بزدلانه وژلې د افغانستان د ملت په ارادې اغیز نلري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د ولسي جرګې مشر ته په پیغام کښې په کابل کښې ترهګره حمله وغندله او ټینګار یې وکړ بزدلانه ټرورونه د افغانستان د ملت په رښتیوني ارادې باندې هیڅ اغیز نلري .
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ته په یوه (۱) پیغام کښې ټينګار وکړ ټرورونه به د افغانستان د دوست او د ورور هیواد د خلکو په رښتیوني ارادې او د پایداره ، امنیت ، پراختیا او بیا رغونې په تحقق او د خلکو د برخلیک په ټاکلو باندې هیڅ اغیز ونلري .
قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړ ډاګینه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .
په افغانستان کښې داعش ، طالبان ،حقاني او نورې ترهګرې ډلې چې امریکا ، سعودي عربستان ، انګلستان او نور عرب او اروپايي هیوادونه ورسره مالي او پوځي مرستې کوي په ښکاره ترهګر فعالیتونه او حملې کوي او تل بې ګناه خلک وژني .