د حکایتونو کاروان /۱۲
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179814-د_حکایتونو_کاروان_۱۲
 کله ناکله د ژوند تر ټولو ژور حقیقتونه په ډېرو ساده کیسو کې پټ وي؛ داسې کیسې چې د ظاهري پېښو تر شا د انسان د روح، آزادۍ او حقیقت رازونه راسپړي.
(last modified 2026-10-12T05:15:36+00:00 )
Oct 12, 2026 09:40 Asia/Kabul
  • د حکایتونو کاروان /۱۲

 کله ناکله د ژوند تر ټولو ژور حقیقتونه په ډېرو ساده کیسو کې پټ وي؛ داسې کیسې چې د ظاهري پېښو تر شا د انسان د روح، آزادۍ او حقیقت رازونه راسپړي.

نن د حکایتونو کاروان لړۍ په ۱۲ مطلب  کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي له ارزښتناک اثر «مثنوي معنوي» څخه د «طوطي او سوداګر» په زړه‌پورې حکایت درته وړاندې کوو؛ هغه کیسه چې موږ ته راښيي، کله ناکله چوپتیا تر زرګونو خبرو ژوره وي او رښتینې آزادي هغه مهال پیلېږي چې انسان د ځان‌ښودنې او د نورو د ستاینې له بندونو ځان خلاص کړي.

مثنوي معنوي» د ستر عارف او تکړه ایراني شاعر مولانا جلال‌الدین محمد بلخي ۶۰۴–۶۷۲ هـ.ق اثر دی.

دا ارزښتناک کتاب د الهي او عرفاني معارفو یو ستر سمندر دی او مولانا په دې اثر کې ډېری کیسې د تمثیل په بڼه بیان کړې دي.

د «طوطي او سوداګر» کیسه هم له همدې کیسو څخه ده؛ د هغو انسانانو کیسه چې د رښتینې آزادۍ په لټه کې دي.

******

یو وخت یو سوداګر، یوه خبرې کوونکې طوطي درلوده.

دې طوطي به هره ورځ نوې او په زړه پورې خبرې کولې او په خپلو خبرو به یې سوداګر بوخت او خوشحال ساته. له همدې امله سوداګر هم له طوطي سره ځانګړې مینه پیدا کړې وه.

یوه ورځ سوداګر پرېکړه وکړه چې د سوداګرۍ لپاره هند ته ولاړ شي. کله چې یې د سفر تیاری نیوه، د کور له خلکو، خپلو غلامانو او وینځې څخه یې وپوښتل:

— له هند څخه درته څه سوغات راوړم؟

هر یوه خپله غوښتنه وکړه. یوه د کشمیري شال غوښتنه وکړه، بل طاووس وغوښت، بل د عاج ږمنځ، بل د بورې لوښی او بل معجون او درمل وغوښتل. نورو هم خپلې غوښتنې وړاندې کولې؛ هل، دارچیني، زنجبیل، مرچ او نور توکي.

سوداګر د ټولو غوښتنې ولیکلې.

وروسته د خدای پامانۍ لپاره د خپلې طوطۍ خواته ولاړ او پوښتنه یې ترې وکړه:

— زما خوږې خبرې کوونکې طوطۍ!

ته له هند څخه څه غواړې؟

طوطۍ وویل:

— زه ستاسو روغتیا او سلامتۍ غواړم او هېڅ سوغات یا ډالۍ نه غواړم. خو اورېدلي مې دي چې په هند کې ډېر طوطيان شته. زما هیله دا ده چې کله هند ته ورسېږئ، د هغو شنو او ښایسته ځنګلونو او ښکلو هندي طوطیانو لیدو ته ولاړ شئ، نو زما سلامونه ورته ورسوئ.

همدارنګه، هغوی ته زما د حال او ورځني ژوند په اړه هم ووایئ. ورته ووایئ چې زه ستاسو د لیدو لېواله یم، خو له بده مرغه د قسمت له لاسه په پنجره کې بند یم.

ورته ووایئ: «زما طوطي تاسو ته سلامونه درلېږي او له تاسو څخه د مرستې او لارښوونې غوښتنه کوي. ورته ووایئ: آیا دا سمه ده چې زه ستاسو د لیدو دومره لېواله یم، خو په دې تنګه پنجره کې د بېلتون او یوازیتوب له درده مړ شم؟ آیا دا روا ده چې زه په پنجره کې بند یم او تاسو په باغونو او شنو فضاوو کې په آزادۍ الوتنې کوئ؟

ای ملګرو! د دې دردمنې او کړېدلې مرغۍ یاد هم وکړئ.»

همدا پیغام ورته ورسوئ او ځواب یې بېرته راوړئ؛ نور هېڅ نه غواړم.

سوداګر د طوطۍ غوښتنه ومنله، پیغام یې ولیکه او ژمنه یې وکړه چې د هغې پیغام به هندي طوطیانو ته ورسوي او ځواب به یې هم بېرته راوړي.

