-
اوه ډله باید د فلسطینیانو د نسل وژنې د بندولو لپاره خپل اړم وکاروي
Oct 04, 2024 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» وویل د اوه ډلې هیوادونه باید د خپل د دباو له اړم څخه په فلسطین، لبنان ، سوریې او د سیمې په نورو هیوادونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو او د فلسطینیانو د نسل وژنې د سمدستي د بندولو لپاره استفاده وکړي.
-
ایران د جرمني او د اسټریا سفیران خارجه وزارت ته احضار کړل
Oct 04, 2024 01:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د جرمني او د اسټریا سفیران د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شول.
-
اسلامي ایران د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم له ناامنۍ سره مقابله کوي
Oct 04, 2024 01:10زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې صهیونیسټ رژيم غلطۍ وکړي نو د تهران له محکم او پریکنده ځواب سره په مخامخ شي وویل
-
په نیول شویو سیمو کې د حزب الله د پوځي عملیاتو دوام
Oct 03, 2024 12:18د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ملت په ملاتړ او د لبنان د دفاع په لړ کې، د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو، د نیول شویو سیمو په شمال کې، په صهیونیسټي ښارګوټي کې د دښمن خوځښتونه، په څو توغندیو سره په نښه کړي دي. د دغې بیانیې له مخې، دغه توغندي په مستقیم او دقیق ډول، پر خپلو هدفونو لګېدلي دي.
-
د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو په سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر ګډون
Oct 03, 2024 12:16د ایران ولسمشر ډاکتر مسعود پزشکیان، په قطر کې د آسیا د ملګرتیا د خبرواترو په سرمشریزه کې ویلي چې، د بشري حقونو سرغړوونکي باید پوه شي، چې بې عدالتي به بې ځوابه پاتې نشي، صهیونیسټي تیریګر به مجازات شي، او د فلسطین تر آزادۍ پورې به د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکړو.
-
د ایران توغندیز عملیات د اسرائیلي رژیم د ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو مناسب ځواب دی
Oct 03, 2024 11:59په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې ویلي چې د ایران توغندیز عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د اسرائیلي رژیم د تیریو او ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو ضروري او مناسب ځواب دی.
-
د یمن پوځ د یافا بې پیلوټه الوتکې په وسیله، نیول شوې سیمې په نښه کړې
Oct 03, 2024 11:55د یمن پوځ د یوې نوې اعلامیې په صادرولو سره، د تل ابیب په زړه کې د صهیونیسټانو په خلاف، د یوه بل عملیاتو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.
-
د " وعده صادق ۲" عملیاتو لپاره له ایران څخه د مقاومتي ډلو مننه
Oct 02, 2024 14:11د « وعده صادق ۲» عملیاتو او د فلسطین په اشغالي خاوره کې د ایران د کامیابو توغندیزو بریدونو وروسته او پر هدفونو باندې د څه دپاسه ۹۰ سلنه توغندیو په لګېدو سره، مقاومتي ډلو د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځپوونکي غبرګون قدرونه وکړه.
-
ایران به په کلکه پر خپلو خبرو عمل وکړي
Oct 02, 2024 14:08د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صهیونیسټي رژیم او ملاتړو ته یې خبرداری ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د هغه څه په اړه چې وايي، قاطعانه عمل کوي.
-
ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي
Oct 02, 2024 14:06د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر ته په خطاب کې ټینګار وکړ: ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي.