-
طوفان الاقصی عملیات د اسرائیلو د زوال زیری ورکونکي دي
Oct 07, 2024 10:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د باندې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر «خالد مشعل» وویل: د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټ رژيم په تاریخ کښې تور ټکی او په نږدې راتلونکي کښې د دغه رژیم د زوال زیری ورکونکی دی.
-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلي عسکرو بریدونه وکړل
Oct 07, 2024 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل دوې د لبنان په جنوب کښې په سرحدي کلي کښې د اسرائیلو په پوځيانو برید وکړ.
-
پاکستان کښې بیګا بیا د چین دوه انجنیران ووژل شول
Oct 07, 2024 09:13زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ جناح نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوه کاروان باندې برید کښې چې د چین انجنیران یې وړل ټروریسټي حملې کښې دوه چیني انجنیران وژل شوي دي.
-
د اسرائیلو رژیم د بیروت په ضاحیه سیمې کښې بوږنونکی جنایت ترسره کړی
Oct 07, 2024 08:55ایرنا خبري اژانس د «رای الیوم » ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د لبنان کیمیا پوهانو د یوه بوږنونکي جنایت خبر ورکړ چې صهیونیسټ رژيم د لبنان د پلازمینې بیروت په ضاحیه سیمه کښې په بمباریو کښې ترسره کړی.
-
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ هماغه راز په میدان کښې دی
Oct 07, 2024 08:36مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله د صهیونیسټ رژيم پرضد د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژيم په مقابل کښې د مقاومت د جبهې د ځواکونو په مقاومت ټینګار وکړ.
-
د بریتانیا او د فرانسې محصیلینو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
Oct 06, 2024 02:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بریتانیا کښې د فلسطین په لسګونو زره ملاتړو د غزې پرضد د جنګ د لومړۍ کلیزې په مناسبت په لبنان او غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د دغو سیمو له وسیدونکو سره پیوستون اعلان کړ.
-
د اسرائیلو ډیرې خلک د مهاجرت کولو کوشش کوي
Oct 06, 2024 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل د اسرائیلو څلورمه برخه نفوس له دغه رژیم څخه د وتلو په حال کښې دي یا د وتلو کوشش کوي.
-
د اسرائیلو رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره او ډیر پیاوړی وي
Oct 06, 2024 01:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: د صهیونیسټ رژيم هر تیري ته به د ایران ځواب ښکاره ، روښانه او لا قوي وي.
-
د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو ستر بریدونه وکړل
Oct 06, 2024 01:10مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ په صهیونیسټ پوځي صنایعو شرکت«اتا» باندې توغندي وویشتل.
-
د افغانستان د بنديزونه د لغوه کولو لپاره له لویدیځ د لاوروف غوښتنه
Oct 05, 2024 12:26د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر افغانستان بندیزونه لغوه کړي او د کابل کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته ورکړي.