افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ
په دې مطلب کې به د افغانستان د سرپرست حکومت او د اسلامي همکاریو سازمان د اړیکو، د کابل او مسکو د امنیتي اړیکو، د هند او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو په اړه مهم خبرونه درته وړاندې کوو. همدارنګه به د پاکستان د سیمهییزې ډیپلوماسۍ، د فلسطین د خلکو د حقونو، د افغانستان او پاکستان د پولې د نښتو، په پېښور کې د ښوونځي د چت د نړېدو او د پاکستان او هند ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو په اړه درسره معلومات شریک کړو.
په دې مطلب کې به د افغانستان د سرپرست حکومت او د اسلامي همکاریو سازمان د اړیکو، د کابل او مسکو د امنیتي اړیکو، د هند او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو په اړه مهم خبرونه درته وړاندې کوو.
همدارنګه به د پاکستان د سیمهییزې ډیپلوماسۍ، د فلسطین د خلکو د حقونو، د افغانستان او پاکستان د پولې د نښتو، په پېښور کې د ښوونځي د چت د نړېدو او د پاکستان او هند ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو په اړه درسره معلومات شریک کړو.
***
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي له مرستیال، طارق علي بخیت، سره په کتنه کې د دغه سازمان له افغانستان سره د اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ د نویو فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
امیرخان متقي په دې کتنه کې د دغه سازمان په راتلونکي لیدلوري کې د افغانستان د ځای او له کابل سره د رغنده تعامل د اړتیا په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې وضعیت او همدارنګه په سیمهییزه او نړیواله کچه سیاسي او اقتصادي بدلونونه وڅېړل شول.
دواړو لورو په پای کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د نویو لارو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
*****
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر، سرګي ناریشکین، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د استخباراتو له مشر، عبدالحق وثیق، سره ولیدل.
کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې تر اوسه روسي او افغان چارواکو د دغه سفر د بحثونو د اصلي موضوعاتو او موخو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
****
په مسکو کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر، ګلحسن حسن، د پاکستان په خاوره کې د داعش د فعالیتونو او له دغه ډلې څخه د ملاتړ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان سفیر د افغانستان او منځنۍ آسیا د امنیت په اړه په یوه سیمهییز کنفرانس کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او له داعش ډلې څخه د ملاتړ په اړه اندېښنه وښوده.
په مسکو کې د افغانستان د سفارت د اعلامیې له مخې، ګلحسن په دې غونډه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، د داعش او نورو ورانکاره ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او د پولو د امنیت د ټینګښت په برخو کې د کابل د حکومت اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د افغانستان سرپرست حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
ګلحسن همدارنګه د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ پر پیاوړتیا، د پولو د ساتنې لپاره د ګډو هڅو پر رسمي کولو او د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، هم د مسکو د غونډې په ترڅ کې د داعش پر وړاندې د افغانستان د سرپرست حکومت د اقداماتو ستاینه کړې وه.
هغه ویلي وو، چې د ترهګرۍ او د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د کابل بریاوې تر ډېره د روسیې او افغانستان ترمنځ له تخنیکي او پوځي همکاریو سره تړاو لري.
****
د افغانستان د اوو ولایتونو والیانو په کابل کې په یوه غونډه کې امنیتي مسایل، د پولو مدیریت، کانونه، د کارموندنې موضوعات او خدمات وڅېړل.
د افغانستان د اوو ولایتونو د والیانو د همغږۍ دورهییزه غونډه د کابل ولایت د والي دفتر په کوربهتوب جوړه شوه.
په دې غونډه کې هغو والیانو ګډون کړی و، چې د خپلو ولایتونو د ادارې ترڅنګ د اړوندو سیمو د چارو د همغږۍ مسئولیت هم پر غاړه لري.
د کابل د والي د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د کابل، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار، کندز او پکتیا والیانو په دې غونډه کې ګډون درلود.
ګډونوالو د سیمو د تېرو غونډو راپورونه وڅېړل او د طالبانو د مشر د لارښوونو د پلي کولو، د امنیت د پیاوړتیا، د پولو د مدیریت او د قاچاق او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه یې خبرې وکړې.
****
د افغانستان دولتي چارواکو په ټول هېواد کې د بيبيسي راډیويي خپرونې ودرولې.
د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څارنې رئیس، صفيالله رائد، اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د بيبيسي راډیويي خپرونې د «پرلهپسې سرغړونو» له امله بندې شوې دي.
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو درېدل تایید کړل او ویې ویل، چې دغه رسنۍ د موضوع د حل لپاره له افغان چارواکو سره په اړیکه کې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت په ۲۰۲۳ کال کې هم د «افغانستان انټرنشنل» فعالیتونه د خبرونو د تحریف او د قومي او ژبنیو تعصبونو د خپرولو له امله منع کړي وو.
د کابل حکومت تر دې مخکې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ خپرونې هم منع کړې وې.
****
په کابل کې د هند د سفارت نوي شارژدافیر، یتین پټېل، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
متقي په دې لیدنه کې وویل، چې افغانستان د خپلې متوازنې بهرنۍ تګلارې له مخې له هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.
د هند د سفارت شارژدافیر هم ټینګار وکړ، چې نوي ډیلي له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې د اړیکو او تعامل پراختیا غواړي.
دا لیدنه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د زیاتېدونکي تعامل په دوام کې ترسره شوه.
****
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر متقابلې نېکې رویې په ټینګار سره وویل، چې اسلامآباد د یمن د ستونزې د سولهییز حل لپاره د سیاسي لارو چارو او ډیپلوماسۍ له کارولو ملاتړ کوي.
