ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152826-ایران_د_هر_ډول_ګواښ_پر_وړاندې_په_کلکه_درېږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر ته په خطاب کې ټینګار وکړ: ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي.
(last modified 2024-10-02T13:08:36+00:00 )
Oct 02, 2024 17:36 Asia/Kabul
  • ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر ته په خطاب کې ټینګار وکړ: ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "مسعود پزشکیان " په خپل ایکس کاروونکي اکاونټ (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي: د مشروع حقونو په اساس او د ایران او سیمې لپاره د سولې او امنیت په هدف سره، یو پرېکنده ځواب د صهیونیسټي رژیم تیریو ته ورکړل شو.

پزشکیان زیاته کړه: دغه اقدام د ایران د اتباعو او د ملي ګټو په دفاع کې وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: نتانیاهو باید پوه شي چې ایران جنګ غوښتونکی نه دی، مګر د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلک درېږي؛ دا زموږ د قدرت یوازې یوه برخه ده او له ایران سره جګړې ته مه ننوځئ.