فارسۍ؛ د تمدن ژبه (۱۲)
فارسي د نړۍ له پخوانیو ژبو څخه یوه ده، د پخوانیو خلکو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او د فارسي ژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی، پیاوړي بډایه ادبیات او ارزښتناکې زېرمې لري
او د ایران د خلکو او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق د ځینو سیمو د خلکو اصلي ژبه ده.
په دې خپرونه کې به ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده سفر کې ملګري شو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د فکر، کلتور، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په پراخه سیمه کې په دې ژبه اوسېدلي، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې راپنځولي دي.
په تېره برخه کې مو د هندواروپايي د سترې کورنۍ له یوې مهمې څانګې سره سفر وکړ؛ هغې څانګې چې له منځه یې لاتیني ژبه رامنځته شوه او وروسته د روم د امپراتورۍ (سترواکۍ) له پراختیا سره د اروپا د یوې لویې برخې په ګډې ژبې بدله شوه.
ومو ولیدل چې د هغې امپراتورۍ له ړنګېدو سره لاتیني ژبه هم په بېلابېلو څانګو ووېشل شوه او ایټالوي، فرانسوي، هسپانوي او پرتګالي ژبې ترې رامنځته شوې.
خو د هندواروپايي کورنۍ کیسه لا هم دوام لري؛ هغه کورنۍ چې هره څانګه یې د بشري تمدن د تاریخ یوه برخه بیانوي.
اوس باید خپل نظر له جنوبي اروپا څخه واړوو او د دې وچې د شمال لورو ته او یخو سیمو ته لاړ شو؛ هلته چې زرګونه کاله وړاندې داسې قومونه اوسېدل چې وروسته یې د اروپا په تاریخ کې ستر رول ولوباوه.
د هغو ډېرو ملتونو چې نن په انګلریزۍ، جرمنۍ ، هالنډۍ، ډنمارکۍ، ناروېژۍ او سویډنۍ ژبو خبرې کوي، ګډه ژبنۍ جرړه ده او ژبپوهان دې ټولګې ته «ژرمني ډله» وايي.
د «ژرمني» اصطلاح د هندواروپايي کورنۍ هغو قومونو ته کارول کېږي چې د اروپا په شمالي برخو کې اوسېدل.
که څه هم دغه قومونه د پېړیو په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې خپاره شول او هر یوه یې خپلواک تاریخ وموند، خو ژبه یې ښيي چې ټول له یوې ګډې ریښې(جرړې) راټوکېدلي دي.
د ژرمني ژبو مطالعه یوازې د څو اروپايي ژبو پېژندنه نه ده؛ بلکې د ملتونو د کډوالۍ، د تمدنونو د بدلون او د نننیو اروپايي هېوادونو د رامنځته کېدو د تاریخ یوه برخه هم ده.
ژرمني ژبې له هماغه پیله یو شان نه وې، بلکې په درېیو سترو څانګو وېشل کېدې؛ ختیځه ژرمني، شمالي ژرمني او لوېدیځه ژرمني.
هرې یوې له دغو څانګو ځانګړی برخلیک درلود. ځینې یې د تاریخ په اوږدو کې له منځه ولاړې او یوازې لږې نښې یې پرېښودې، او ځینې نورې دومره پراخې شوې چې نن په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان په دغو ژبو خبرې کوي.
لومړۍ څانګه ختیځه ژرمني ده؛ هغه څانګه چې تر ټولو مشهور استازی یې «ګوتي »ژبه وه.
«ګوت» قوم له تر ټولو پېژندل شوو ژرمني قومونو څخه ګڼل کېږي.
دغه قوم د تاریخ له لیکل کېدو وړاندې مهال کې د سکاندیناوي ټاپووزمې په جنوبي برخه کې اوسېده.
خو د لرغونو قومونو ژوند تل له ځای پر ځای کېدو او کډوالۍ سره مل و.
ګوتانو هم خپله لومړنۍ سیمه پرېښوده او د دویمې میلادي پېړۍ په منځ کې د «ویستولا »سیند له حوزې څخه د تور سمندرګي د ساحلونو پر لور وخوځېدل.
دا کډوالي یوازې د یوه قوم ځای پر ځای کېدل نه وو؛ بلکې د اروپا په تاریخ کې د یوه نوي پړاو پیل و.
ګوتانو د «ډانیوب» سیند په جنوبي سیمو او د «ډنیپر» سیند په غاړو کې له مېشتېدو وروسته یو حکومت جوړ کړ چې په چټکۍ سره پیاوړی شو.
خو دغه دولت ډېر دوام ونه کړ او په دوو برخو ووېشل شو؛ یوه څانګه چې وروسته د ختیځو ګوتانو په نوم وپېژندل شوه او بله څانګه یې لوېدیځ ګوتان وبلل شوه.
د ګوتانو سیاسي وېش د هغوی پر ژبې هم اغېز وکړ.
