیمه‌ییزو تحولاتو او اټومي دوسیې په اړه د تهران د دریځونو په تشریح سره، پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو د ایران پر ژمنتیا او د سیاسي لارو له لارې د مسئلو د حل لپاره پر چمتووالي ټینګار وکړ. پزشکیان همداراز د امریکا وروستي بندیزونه او اقدامات د ایران د خلکو پر وړاندې اقدام وباله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات باید پر ملتونو د فشار راوړلو په وسیله بدل نه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو هرکلی وکړ او د خبرو اترو د دوام او سوله‌ییزو حل‌لارو ته د رسېدو لپاره یې د هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې وویل: ستاسو او د ایران غږ د سولې او منځلارۍ غږ و.

*****

د یو بل خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» او د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې سره وکتل او د دوه‌اړخیزو اړیکو د وروستیو تحولاتو، د پخوانیو هوکړو د پلي کېدو بهیر او مهمو سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه یې خبرې وکړې.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د تهران او اسلام‌اباد د اړیکو د بهیر له کتنې او د دواړو هېوادونو د چارواکو د متقابلو سفرونو پر مهال د ترسره شویو همکاریزو سندونو او تفاهمونو له ارزونې وروسته، د دغو هوکړو د تعقیب او اغېزمن پلي کېدو پر دوام ټینګار وکړ.

*****

په ورته وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د سویس له ولسمشر «ګای پارملین» سره وکتل او د وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو او د کړکېچونو د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو میکانیزمونو د پیاوړتیا د اړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر په دې لیدنه کې د وروستیو تحولاتو او پېښو په تشریح سره، د امریکا او صهیونیستي رژیم له‌خوا د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې پوځي اقدامات، چې د هېواد پر زیربناوو برید، د ملکي مرکزونو په نښه کول او د رهبرۍ، چارواکو، قوماندانانو، ساینسپوهانو او ایراني وګړو په نښه کول پکې شامل دي، د نړیوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو، بشري موازینو او له نړیوالو اسنادو او تړونونو څخه د رامنځته شویو ژمنو سره په ټکر کې وبلل.

پزشکیان همداراز په ټینګار سره وویل چې د ایران ملت به د فشار، ګواښ او د زور پر بنسټ د سیاستونو پر وړاندې په مناسبې لارې مقاومت وکړي او زیاته یې کړه چې د اختلافاتو د حل لاره خبرې اترې، ډیپلوماسي او د نړیوالو ژمنو پلي کول دي او د جبري او یو اړخیزو اقداماتو له لارې تلپاتې ثبات او امنیت نه شي رامنځته کېدای.

د سویس ولسمشر ګای پارملین د تهران او برن اړیکې مهمې او تاریخي وبللې او د تماسونو او ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره یې د سویس چمتووالی څرګند کړ.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې د ارمنستان له لومړي وزیر «نیکول پاشینیان» سره په لیدنه کې وویل: د دوه‌اړخیزو هوکړو، په ځانګړي ډول د سیمې د ترانزیټي لارو په موضوع کې، تعقیب د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د سیاستونو په سر کې ځای لري او موږ د دغو هوکړو پر پلي کېدو ټینګار کوو.

پزشکیان په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو هوکړو پر پلي کېدو په ټینګار سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت قطعي سیاست له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د همکاریو پراخول دي.

د ارمنستان لومړي وزیر هم په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د هوکړو د پلي کېدو د چټکتیا په ټینګار سره وویل: دغه هوکړې د سیمې د هېوادونو د پرمختګ او د سولې د رامنځته کېدو لامل کېږي.

*****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: د چین د ولسمشر «شي جین‌پینګ» د مسوولانه دریځ، چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک ته د بېرته ستنېدو او د خبرو اترو او مذاکرې له لارې د اختلافاتو د حل ملاتړ کوي، قدرداني کوم.

پزشکیان ټینګار وکړ، د هېوادونو ملي حاکمیت ته د درناوي، د کړکېچونو د کمولو او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې په اړتیا کې د تهران او بیجینګ ګډ نظر د رغنده همکاریو لپاره مهم بنسټ دی.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: ایران هم د دغه تفاهم‌لیک ته د بېرته ستنېدو، د هوکړه شویو ژمنو د پلي کېدو او د جدي او پایله‌محورو خبرو اترو د دوام لپاره د زمینې برابرولو پر اړتیا ټینګار کوي.

پزشکیان ټینګار وکړ: د هېوادونو ملي حاکمیت ته د درناوي، د کړکېچونو د کمولو او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې په اړتیا کې د تهران او بیجینګ ګډ نظر د رغنده همکاریو لپاره مهم بنسټ دی.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد ته په جلا جلا پیغامونو کې د دغه هېواد د ملي ورځې د رارسېدو په مناسبت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د پاچاهۍ ترمنځ پراخ کلتوري، اقتصادي او سیاسي مشترکات د دواړو مسلمانو ملتونو د دوستۍ پیاوړی ملاتړ دی .

