واټساپ کې د لیږل شوي پیغام د ایډیټ برخه فعالیږي
د واټساپ کمپنۍ ویلي چې راتلوونکې اونیو کې به خپلو ۲ میلیارده کارونکو ته سهولت برابر کړي چې لیږل شوی پيغام تر پنخلس دقیقو ځند پورې ایډیټ کړي.
واټساپ کې د لیږل شوي پیغام د ایډیټ برخه فعالیږي
د واټساپ کمپنۍ ویلي چې راتلوونکې اونیو کې به خپلو ۲ میلیارده کارونکو ته سهولت برابر کړي چې لیږل شوی پيغام تر پنخلس دقیقو ځند پورې ایډیټ کړي.
دغه کمپنۍ ویلي چې په یادې چارې به کارونکي وکولای شي چې خپلې تیروتنې یا هم په علاقه کې د بدلون وروسته لیږل شوی پیغام بېرته ایډیټ کړي، خو دا چاره به لیږل شوي پيغام کې تر پنخلس دقیقو پورې ترسره شي.
دا زیاتوي: “تاسې کولی شئ پر استول شوي پیغام ګوته ټینګه کړئ چې تاسې ته د اپشنونو مینیو پرانیزي، او په هغې کې د ایډیټ یا سمونې اپشن غوره کړئ. په دې کار سره تاسې کولی شئ چې خپل استول شوی متن سم کړئ او بدلون پکې راولئ، پیغام سره مو لیکل کېږي چې سمونې پکې شوي او لوستونکی پوهېږي چې پیغام کې بدلون راغلی او اېډيټ شوی دی.
له وټس اپ وړاندې ټیلیګرام او سیګنل هم ورته ځانګړنی لرلې او کاروونکو يې کولی شي د خپل پیغام محتوا کې بدلون راولي.