هرې ډلې بېله لار ونیوله، که څه هم ژبې یې لا هم له یوې ریښې څخه وې.
له دې سره سره، هغه څه چې موږ نن د ګوتي ژبې په اړه لرو، تر ډېره د یوه مهم کلتوري بدلون له امله دي؛ د سپېڅلي کتاب ژباړه.
د ګوتي ژبې تر ټولو مهم پاتې شوی اثر د انجیل کتاب یوه ژباړه ده چې د «اولفیلاس» په نوم مسیحي پادري( اسقف) او مبلغ ته منسوبه ده.
د دې کتاب اهمیت یوازې په مذهبي اړخ کې نه دی.
دا ژباړه د ژرمني له ژبو څخه یوه ته تر ټولو پخوانی نسبتاً بشپړ متن دی او له همدې امله د ژبپوهانو لپاره بېساری ارزښت لري. که دا اثر پاتې نه وای، د ختیځې ژرمني په اړه زموږ د نننۍ پوهې یوه لویه برخه به هم له منځه تللې وای.
کله ناکله د یوې ژبې برخلیک د یوه کتاب له پاتې کېدو سره تړلی وي؛ او ګوتي ژبه د همدې حقیقت روښانه بېلګه ده.
خو تاریخ تل له یوه قوم سره مهربان نه پاتې کېږي.
ګوتان چې یوه ورځ د اروپا له سترو ځواکونو څخه وو، د وخت په تېرېدو سره له نورو ملتونو سره یوځای شول.
د حکومتونو له منځه تلو او سیاسي بدلونونو سره، ګوتي ژبې هم ورو ورو نویو ژبو ته ځای ورکړ او په پای کې له ورځني ژوند څخه ووتله.
نن هېڅ ټولنه په دې ژبه خبرې نه کوي او له دې ژبې څخه پاتې شوي شیان هماغه لیکنې دي چې څېړونکي یې په ډېر دقت مطالعه کوي، څو د ژرمني ژبو د تېر وخت یوه برخه بېرته جوړه کړي.
دګوتي ژبې برخلیک یو ځل بیا د ژبې د تاریخ له مهمو واقعیتونو څخه یو څرګندوي هغه دا چې د یوې ژبې پاتې کېدل یوازې د هغې د ویونکو په شمېر پورې تړاو نه لري.
کله ناکله هغه ژبه چې یوه ورځ پرې میلیونونو انسانانو خبرې کولې، په بشپړه توګه چوپه شي او یوازې څو خطي نسخې ترې پاتې شي. د دې اپوټه ، بله ژبه چې یو وخت یوازې په یوه کوچنۍ سیمه کې دود وه، د نړۍ له سترو ژبو څخه یوه شي.
ژبې هم د تمدنونو په څېر تل د زېږېدو، ودې، بدلون او کله ناکله د هېرېدو په حال کې وي.
له ختیځې ژرمني وروسته هغې څانګې ته رسېږو چې د ګوتي ژبې په اپوټه نه یوازې له منځه نه لاړه ، بلکې تر نن ورځې ژوندۍ پاتې ده او په شمالي اروپا کې میلیونونه کسان په هغې پورې اړوندو ژبو خبرې کوي.
دا څانګه شمالي ژرمني ده؛ هغه څانګه چې ډنمارکي، سویډني، ناروېژي، ایسلینډي او فاروئي ژبې ترې رامنځته شوې دي او هرې یوې یې د سکاندیناوي کلتوري او ادبیاتو یوه برخه جوړه کړې ده.
خو دا د ژرمني ژبو د کیسې یوازې یوه برخه ده.
لا یوه څانګه پاتې ده چې پر نننۍ نړۍ یې اغېز ښايي تر ټولو زیات وي؛ هغه څانګه چې الماني، هالنډي او انګلیسي ژبې ترې رامنځته شوې دي؛ هغه ژبې چې هرې یوې یې په علم، کلتور، اقتصاد او نړیوالو اړیکو کې ټاکونکی رول درلودلی دی.
شمالي ژرمني هغه څانګه ده چې اصلي ټاټوبی یې د سکاندیناوي ټاپووزمه وه.
د دې سیمې قومونه، که څه هم په هغو سړو او د هغه وخت د تمدن له مرکزونو څخه په لرې سیمو کې اوسېدل، خو د پېړیو په اوږدو کې یې خپله ژبه وساتله او ورو ورو له هغې څخه داسې ژبې رامنځته شوې چې نن د ډنمارک، سویډن، ناروې، ایسلنډ او فارو ټاپوګانو په هېوادونو کې دود دي.
هغه څه چې دغه ژبې یو بل ته نږدې کوي، د هغوی ګډ تېر تاریخ دی.
