واټساپ کې درې نوي بدلونونه
د میټا کمپنۍ اړوند واټساپ د خپلو کاروونکو لپاره درې نوي بدلونونه رامنځته کړي دي چې له مخې لا زیات سهولت برابریږي.
د واټساپ د تازه معلوماتو څارونکي ویب پاڼې wabetainfo لیکلي: په وینا، واټساپ پخپل تازه نوښتونو کې د تاریخ له مخې د پيغام لټولو فیچر زیات کړی، دغه راز navigation label پټولو او د چینل الرټ نوښتونه یې هم زیات کړي دي.
د WhatsApp چینلونو کاروونکي به د چینل الرټس فیچر څخه ګټه پورته کړي، کله که د واټساپ چینل وځنډول شي، تاسې کولای شئ، د دغه فیچر څخه په ګټې اخیستنې یې بېرته فعالولو کې مرسته تر لاسه کړئ.
د واټساپ دویم فیچر د navigation label د نیویګیشن لیبلونو په اړه دی، په دغه ځآنګړنه کې د Bar او به ښکته برخه کې د awr نیویګیشن لیبل په اتومات ډول په سکرین کې هایډ یا پټه شي.
دریمه ځانګړتیا د زړو پیغامونو لټون اسانه کول دي، د دې فیچر له لارې کاروونکي کولی شي په هر چیټ کې د تاریخ له مخې زاړه پیغامونه وپلټي.
د راپور له مخې، ټولې درې ځانګړتیاوې د Android وسیلو لپاره د WhatsApp په بیټا نسخه کې معرفي شوي دي.