Apr 23, 2024 14:07 Asia/Kabul
  • په آسیا او اوقیانوسیې کې د ایرانیو انجونیوکشتۍچلونکو دوامداره  اتلوالي

پارس ټو ډې ـ ایرانییو کشتۍ  چلونکې د آسیا اتلوالۍ د آرام سمندرد  کشتۍ چلونې او همد د آسیا او اوقیانوسیې د اتلوالۍ  ردئينګ کشتۍ  چلونې  په سیالیو کې د رنګ په رنګه میډالونو په ګټلو سره ، د پاریس د ۲۰۰۴ المپیک د څلورو ونډو په  ترلاسه کولو بریالۍ شوې.

 د آسیا او اوقیانوسیې  په لوئې وچې  کې دغه سیالۍ  په جاپان او جنوبی کوریا دوو هیوادونو کې ترسره شوې چې د ایران  دټيمونود هڅو نتیجه  د فرانسې  د ۲۰۲۴ المپیک  دڅلورو ونډو په ترلاسه کولو کې بریالیتوب  ؤ.

 د جنوبی کوریا په سیالیو کې  د ایران کشتۍ چلونکې  وتوانیدې ،د زینب نوروزي او مهسا جاور په نامو سره دوو  ایرانیو میرمنو په وسیله  د ۲۰۲۴ اولمپیک لپاره  د دوه کسیزې کشتۍ ونډه یا په اصطلاح ټیمي ونډه ترلاسه کړه.

 

مهسا جاور او زینب نوروری

دغه دوې ایرانۍ میرمنې  په دغو سیالیو کې بریالۍ شوې د  نقرې دوه میډالونه وګټي.

 له دې مخکې،فاطمه مجلل  یوه بله کشتۍ چلونکې  ایرانۍ میرمن وه چې دآسیا د اتلوالۍ د روئينګ سیالیو  د زیړو میډال په ګټلو سره ئې د ایران  کشتۍ چلونې  د المپیک لومړنۍ ونډه ګټلې وه.

فاطمه مجلل کشتۍ چلونکې ایرانۍ میرمن

 د آسیان د اتلوالۍ  دآرام سمندر د کشتیو  د سیالیو په ترټولو وروستۍ او  په جاپان کې د پاریس  اولمپیک  په ټاکنیزې ورځې، د  سړیو په زر ميټره  یوه کسیز کانو فائينل کې د ایران کشتۍ چلونکي  محمد نبی رضائي  د  څلورو دقیقو، لس سیکنډه  او  صفر اعشاره  ۹۸۰  سیکڼدو  د وخت په ثبتولو سره  د لومړي کشتۍ چلونکي په توګه له کرښې تیر شو.

 هغه  د سرو زرو میډال  پر ګټلو سریره د پاریس  المپیک  ونډه هم ترلاسه کړه.

دایران یوه بل کشتۍ چلونکي علی آقا میرزائي هم په جاپان کې د آسیا دآرام سمندر د ک شتۍ  چلونې د سیالیو د زیّړو  میډال په ګټلو  د ۲۰۲۴  المپیک  د  لوبو څلورمه ونډه وګټله.

 

ټیګونه