تهران کښې نن د کابل د شهیدانو لمانځغونډه ترسره کیږي
May 11, 2021 01:52 Asia/Kabul
د کابل د وروستۍ ترهګرې پیښې د شهیدانو په یاد کښې نن په تهران کښې یو لړ دستورې ترسره کیدونکې دي.
د کابل د وروستۍ ترهګرې پیښې د شهیدانو په یاد کښې نن په تهران کښې یو لړ دستورې ترسره کیدونکې دي.
ټاکل شوې چې دغه لمانځغونډه نن مازیګر ۶ بجې په تهران کښې د افغانستان د سفارتخانې مخې ته ترسره شي.
د یادولو ده چې د تیرې شنبې په مازیګر د کابل ښار په دشت برچي سیمه کښې د سید الشهدا په نامه د انجونې د یوې لیسې مخې ته درې پرله پسې چاودنې وشوې چې د وروستیو معلوماتو له مخې په کښې ۸۵ تنه شهیدان او نزدې ۱۵۰ تنه زخمي شوي دي.
ټیګونه