کله چې سوداګر هند ته ورسېد، یوه ورځ پر آس سپور شو او د چکر لپاره ځنګل ته ولاړ. هلته یې څو ښکلي رنګین او خوږغږي طوطيان ولیدل چې په شنو بوټو او د ونو پر څانګو یې په خوښۍ الوتنې کولې.

سوداګر ته د خپلې طوطۍ پیغام ور په یاد شو. آس یې ودراوه، طوطيان یې راوبلل، پیغام یې ورته ورساوه او ویې پوښتل:

— خپلې طوطۍ ته څه ځواب ورکړم؟

د سوداګر خبره لا پای ته نه وه رسولې چې یو طوطي ولړزېده، له ونې څخه ځمکې ته راولوېده او بې‌هوښه شوه. نورو طوطیانو هم چوپتیا غوره کړه او هېڅ ځواب یې ورنه کړ!

سوداګر حیران شو. غوښتل یې له هغوی څخه یو ځواب ترلاسه کړي، نو بیا یې وویل:

— ای طوطیانو! زما طوطي هم ستاسو له ډلې ده او ستاسو ځواب ته په تمه ده. د هغې پیغام ته ځواب ورکړئ.

دا ځل بل طوطي ولړزېده، له ونې څخه راولوېده او پاتې طوطیانو چوپتیا غوره کړه او هېڅ یې ونه ویل.

سوداګر له خپل کاره پښېمانه شو، په زړه کې یې ځان ملامت کړ او ویې ویل:

«عجیبه کار مې وکړ!

ما د خپل طوطي د غم کیسه ورته وکړه او د دې طوطیانو د مړینې لامل شوم.

زه خو نه پوهېدم!  کېدای شي دا طوطيان زما له طوطۍ سره خپلوي ولري. ښايي د هغې د یاد او بېلتون له امله بې‌هوښه شوي وي او د هغې د غم له کبله یې خبرې هم هېرې کړې وي.»

هو، ملګرو! خو کار له کاره تېر شوی و. سوداګر اړ شو چې په ډېرې خواشینۍ له هغه ځایه بېرته راستون شي.

سوداګر په هند کې خپله سوداګري او پېر او پلور پای ته ورساوه او له ډېرې ګټې او هغو سوغاتونو سره چې اخیستي یې وو، خپل ښار او ټاټوبي ته راستون شو.

سوغاتونه یې خپلو خپلوانو او د کورنۍ غړو ته ووېشل، بیا د خپلې طوطۍ لیدو ته ورغی.

طوطۍ ورته وویل:

— ګرانه ملګريه! ټولو ته دې سوغاتونه راوړل؛ خو هغه ښه خبر چې ماته دې د راوړلو ژمنه کړې وه، چېرته دی؟ له طوطیانو سره دې څه وویل او هغوی څه ځواب درکړ؟

سوداګر وویل:

— ګراني طوطۍ!

ما ستا پیغام ورساوه، خو له خپل کاره پښېمانه شوم. که پوهېدای چې پایله به یې داسې وي، ستا پیغام مې نه ورساوه؛ ځکه زما خبرو هغوی غمجن کړل او هېڅ ځواب یې رانه کړ.

طوطۍ وویل:

— څه؟ هغوی هېڅ ځواب درنه کړ؟ زه طوطيان پېژنم؛ ناشونې ده چې هغوی ځواب ورنه کړي. طوطيان تر انسانانو پاک‌زړي او وفادار دي. که تا زما پیغام ور رسولی وي، نو خامخا یې ځواب درکړی دی.

سوداګر وویل:

— همداسې ده لکه څنګه چې مې درته وویل. اوس ښه ده چې له دې موضوع تېر شو. پر ځای یې هر څه چې دې زړه غواړي، درته برابروم.

طوطۍ وویل:

— زه له تاسو څخه هېڅ نه غواړم؛ یوازې غواړم پوه شم چې کله طوطیانو زما پیغام واورېد، څه یې وویل او څه یې وکړل؟

سوداګر وویل:

— چې دومره ټینګار کوې، نو پوه شه چې طوطیانو هېڅ خبره ونه کړه. خو کله چې مې ستا پیغام ورساوه، ستا شکایتونه مې ورته بیان کړل او ستا شعر مې ورته ولوست، د هند د طوطیانو له ډلې د یوې طوطۍ حالت بدل شو. له ډېر غمه ولړزېده او له څانګې څخه ځمکې ته راولوېده. نورو هم هېڅ ونه ویل.

زه اړ شوم چې خپلې خبرې بیا تکرار کړم او ځواب مې ترې وغوښت. دا ځل هم بل طوطي بې‌هوښه شوه او ځمکې ته راولوېده. کله چې مې ولیدل ځواب نه راکوي، له خپل کاره پښېمانه شوم. له ځان سره مې وویل چې د دوو طوطیانو د مړینې لامل شوم. بیا مې ستا خبرې تکرار نه کړې او په خواشینۍ له ځنګله ووتم.

