د حکایتونو کاروان / ۱۹
د حکایتونو کاروان لړۍ، پرلپسې ۱۹م حکایت کې به دا ځل د یوه داسې حکایت پر لور درسره ولاړ شو، چې د هوښیارۍ، بښنې او د انسان د برخلیک په اړه د فکر نوې کړکۍ پرانیزي.
راځئ، د تاریخ په زړه پورې کیسه واورو او ووینو چې کله ناکله یوه شېبه هوښیاري څنګه د انسانانو ژوند بدلولای شي.
نن د ایران د ستر شاعر مولانا د «مثنوي معنوي» له کتاب څخه درته «ژغورونکې ږیرې» په نوم کیسه لرو.
تاسې پوهیږئ، چې مولانا جلالالدین محمد بلخي، چې په مولوي مشهور دی، د اوومې هجري پېړۍ ستر شاعر و. هغه په ۶۰۴ هجري قمري کال کې په بلخ کې زېږېدلی و. پلار یې بهاءالدین د خپل وخت له سترو عالمانو او صوفیانو څخه و. د هغه او سلطان محمد خوارزمشاه ترمنځ د خپګان او اختلاف له رامنځته کېدو او ورپسې د مغولو د برید له امله، بهاءالدین له بلخ څخه ووت.
تر یوې مودې سفر او ګرځېدو وروسته قونیې ته ورسېد.
مولانا د خپل پلار تر مړینې وروسته د برهانالدین محقق ترمذي تر روزنې او ښوونې لاندې ونیول شو.
له شمس تبریزي سره د هغه لیدنې په ۶۴۲ هجري قمري کال کې په مولانا کې ژور بدلون رامنځته کړ؛ داسې بدلون چې له امله یې د تدریس او فتوا ورکولو څوکۍ پرېښوده او د نفس د څارنې او د خپل باطن د پاکولو په لټه کې شو.
مولانا په ۶۷۲ هجري قمري کال کې په قونیې کې وفات شو. د هغه له اثارو څخه مثنوي، دیوان غزلیات یا کلیات شمس، رباعیات، مکتوبات، فیه ما فیه او مجالس سبعه یادولای شو.
نو نور ستاسې او هغه کیسه چې ډېره په زړه پورې او له پند ډکه ده، ترمنځ واټن نه رامنځته کوو او ورځو مستقیماٌ کیسې ته!
***
ویل کېږي چې د ایران ځینو پاچاهانو به د شپې له خوا بدل کالي اغوستل او په ناپېژندل شوي ډول به د خلکو په منځ کې ګرځېدل. هغوی به ځانونه د دروېشانو، سوالګرو او د شپې د کارګرانو په څېر جوړول او له خپلو ملګرو څخه به له یوه تن سره په ښار کې ګرځېدل، څو د خلکو له حال او ورځني ژوند څخه خبر شي.
هغوی به په بازارونو کې ګرځېدل، جوماتونو ته به تلل، د خلکو د غم او خوښۍ مجلسونو ته به ورتګ سره به یې کتل چې خلک څه کوي او څه وايي.
شاه عباس د ایران له هغو پاچاهانو څخه و چې دا کار یې ډېر کاوه.
سلطان محمود غزنوي هم له هغو پاچاهانو څخه و چې دا ډول شپني ګرځېدل یې خوښول. یوه شپه سلطان محمود د یوه کارګر کالي واغوستل او یوازې د غزني ښار په کوڅو کې د شپې ګرځېدو ته ووت.
ژمی و او ښار تش و.
په کوڅو کې به کله ناکله یو سپی، سوالګر یا لاروی تر سترګو کېده .
پاچا فکر کاوه چې د ښار بېلابېلو برخو ته ورشي او وګوري چې آیا ساتونکي پر خپلو دندو ولاړ دي، که د یخنۍ له امله کوم ګوټ ته تللي او تر تاوده کټ یا بخارۍ لاندې ناست دي.
سلطان محمود یوه میدان ته ورسېد. هلته یې ولیدل چې پنځه کسان په یوه ګوټ کې ولاړ دي او په ورو غږ خبرې کوي. کله چې محمود غوښتل له هغوی څخه تېر شي، مخه یې ونیوله او ورته ویې ویل:
— لږ صبر وکړه، وګورو چې څوک یې او چېرته روان یې؟
محمود وویل:
— هېڅ، زه هم ستاسو په څېر یو انسان یم او ستاسو په څېر په کوڅه کې ګرځم. زما او ستاسو ترمنځ توپیر دا دی چې زه ستاسو په کارونو کې لاسوهنه نه کوم، خو تاسو بې له کوم دلیله له ما پوښتنې کوئ.