سجاد حیدر زیاته کړه، چې د یمن په اړه د پاکستان دریځ ثابت او اصولي دی او اسلامآباد د دغه هېواد د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو غوښتنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې پاکستان د یمن د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ملاتړ کوي.
سجاد حیدر د فلسطین بحران ته په اشارې او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو پر پلي کېدو په ټینګار سره وویل، چې پاکستان په اشغال شوي قدس کې د کولمبیا د سفارت د پرانیستلو اقدام غندي او دا کار له نړیوالو اصولو او معیارونو سره په ټکر کې بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د لوېدیځې غاړې څخه د فلسطینیانو جبري شړل وغندل او د فلسطین د خلکو د حقونو د ساتنې او د صهیونیستي اشغالګر رژیم د حساب ورکولو لپاره یې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.
سجاد حیدر د ایران او پاکستان د اړیکو او په سیمه کې د منځګړیتوب د هڅو په اړه د دواړو ګاونډیو هېوادونو د نظرونو په بیانولو سره وویل، چې پاکستان د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په ټینګه غواړي چې ټول لوري یو بل ته نږدې کړي.
****
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ دویم سکرتر، محمد فهیم، د فلسطین د خلکو پر طبیعي سرچینو د هغوی د حق په ټینګار سره، د دغو سرچینو د صهیونیستي رژیم د ناقانونه استخراج د پای ته رسولو او د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د ژمنو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
محمد فهیم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیايمې غونډې د دویمې کمېټې په ناسته کې اعلان وکړ، چې پر خپلو طبیعي سرچینو د فلسطین د خلکو د واکمنۍ حق، د هغوی د خپلواک برخلیک د ټاکلو له نه بېلېدونکي حق څخه جلا کېدای نه شي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ دویم سکرتر همدارنګه د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر اړخیز پلان په اړه د امنیت شورا د ۲۸۰۳ شمېرې پرېکړهلیک د بشپړ او صادقانه پلي کېدو په اړه د اسلامآباد پر ملاتړ ټینګار وکړ.
****
د پاکستان پوځ د افغانستان طالبان د پاروونکو اقداماتو او د پولې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د ډزو په کولو تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ په ځوابي اقدام کې د طالبانو یو شمېر سرتېري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په «تایده» سرحدي سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري بېدلیله ډزې شوې دي.
پاکستاني لوري ادعا وکړه، چې د خپلو ځواکونو له ځوابي اقدام وروسته د طالبانو یو شمېر سرتېري وژل شوي او د هغوی یوه پوځي اډه هم ویجاړه شوې ده.
*****
پاکستاني دولتي چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د پېښور ښار په مرکز کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو له امله ۳۰ کسان، چې یو ښوونکی هم پکې شامل دی، مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د پاکستان لومړي وزیر، محمد شهباز شریف، د پېښور د ښوونځي د پېښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره، د ژغورنې له ځواکونو وغوښتل چې د ټپیانو د وضعیت د څېړلو او مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي او همدارنګه د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره جدي څېړنې ترسره کړي.
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، هم د پېښې د عواملو د پېژندلو او د مسئولانو د نیولو لپاره د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.
دا په پاکستان کې په تېرو څلورو میاشتو کې د ښوونځي د چت د نړېدو دویمه مرګونې پېښه ده.
تر دې مخکې هم د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدو ۱۴ زدهکوونکي وژلي وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، هم په پېښور کې د ښوونځي د چت د نړېدو له امله د یو شمېر زدهکوونکو او ښوونکو د مړینې په مناسبت په یوه پیغام کې د هغوی له غمجنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان له خلکو او حکومت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، له لوی خدای څخه د دغې پېښې د ټپیانو لپاره د روغتیا او بشپړې رغېدنې غوښتنه وکړه.
****
د پاکستان د پوځ د ستراتیژیکې قوماندانۍ قوماندان، عامر رضا، هند ته په یوه خبرداري کې وویل، چې د دښمنانو هر ډول ناسمه محاسبه به له هغه ځواب سره مخ شي، چې د اقدام کوونکي له تصور څخه به هم ډېر پراخ وي.
د پاکستان د ستراتیژیکې قوماندانۍ قوماندان وویل، چې د پولو هغې غاړې ته د دښمنانه طرحو په وړاندې د اسلامآباد دریځ قاطع او روښانه دی.
عامر رضا د سیمې د هېوادونو د اټومي وسلو لرلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په داسې شرایطو کې د نښتې او جګړې لپاره هېڅ ځای نشته.
د پاکستان د ستراتیژیکې قوماندانۍ قوماندان همدارنګه وویل، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه چمتو دي، په هر قیمت چې وي، د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
رضا د «سیندور» عملیاتو ته په اشارې سره وویل، چې د دغو عملیاتو له ماتې وروسته د پاکستان دښمنانو هڅه کړې، چې د نیابتي ترهګرۍ د زیاتولو له لارې د دغه هېواد ټولنیز یووالی او دولتي زیربناوې کمزورې کړي.
«سیندور» هغه نوم دی، چې هند په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې پر ځینو هدفونو د خپلو پوځي بریدونو لپاره کارولی و.
د پاکستان د پوځي قوماندان دغه نوی خبرداری د هند د دفاع وزیر، راجنات سینګ، د څرګندونو په غبرګون کې ورکړل شوی دی.
هغه ویلي وو، چې د پولې هغې غاړې څخه هر نوی ترهګریز اقدام به د تېر برید په پرتله د یوه لوی برید لامل شي.
*****