لوګر کې یوې میرمنې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي
د افغانستان لوګر ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
لوګر کې یوې میرمنې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي
د افغانستان لوګر ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عمر منصور وايي، دا ماشومان تېره ورځ (یکشنبه، ۲۷ د وري) ناوخته ماښام مهال د لوګر په نایب امین الله خان ملکي روغتون کې زیږیدلي دي.
د منصور په وینا چې په دغو تازه زېږېدلو ماشومانو کې یو هلک او درې نجونې شاملې دي او په خبره یې چې د یادو څلور واړو ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په لوګر ولایت کې د نایب آمین الله خان ملکي روغتون مسوولینو هم د ماشومانو او دغې ښځې روغتیايي وضعیت ښه یاد کړی دی.
له دې وړاندې د سویل ختیځ زون په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم دوو میندو په یو ځل درې او څلور ماشومان زیږولي وو.