له هغو کسانو څخه یوه وویل:
— ښه ده، موږ د ډېرو خبرو وخت نه لرو. په جیبونو کې دې څومره پیسې دي؟
سلطان محمود وخندل او ویې ویل:
— که مې په جیبونو کې پیسې درلودای، نو په کوم ګوټ کې به مې ځان ارام کړی و او ویده شوی به وم. زه خو په دې فکر کې یم چې پیسې چېرته پیدا کړم!
هغوی وویل:
— عجیبه ده! داسې ښکاري چې ته هم زموږ په څېر یې. اوس چې خبره داسې ده، که لږ ځیرک او چالاک یې، کولای شې له موږ سره ملګری شې. موږ همدا فکر کوو چې پیسې له کومه کړو.
پوهېږې؟
موږ بېکاره یو او د ډوډۍ پیدا کولو وسیله نه لرو. زموږ کار د شپې ګرځېدل دي. نن شپه هم غواړو غلا ته ولاړ شو او د دې کار لپاره مو پلان جوړاوه.
خو دا کار ډېر ستونزمن دی. باید له دېواله پورته شې، هره دروازه په یوه چل او تخنیک پرانیزې، بېغږه واوسې او د تېښتې لپاره چمتو اوسې. د کور خاوند له خوبه راپاڅېدای شي، پولیس دررسېدای شي؛ خطرونه او ستونزې لري. په لنډه توګه، ډېر مهارت غواړي. ته دا کار کولی شې؟
سلطان محمود چې تر دې مخکې له داسې خلکو سره نه و مخ شوی، زړه یې وغوښتل چې له هغوی سره ملګری شي او د کار له رازونو یې خبر شي. نو ځواب یې ورکړ:
— تر اوسه مې غلا نه ده کړې، خو که غواړئ، له تاسو سره درځم.
غلو وویل:
— نه، اوس چې زموږ له کاره خبر شوې، باید له موږ سره ولاړ شې. خو ته کوم کار زده لرې؟ څه مهارت لرې؟
محمود وویل:
— تاسو کوم ځانګړی کارګر غواړئ؟ له دېواله پورته کېدل او غلا کول خو دومره تخصص نه غواړي!
غلو وخندل او ویې ویل:
— کار دومره هم ساده نه دی. زموږ هر یو ځانګړی مهارت لري.
محمود وپوښتل:
— د بېلګې په توګه، کوم مهارتونه؟
له غلو څخه یوه وویل:
— زما مهارت زما په غوږونو کې دی. کله چې سپی وغاپېږي، پوهېږم چې څه وايي. زه د هغه سپي غپا پېژنم چې د غل د راتګ خبر ورکوي، او له هغه سپي سره یې توپیر کولای شم چې د لوږې له امله غاپي.
دویم غل وویل:
— زما مهارت زما په سترګو کې دی؛ زه ډېر تېز نظر لرم.
درېیم غل وویل:
— زما ځواک زما په مټو کې دی. زه په دېوالونو کې سوري جوړوم او دروازې له خپلو چوکاټونو راباسم، داسې چې هېڅ غږ ترې پورته نه شي.
څلورم غل وویل:
— زما ځانګړنه زما په پوزه کې ده. زه خاوره بویوم او پوهېږم چې دا د زرګر دوکان دی که د پالان ګنډونکي دوکان.
پنځم غل وویل:
— زما مهارت زما په لاسونو کې دی. زه د رسۍ چنګک په ښه توګه غورځوم او په یوه کلک ځای کې یې نښلوم، څو نور کسان هم پرې پورته شي.
سلطان محمود فکر وکړ چې څه ووایي. بیا یې وویل:
— زما کار ستاسو تر کارونو مهم دی. ستاسو مهارتونه تر هغه وخته ګټه لري چې نیول شوي نه یاست. خو کله چې د پولیسو یا د کور د خاوند لاس ته ورشئ، بیا هېڅ کار نه شئ کولای. خو زه کولای شم د خپلې ږیرې په خوځولو تاسو وژغورم. که یو مجرم د جلاد په لاس کې هم بند وي او زه خپله ږیره وخوځوم، سمدستي به آزاد شي.
غلو وویل:
— احسنت! ستا مهارت زموږ تر ټولو لوړ دی. ته به زموږ د ډلې مشر یې.