که څه هم هرې یوې د وخت په تېرېدو خپلې ځانګړتیاوې پیدا کړې دي، خو لا هم د دوی ترمنځ ډېرې ورته والی لیدل کېږي؛ داسې ورته والی چې ژبپوهان یې د هغوی ګډې جرړې ته رسوي.
له دې سره سره، هغه څانګه چې د اوسمهاله نړۍ پر برخلیک یې تر بلې هرې څانګې ډېر اغېز کړی، لوېدیځه ژرمني ده، ځکه له هغې څخه داسې ژبې رامنځته شوې چې وروسته یې د نړۍ په سیاست، کلتور، صنعت، علم او ادبیاتو کې اساسي رول ولوباوه.
له دغو ژبو څخه درې تر نورو ډېرې پېژندل شوې دي: الماني، هالنډي او انګریزۍ .
جرمني یعني المانۍ ژبه د تاریخ په اوږدو کې د مرکزي اروپا د یوې لویې برخې ژبه وه. دغه ژبه، سره له دې چې سیمهییزې لهجې یې بېلابېلې وې، ورو ورو خپله ادبي او معیاري بڼه پیدا کړه او د اروپا له مهمو علمي او کلتوري ژبو څخه شوه.
د نړۍ ډېر فلسفي، ادبي او علمي اثار لومړی ځل په جرمني ژبه لیکل شوي دي او همدې چارې دې ژبې ته ځانګړی ځای ورکړی دی.
ورسره جوخت، هالنډۍ ژبه هم له همدې څانګې څخه راټوکېدلې ده.
که څه هم جغرافیایي پراخوالی یې له جرمنۍ ژبې کم دی، خو په هالنډ او د بیلجیم هیوادونو کې په ځینو برخو کې د ملي ژبې مقام لري او د سمندري سفرونو او سوداګرۍ د پراختیا په پایله کې لرې سیمو ته هم رسېدلې ده.
وروسته د همدې ژبې یوې بڼې په جنوبي افریقا کې د خپلواک بدلون لاره ونیوله او «افریکانس« ژبه یې رامنځته کړه.
خو د ټولو ژرمني ژبو ترمنځ، بې له شکه هېڅ یوې د انګریزۍ ژبې په اندازه پر نننۍ نړۍ اغېز نه دی کړی.
کېدای شي که ۱۵۰۰ کاله وړاندې چا د بریتانیا ټاپوګانو ته سفر کړی وای، هېڅکله به یې دا تصور نه وای کړی چې په دې ټاپو کې د مېشتو ژرمني قومونو ژبه به یوه ورځ د نړۍ د خلکو د یوې لویې برخې په ګډه ژبه بدله شي.
په هغه وخت کې انګریزۍ ژبه یوازې په یوه کوچنۍ سیمه کې دود وه او د اروپا له څو ژبو څخه ګڼل کېده، خو تاریخ د هغې لپاره بله لاره وټاکله.
د انګریزۍ ژبې پراختیا یوازې د یوې ژبې د طبیعي بدلون پایله نه وه؛ بلکې تر ډېره د انګلستان له سیاسي او اقتصادي ځواک سره تړلې وه.
کله چې انګلستان د نړۍ له سترو سمندري ځواکونو څخه شو او په اسیا، افریقا، امریکا او اوقیانوسیه کې یې ډېرې مستعمرې ترلاسه کړې، انګریزۍ ژبه هم له کشتیو(سمندري بیړیو)، سوداګرو، کډوالو او حکومتي کارکوونکو سره بېلابېلو سیمو ته ورسېده.
په دې توګه، هغه ژبه چې یو وخت یوازې د بریتانیا په ټاپو کې اورېدل کېده، ورو ورو یې په نورو وچو کې هم خپل ځای پیدا کړ.
نن د شمالي امریکا لویه برخه، یعنې متحده ایالات او کاناډا، انګریزۍ ژبه کاروي. همدارنګه دا ژبه د اسټرالیا او نیوزیلنډ رسمي ژبه ده او په جنوبي افریقا او د هند په نیمه وچه(برصغیرهند) کې هم د اداري او ارتباطي چارو لپاره مهم رول لري.
سربېره پر دې، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې میلیونونه کسان انګریزۍ د دویمې ژبې یا نړیوالې ژبې په توګه زده کوي.
البته په بریتانیا کې د دودې انګریزۍ ژبې او هغو بڼو ترمنځ چې په امریکا، کاناډا یا اسټرالیا کې کارول کېږي، په تلفظ، لغتونو او حتی د ژبې په ځینو جوړښتونو کې توپیرونه رامنځته شوي دي.
په دې توګه، د ژرمني څانګو په منځ کې زموږ سفر هم پای ته رسېږي. خو د هندواروپايي ستره کورنۍ لا هم نورې مهمې څانګې لري؛ هغه څانګې چې که څه هم د ژرمني ژبو په اندازه نه دي پېژندل شوې، خو د ژبو د تاریخ د پېژندلو لپاره ډېر اهمیت لري.