فارسی د تمدن ژبه ۸ برخه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176460-فارسی_د_تمدن_ژبه_۸_برخه
پارس تودی-فارسی د نړۍ له لرغونو ژبو څخه یوه ده؛ د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث چي پیاوړی ادبیات او ارزښتمنې ادبي زېرمې لري، په دې خپرونه کې په همدې موضوع باندې ږغېږو
(last modified 2026-08-11T10:16:13+00:00 )
Aug 11, 2026 14:44 Asia/Kabul
  • فارسی د تمدن ژبه ۸ برخه

پارس تودی-فارسی د نړۍ له لرغونو ژبو څخه یوه ده؛ د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث چي پیاوړی ادبیات او ارزښتمنې ادبي زېرمې لري، په دې خپرونه کې په همدې موضوع باندې ږغېږو

په دې خپرونه کې به قدم په قدم د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده مسیر کې له موږ سره ملګري شئ؛ هغه ژبه چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د افکارو، کلتور، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې یې په دې ژبې سره ژوند کړی، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې رامنځته کړي دي.

په دې سفر کې به د باوري څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، له لرغونو زمانو څخه تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او تحول تاریخ تعقیب کړو او هڅه به وکړو چې د دې لرغونې ژبې د بدلونونو او هسکو ټیټو یو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغه ژبه چې د پېړیو له تېرېدو او سترو تاریخي بدلونونو سره سره، لا هم ژوندۍ، فعاله او الهام‌بخښونکې پاتې شوې ده.

د تېرې خپرونې په پای کې مو ولیدل چې ژبپوهانو څنګه د زرګونو کلمو په پرتله کولو، د ګرامري قواعدو په دقیقې څېړنې او د غږونو د بدلون د بهیر په تعقیبولو سره، د ژبو د یوې سترې کورنۍ شتون وموند؛ هغه کورنۍ چې نن یې هندواروپايي ژبې بولو او فارسي ژبه هم د همدې کورنۍ له ارزښتناکو څانګو څخه ده.

همدارنګه پوه شولو چې که څه هم د دغې کورنۍ پورې اړوندې ژبې نن سبا کله ناکله له یو بل څخه زرګونه کیلومتره واټن لري او ترمنځ یې ډېر توپیرونه لیدل کېږي، خو ټولې له یوې ګډې ژبې څخه سرچینه اخلي؛ په هغې ژبې نن هېڅوک هم خبرې نه کوي، خو نښې نښانې یې لا هم د خپلو اولادونو په ژبو کې پاتې دي.

اوس وخت رارسېدلی چې د دې سترې ژبنۍ کورنۍ له عمومي انځور څخه لږ واټن واخلو او د هغې څانګو ته نږدې شو؛ هغو څانګو ته چې هره یوه یې ځانګړی تاریخ لري او د بشري تمدن د تاریخ یوه برخه بیانوي.

ښايي داسې تصور وکړو چې ټولې دغې ژبې له پیله پېژندل شوې وې، خو حقیقت بل څه دی. د هندواروپايي ژبو د کورنۍ ځینې مهمې څانګې تر شاوخوا یوې پېړۍ وړاندې پورې د پوهانو لپاره ناآشنا وې او یوازې د لرغون پېژاندو پلټنې وې، چي د هغوی د له شتون څخه پرده پورته کړه.

دا موضوع پخپله ښيي چې د ژبپوهنې تاریخ یو ژوندی او خوځنده علم دی. هره نوې موندنه کولای شي هغه انځور چې څېړونکو د کلونو په اوږدو کې د ژبو د تېر تاریخ په اړه په ذهن کې درلودل، بشپړه یې کړي او یا ان حتی بدل یې کړي.

کله ناکله یوه خټینه ډبرلیک چې پېړۍ تر خاورو لاندې پرته وي، تر لسګونو کتابونو ډېر ارزښت لري؛ ځکه کولای شي د ژبې د تاریخ په ځنځیر کې یوه ورکه کړۍ رابرسېره کړي.

له لومړنیو او مهمو موندنو څخه یوه هغه ژبه وه چې نن یې «حِتّي» (Hittite)   بولو.

که شاوخوا درې نیم زره کاله تېر وخت ته ور وګرځو، د کوچنۍ اسیا په یوه لویه برخه کې، یعنې په هغه سیمه کې چې نن یې ډېره برخه د ترکیې په خاوره کې پرته ده، یو پیاوړی دولت رامنځته شوی و چې تاریخ یې د حِتّي امپراتورۍ په نوم پېژني.

