د ایفون درلودونکې کولی شي، د واټساپ له لارې HD انځورونه او ویډوګانې ولیږي
Dec 06, 2023 16:20 Asia/Kabul
واټساب ویلي چې تر دې وروسته د ایفون کاروونکي کولی شي چې د واټساپ له لارې تر دوه GB وزن لرونکي HD ویډیو او انځورونه ولیږي.
دغه فیچر تازه د ایفون کاروونکو لپاره پيژندل شوی دی چې له مخې کاروونکي کولی شي، پخپل اصلي کوالټۍ سره ویډیو او انځورونه واستوي.
د دغه فیچر څخه د ګټې اخیستنې په موخه تاسې باید لومړی خپل واټساپ اپډیټ کړئ او له هغې وروسته به عملاٌ کار پیل کړي.
وروسته له هغې چې تاسې واټساپ اپډیټ کړ، د ویډیو یا انځور لیږلو پر مهال به تاسې ته د واټساپ په سټینګ برخه کې صلاحیت درکړل شي چې HD لیږل غواړی یا په عادي ډول یې استوئ.
کله چې تاسو د HD تڼۍ کلیک کړئ، یوه نوې پاپ اپ کړکۍ به ښکاره شي چې د معیاري او HD کیفیت صلاحیتونه ښیې، له هغې څخه په HD باندې کلیک وکړئ.
دا باید په یاد ولرئ چې معیاري کیفیت د ډیفالټ لخوا په WhatsApp کې غوره شوی.