پزشکیان همداراز هیله څرګنده کړه چې د ګډو هڅو او له شته ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په رڼا کې، په سیاسي، اقتصادي او کلتوري ټولو برخو کې د ورورولۍ پر بنسټ د همکاریو د لا پراختیا شاهدان واوسو.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د کلنۍ غونډې په څنډه کې د نړیوال پرمختګ د نوښت په عالي‌رتبه غونډه کې وویل: د نړیوالو همکاریو په مرکز کې د پرمختګ د ځای پر ځای کولو اړتیا هېڅکله د نن ورځې په څېر بېړنۍ او حیاتي نه وه.

هغه زیاته کړه،  د ایران اسلامي جمهوریت لا هم د ملګرو ملتونو منشور، د حاکمیت د برابرۍ، د پرمختګ حق او د واقعي څو اړخیزتوب پر اصولو ژمن دی او ټینګار یې وکړ: پرمختګ باید هېڅکله د جبر، تبعیض، سیاسي اجنډاوو یا یو اړخیزتوب یرغمل نه شي.

****

په ورته وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري کنفرانس کې، د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې د هرمز تنګي د اووه ورځني بېرته پرانیستلو د طرحې په اړه څرګندونې وکړې.

عراقچي زیاته کړه: د اووه ورځني مهلت پيل له هغه وخت څخه کېږي چې امریکا دغه طرحه ومني. که دا کار سبا ترسره شي، د طرحې پلي کېدل به هماغه وخت پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل: که اړین اقدامات ترسره شي، باور لرو چې دغه بهیر په څلورو یا پنځو ورځو کې بشپړولی شو؛ په داسې ډول چې په شپږمه ورځ به د هرمز تنګی پرانیستل شي او په اوومه ورځ به امریکا د وروستۍ هوکړې لپاره حاضر شي.

*****

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون کوونکو، خپلو سیالانو سره د خپلو مشورو په دوام کې، د روسیې له بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» سره په لیدنه کې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورتي او انرژۍ برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو وضعیت او همداراز د نړیوالو سازمانونو په کچه د همغږیو په اړه بحث او ارزونه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د امریکا د تېري کوونکي یو اړخیزتوب پر وړاندې د روسیې د مسوولانه دریځ او پر خپلواکو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره د نړیوالو سازمانونو له ناوړه ګټې اخیستنې سره د دغه هېواد د مخالفت قدرداني وکړه.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لیدنه کې، د امریکا له‌خوا د څو ځله ژمنو ماتولو او د دغه هېواد له‌خوا د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د مفادو د نقض وروسته، د لوېدیځې اسیا د سیمې د تحولاتو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.

****

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» او د عربي ټولنې سرمنشي «نبیل فهمي» د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په لیدنه کې، د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او تعامل د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې لارې به هغه ناسم پوهاوي او اندېښنې له منځه ولاړې شي چې د ایران او عربو د ګډو دښمنانو د تبلیغاتو له امله رامنځته شوې دي.

عراقچي همداراز د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او تعامل د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې لارې به هغه ناسم پوهاوي او اندېښنې له منځه ولاړې شي چې د ایران او عربو د ګډو دښمنانو د تبلیغاتو له امله رامنځته شوې دي.

د عربي ټولنې سرمنشي هم په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې د ټولو سیمه‌ییزو لورو د هڅو او د خبرو اترو او تعامل د پراخېدو له لارې، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا او د همکاریو د زیاتېدو شاهدان واوسو.

******

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب‌آبادي» د ملګرو ملتونو د «د نړیوالو حقوقو دفاع» په عالي‌رتبه غونډه کې په ګډون سره، د مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه د ایران دریځونه تشریح کړل.

هغه وویل:  د نړیوالو قوانینو اعتبار د قانون پر وړاندې د دولتونو په برابرۍ پورې تړلی دی او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت پر دې باور دی چې که نړیوال قوانین رښتیا هم د سولې، عدالت او انساني کرامت ساتونکي وي، نو نه شي کېدای داسې انتخابي قواعد وي چې د ځینو دولتونو په اړه په جدي ډول پلي شي، خو د ځینو نورو په اړه د سیاسي ملاحظاتو او ځواک له امله له پامه وغورځول شي.

****

په ارمنستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «خلیل شیرغلامي» د ارمنستان د نیوز اې‌ام خبري اژانس لپاره په یوه یادښت کې ولیکل: د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، اټومي مسئله پوځي حل‌لاره نه لري؛ حل‌لاره یې خبرې اترې او یوه متوازنه هوکړه ده چې له یوې خوا د ایران د اټومي پروګرام د سوله‌ییز ماهیت په اړه معتبر او د تایید وړ ډاډ رامنځته کړي او له بلې خوا د ایران مشروع حقونه په رسمیت وپېژني.

په ارمنستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د خپل یادښت په دوام کې ولیکل: له اټومي وسلو څخه پاکه نړۍ یوازې یو لرې ارمان نه دی؛ بلکې د انسان د امنیت او ژوند د ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ارادې د سنجولو معیار دی.

****