د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې ټاکنو د دویم پړاو پیلېدل
پارس ټوډې - نن د جمعې په سهار امام خامنه يي په تهران کې د اسلامي شورا د دولسمې دورې ټاکنو د دویم پړاو په لومړیو دقیقو کې د امام خمیني (ره) په حسینه کې په حضور سره، د ټاکنو په دغه پړاو کې چې په بریښنایي توګه ترسره کېږي، ګډون وکړ.
دغه مراسم د لسګونو کورنيو او نړيوالو رسنيو د خبريالانو په حضور کې پیل او له کورنيو او بهرنيو رسنيو په ژوندۍ بڼه خپاره شول.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له خپلې رايې ورکولو وروسته، انتخابات د خلکو د حضور او د هغوب د ارادې او پرېکړو نښه وبلله او وفرمايل:
د هر هغه وګړي چې د هېواد پرمختګ او سترو موخو ته د رسېدو هیله لري، ملي وجیبه ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
امام خامنه یي په پای کې دې ته اشاره وکړه:
هرڅومره چې رايې زياتې وي، په هماغه اندازه به پارلمان پياوړی وي او هرڅومره چې پارلمان پياوړی وي، په همغه اندازه په هېواد کې د کار کولو چانس زيات وي.
د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې د ټاکنو دویم پړاو، د ۴۵ استازو د ټاکلو لپاره نن سهار اته بجې د ایران د ۱۵ ولایتونو په ۲۲ حوزو کې پیل شو.
په دې ټاکنو کې د ایران د اسلامي شورا د پاتې ۴۵ څوکیو لپاره، ۹۰ کاندیدان له یو بل سره سیالي کوي.
د ایران اسلامي شورا ۲۹۰ څوکۍ لري، چې یو شمېر یې د مذهبي اقلیتونو پورې اړه لري. د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۶۴مې مادې له مخې، زرتشتیان، کلیمیان، آشوري او کلداني عیسویان او همدارنګه د سویل او شمال ارمني عیسویان په اسلامي شورا کې استازي لري.
کلیدي کلمې: په ایران کې ټاکنې، د اسلامي شورا پارلمان، امام خامنه يي څوک دی، په ایران کې مذهبي لږکۍ،