هغوی له محمود سره د غلا لپاره روان شول. یوه لوړ دېوال ته ورسېدل چې له هغې خوا یې د ونو څانګې ښکارېدې.
هغه غل چې د بویولو ښه حس یې درلود، خپله پوزه یې خاورې ته نږدې کړه، بوی یې کړ او ویې ویل:
— ښه ځای ته راغلي یو! دلته د ګاڼو بوی راځي.
هغه غل چې په لاسونو کې یې مهارت درلود، رسۍ یې د دېوال پر سر کلکه وتړله، څو ټول ترې واوښتل.
بیا هغه غل چې ډېر زورور و، د ځمکې په کیندلو یې پیل وکړ، تر دې چې ګاڼو ته ورسېدل. هغوی خوشحاله شول او هر څومره سره زر، سپین زر او ګاڼې یې چې اخیستلای شوې، له ځان سره یې واخیستې. په چوپتیا کې له باغ څخه ووتل.
هغوی ګاڼې د ښار ترڅنګ په یوه ویجاړ ځای کې تر خاورې لاندې پټې کړې. څرنګه چې سهار ته نږدې شوی و، نو ویې ویل:
— اوس راځئ چې هر یو خپل لوري ته ولاړ شو. سبا شپه به په فرصت سره راشو او مال به سره ووېشو.
سلطان محمود چې د هغوی د کار له ټولو رازونو خبر شوی و، له هغوی جلا شو او خپل ماڼۍ ته راستون شو.
بله ورځ یې د غلا کیسه خپل وزیر ته وکړه. څو تنه مامورین یې ولېږل. هغوی غلا شوي مالونه چې د خزانې اړوند وو، بېرته ترلاسه کړل، غله یې ونیول او په تړلو لاسونو یې د عدالت محکمې ته راوستل.
غله وېرېدلي او رپېدلي د مجرمانو په کتار کې ولاړ وو. قاضي د هر یوه جرم په وار سره بیان کړ او ویې ویل:
— خلک د دې شپنیو غلو له لاسه آرام نه لري. اوس د دې لپاره چې نور خلک ترې عبرت واخلي، امر کوم چې د دوی حساب هم تصفیه شي. جلاد راوغواړئ!
لا جلاد نه و راغلی چې سلطان محمود په رسمي جامو کې خپلې څوکۍ ته راننوت.
په دې وخت کې هغه غل چې تېز نظر یې درلود، خپلو ملګرو ته وویل:
— دا هماغه سړی دی چې د کارګرانو په جامو کې یې ځان موږ ته نږدې کړی و.
هماغه مهال جلاد هم حاضر شو.
قاضي له غلو وپوښتل:
— آیا پر خپلو جرمونو اعتراف کوئ؟
غلو وویل:
— هو، موږ اعتراف کوو؛ خو که غواړئ عدالت پلی شي، باید موږ ټول یوځای مجازات کړئ. موږ تېره شپه شپږ کسان وو، خو اوس پنځه تنه یو.
قاضي وویل:
— هغه شپږم کس هم را وپېژنئ!
هغوی وویل:
— لږ صبر وکړئ. زموږ هر یوه ځانګړی مهارت درلود او ټولو خپل مهارتونه وښودل. اوس په تمه یو چې شپږم کس هم خپل مهارت وښيي.
قاضي وویل:
— یوازې پاچا کولای شي تاسو وژغوري؛ که نه، جلاد به مو سرونه له تنو جلا کړي.
سلطان محمود پر شونډو موسکا لرله. غلو جرئت نه درلود چې هغه راز په خوله راوړي چې پرې پوه شوي وو. بالاخره له پنځو غلو څخه یوه په لوړ غږ دا شعر ولوست:
موږ ټولو خپل کارونه ترسره کړل، اې ستر پاچا! اوس خپله ږیره وخوځوه!
سلطان محمود د دې خبرې په اورېدو وخندل او امر یې وکړ چې، څرنګه چې دا د دوی لومړی ځل دی چې غلا یې کړې او غلا شوی مال هم بېرته ترلاسه شوی، نو ودې بخښل شي او له غلا کولو دې توبه وباسي.
هغه امر وکړ چې دا پنځه کسان دې د خپلو مهارتونو له مخې د حکومت په اداره کې پر بېلابېلو دندو وګومارل شي.
بیا یې هغوی ته وویل:
— ما یو ځل د بخښنې ژمنه وکړه او مې بخښلئ، خو له دې وروسته به د هر جرم لپاره سزا ټاکل کېږي.