کله چې د سوداګر خبرې پای ته ورسېدې، طوطۍ د خپلو هم ‌ډولو طوطیانو پیغام درک کړ او پوه شوه چې څه باید وکړي. ناڅاپه یې چیغه کړه، ولړزېده، بې‌هوښه شوه او په پنجره کې راولوېده.

سوداګر د دې صحنې په لیدو حیران شو. نه پوهېده چې څه پېښ شوي دي. هر څومره یې چې طوطي راوغوښته، هېڅ غږ یې ترې وانه‌ورېد. خپه شو، ورغی او د پنجرې دروازه یې پرانیسته. طوطي یې وخوځوله او ویې لیدل چې د ژوند هېڅ نښه پکې نشته. پوه شو چې طوطي مړه شوې ده او نور به یې غږ وانه‌وري. د طوطۍ له پښو یې بند خلاص کړ او پر واښو یې وغورځوله.

طوطۍ چې ځان له پنجرې آزاد ولید، سمدستي یې وزرونه وخوځول، والوتله او د یوې ونې پر څانګه کښېناسته.

سوداګر د دې حالت په لیدو حیران شو. سر یې پورته کړ او له طوطۍ یې وپوښتل:

— دا څه حال دی چې زه یې وینم؟ ولې داسې وشول؟ اوس چې د ونې پر سر یې او هر وخت چې وغواړې، الوتنه کولای شې، باید پوه شم چې دا چل دې له کومه زده کړ؟ ما خو ستا پیغام درته ورساوه؛ نو ته هم باید رښتیا راته ووایې.

طوطۍ وویل:

— هو! تاسو انسانان له نصیحت څخه پند نه اخلئ. له هغو ډېرو خبرو چې اورئ او په کتابونو کې یې لولئ، ګټه ترې نه پورته کوئ. خو موږ طوطيان د عمل په ژبه تر خبرو ښه پوهېږو او له عمله پند اخلو.

څرنګه چې تاسو ښه انسان یاست، زما پیغام مو په سمه توګه ورساوه او ځواب مو هم راته په سمه توګه راوړ، نو زه به هم درته رښتیا ووایم.

ما په خپل پیغام کې د خپل حالت او کړاوونو یادونه کړې وه او له هندي طوطیانو څخه مې د خلاصون د لارې پوښتنه کړې وه. هغوی هم په عمل کې راته درس راکړ.

لومړی، ټولو چوپتیا غوره کړه او په دې توګه یې راته وښوده چې زما د بندي کېدو لامل زما خوږې خبرې دي او د خلاصون لاره په چوپتیا کې ده.

دویم، له طوطیانو څخه یوه یا دوو بې‌هوښه کېدو او ځمکې ته لوېدو هم ماته ځواب او عملي درس راکړ. هغوی راته وویل:

«تر هغه چې ته د دانې په څېر یې، مرغۍ دې خوري؛ او تر هغه چې ښکار یې، ښکاریان به دې د نیولو هڅه کوي. اوس چې نه منګولې لرې او نه غاښونه، او په پنجره کې بند یې، باید بې‌ګټې، پر ځمکه پریوزې، بې ‌ژبې، بې‌هوښه او بې ‌وسه واوسې، څو نور له تا څخه تمه پرې کړي او خوشې دې کړي؛ هغه وخت به آزاد شې.»

طاووس د خپل ښکلا له امله بندي دی او طوطي د خپلو خوږو خبرو له امله. ښکلا او خوږې خبرې زما د ژوند د کړاو لامل شوې وې. هندي طوطیانو راته وویل:

«باید چوپ شې او هېڅ حرکت ونکړې، څو بیا ژوندی او آزاد شې.»

طوطۍ د ونې له سر څخه سوداګر ته نصیحت وکړ، خدای پاماني یې ورسره وکړه او والوتله.

سوداګر ورته وویل:

— ولاړه شه! خدای دې مل شه. تا ماته د حقیقت لاره وښوده.

هو، د «طوطي او سوداګر» کیسه یوه له رازونو ډکه عرفاني کیسه ده.

په دې حکایت کې په پنجره کې بندي طوطي د هغه سالک او حقیقت‌غوښتونکي انسان تمثیل دی چې غواړي د خپل بدن له پنجرې څخه آزاد شي او رښتینې آزادۍ ته ورسېږي.

تر هغه چې طوطي د نورو د ستاینې په لټه کې وو او په خوږو خبرو یې غوښتل ځان نورو ته وښيي، آزادۍ ته ونه رسېده. دا ټکی راښيي چې روح هم، د دې مادي نړۍ له سختیو او پردېسۍ څخه د خلاصون لپاره، باید چوپتیا او لږې خبرې کول تجربه کړي.

ناخبره انسانان د ډېرو خبرو په کولو سره، په حقیقت کې، خپل ځانونه په بند کې اچوي. په داسې حال کې چې چوپتیا، مراقبه، ځان‌ښودنه او د شهرت‌غوښتنې پرېښودل د دې لامل کېږي چې خدای د داسې انسان پېرودونکی شي او هغه ته ځانګړي معنوي کمالونه او فضیلتونه ور وبښي.