ایران به په کلکه پر خپلو خبرو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152828-ایران_به_په_کلکه_پر_خپلو_خبرو_عمل_وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صهیونیسټي رژیم او ملاتړو ته یې خبرداری ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د هغه څه په اړه چې وايي، قاطعانه عمل کوي.
(last modified 2024-10-02T09:40:44+00:00 )
Oct 02, 2024 14:08 Asia/Kabul
  • ایران به په کلکه پر خپلو خبرو عمل وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صهیونیسټي رژیم او ملاتړو ته یې خبرداری ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د هغه څه په اړه چې وايي، قاطعانه عمل کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعاني» په یوه پیغام کې چې په مجازي فضا کې یې په خپل شخصي اکاونټ کې شریک کړ، لیکلي: د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په اساس، د مشروع دفاع حق او د ایران د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې، د غولوونکو او ستمګرو یرغلګرو پر وړاندې قاطعانه عمل وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ دفاعي وړتیا، زړه ورتیا، ځواک او اقتدار او د دوی په سر کې د اعلی معظم سر قومندان حکمت، درایت او عظمت، د ویاړ او د ټولو ایرانیانو د عزت سبب شو.

کنعاني څرګنده کړه: د سیمې ټیکاو او امنیت ته پابند یو او د تیريګرو پر وړاندې به سخت عمل وکړو.

د ایران د ډیپلوماسۍ برخې ویاند زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت پر وړاندې هېڅ ډول ناوړه او ناسم اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل: د سیمې او لوېدیځې آسیا راتلونکې څېره به، د سیمې د مالکانو او د دوی د اصلي او ریښې لرونکو ملتونو له خوا جوړېږي، نه د بې بنیاده او بې شناخته یرغلګرو او تیریګرو له خوا.