دغه دولت د لرغونې نړۍ له سترو قدرتونو څخه و او د مصر، آشور او بابل ترڅنګ یې د هغه وخت په سیاسي معادلاتو کې مهم رول درلود. د حِتّي پاچاهانو د مصر له واکمنانو سره د سولې تړونونه کول، له ګاونډیو دولتونو سره یې جګړې کولې او د سیاسي او اقتصادي اړیکو یوه پراخه شبکه یې اداره کوله.

خو تر شاوخوا ۱۵۰ کلونو وړاندې پورې، د دې قوم د ژبې په اړه زموږ معلومات ډېر محدود وو. د حِتّي‌انو نوم په ځینو تاریخي سرچینو کې راغلی و، خو هېچا نه پوهېدل چې هغوی په کومه ژبه خبرې کولې او ژبه یې د نړۍ د ژبو په منځ کې څه ځانګړی ځای درلود.

د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د لرغون‌پوهانو یوه ډله په یوه سیمه کې چې  «بوغازکوی» نومېده او نن د بوغازقلعه په نوم پېژندل کېږي، کیندنې پیل کړې.

له خاورې څخه راوتلي موندنې د علمي نړۍ لپاره ستره حیرانوونکې پېښه وه. زرګونه خټینې ډبرلیکونه د میخي لیک په بڼه وموندل شول؛ داسې ډبرلیکونه چې حکومتي اسناد، تړونونه، قوانین، سیاسي لیکونه او مذهبي متنونه یې په ځان کې ساتلي وو.

په پیل کې هېچا نه شو کولای چې دغه لیکنې ولولي. د هغوی د کوډونو د پرانیستلو بهیر کلونه وخت ونیو او څېړونکو په ډېرې حوصلې او دقت سره کلمې او جملې وڅېړلې. په پای کې څرګنده شوه چې د دغو اسنادو یوه مهمه برخه په هغې ژبې لیکل شوې وه چې تر هغه وخته ناپېژانده وه؛ هغه ژبه چې وروسته «حِتّي» ونومول شوه.

دا موندنه یوازې د لرغونو ژبو په نوملړ کې د یوې نوې ژبې ورزیاتول نه وو؛ بلکې ارزښت یې تر دې ډېر زیات و. ځکه د لومړي ځل لپاره د هندواروپايي ژبو د کورنۍ یوه ډېره لرغونې ژبه د څېړونکو لاس ته ورغله؛ داسې ژبه چې لیکلي اثار یې شاوخوا د میلاد څخه مخکې اوولسمې یا اتلسمې پېړۍ ته ورګرځي او د دې کورنۍ له ډېرو نورو پېژندل شویو ژبو څخه ډېره لرغونې وه

د حِتّي ژبې موندنې د ژبپوهانو ډېر لیدلوري بدل کړل. تر دې وړاندې داسې انګېرل کېدل چې د هندواروپايي مورژبې ځینې ځانګړنې یوازې فرضیې دي، خو د حِتّي ژبې متنونو وښودله چې د دغو ځانګړنو یو شمېر یې په رښتیا هم په تېر وخت کې شتون درلود. له همدې امله، حِتّي ژبې د تاریخي ژبپوهنې په څېړنو کې ځانګړی ځای خپل کړ او لا هم د لومړنۍ هندواروپايي ژبې د بیا رغونې لپاره له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.

په زړه پورې خبره دا ده چې حِتّي ژبې له نورو هندواروپايي ژبو سره د ګډو ځانګړنو ترڅنګ، خپلې ځانګړې ځانګړنې هم ساتلې وې. دې ژبې د پېړیو په اوږدو کې له بېلابېلو تمدنونو سره د ګډ ژوند له امله د ګاونډیو ژبو تر اغېز لاندې هم راغلې وه. دا موضوع ښيي چې هېڅ ژبه، ان په لرغونو زمانو کې هم، له نورو کلتورونو سره له اړیکو څخه بېله نه وه.

دا حقیقت موږ ته د ژبو د پېژندنې په اړه مهم درس راکوي. ځینې وخت داسې انګېرل کېږي چې ژبې باید په بشپړ ډول «سوچه» وي او د نورو ژبو له اغېز څخه خوندي پاتې شي، خو تاریخ اپوټه ښيي. ژبه هم د انسان په څېر تل له نورو سره په تعامل کې ده. لکه څنګه چې ملتونه له یو بل سره راکړه ورکړه کوي، ژبې یې هم له یو بل څخه کلمې، اصطلاحات او ان نوي جوړښتي عناصر زده کوي. هغه څه چې د یوې ژبې هویت ساتي، د لغتونو سوچه پاتې کېدل نه دي، بلکې د هغې بنسټیز جوړښت او تاریخي بهیر ته دوام ورکول دي.

له هغو ټکو سره چې یاد شول، دې پایلې ته رسېږو چې په یوه ژبه کې د پردیو کلمو شتون د هغې د هویت د له منځه تلو په معنا نه دی. فارسي ژبې هم د تاریخ په اوږدو کې له عربي، ترکي، مغولي، فرانسوي او په معاصره دوره کې له انګلیسي ژبې څخه ډېرې کلمې منلې دي؛ خو بیا یې هم خپل بنسټیز جوړښت ساتلی او د هندواروپايي ژبو په کورنۍ کې د ایراني څانګې ځای یې نه دی بدل شوی. همدا اصل د حِتّي ژبې په اړه هم صدق کوي.

خو ښايي د حِتّي ژبې تر ټولو مهم ارزښت په دې کې وي چې د یوه ډېر لیرې تېر وخت پر لور یې یوه کړکۍ پرانیسته؛ هغه تېر وخت چې د دغو ډبرلیکونو تر موندل کېدو مخکې یوازې د اټکل او ژبني بیا رغونې له لارې پرې خبرې کېدې.  اوس څېړونکو د لومړي ځل لپاره د هندواروپايي ژبو له یوې تر ټولو لرغونو ژبو څخه یو صلي او واقعي متن په لاس کې درلود؛ داسې متن چې ګواکې د درې زره او څو سوه کاله وړاندې خلکو غږ یې تر نن ورځې رسولی وي.

خو د هندواروپايي ژبو د کورنۍ حیرانوونکې کیسې تر دې ځایه نه پای ته رسېږي. که د حِتّي ژبې موندنې د هغې د لرغونتوب له امله پوهان حیران کړل، د یوې بلې ژبې موندنې هغوی له بل اړخه حیران کړل؛ داسې ژبه چې د لوېدیځې اسیا پر ځای، د منځنۍ اسیا په زړه او د نړۍ د یوه له وچو دښتو په څنډه کې وموندل شوه؛ په داسې ځای کې چې هېچا تمه نه درلوده د هندواروپايي ژبې کومه نښه به پکې وموندل شي.

دا ژبه «تُخاري» وه؛ هغه ژبه چې موندنه یې د شلمې پېړۍ د ژبپوهنې له سترو حیرانوونکو کشفیاتو څخه ګڼل کېږي.

د تُخاري ژبې حیرانوونکې ځانګړنه یوازې د هغې په لرغونتوب کې نه وه؛ بلکې تر هر څه ډېر، د هغې د موندل کېدو ځای و چې ژبپوهان یې حیران کړل. د دې ژبې له موندل کېدو وړاندې، ډېری څېړونکي په دې باور وو چې د هندواروپايي ژبو څانګې تر ډېره په اروپا، لوېدیځه اسیا، د ایران د فلات په ځینو برخو او د هند په نیمه وچه کې پراخې شوې دي. خو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې داسې یوه موندنه وشوه چې دغه انځور یې په بشپړ ډول بدل کړ.

په همدې کلونو کې، د اروپايي، روسي او جاپاني لرغون‌پوهانو بېلابېلو ډلو د منځنۍ اسیا د لرغونو تمدنونو د څېړلو لپاره هغې سیمې ته سفرونه وکړل چې نن یې ډېره برخه د چین د سین‌کیانګ کورواکې سیمې په جغرافیه کې پرته ده؛ یوه وچه، کم‌اوبه سیمه چې د تکلامکان د پراخې دښتې په څنډه کې پرته ده. ښايي د دې دښتې نوم ډېرو خلکو ته نااشنا وي، خو د لرغون‌پوهانو لپاره د تاریخ له رازونو ډکه یوه ستره خزانه ده.

ښايي د دې نوې موندل شوې ژبې په اړه خبرې زموږ خپرونه اوږده کړي او په دې لنډ فرصت کې به ونه شو کولای چې هغه په سمه توګه وڅېړو. له همدې امله، غوره ده چې د لرغونې تُخاري ژبې بحث تر راتلونکې خپرونې پورې وځنډوو.