د اسرائیلو رژیم نابودۍ نږدې شوي دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100646-د_اسرائیلو_رژیم_نابودۍ_نږدې_شوي_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ وویل د فلسطینیانو د مقاومت او د وحدت په دوام سره د اسرائیلو د ظالم او د نیواکګر رژیم نابودۍ ته نږدې شوي یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 11:04 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم نابودۍ نږدې شوي دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ وویل د فلسطینیانو د مقاومت او د وحدت په دوام سره د اسرائیلو د ظالم او د نیواکګر رژیم نابودۍ ته نږدې شوي یوو .

د ایران پوځ نن سهار په یوې (۱)بیانیې کښې د فلسطین او د غزې شریفو خلکو او د مقاومت د جبهې جنګیالیو ته په مبارکۍ ویلو سره وویل له صهیونیسټي دوښمن سره په دولس (۱۲) ورځې جنګ کښې د فلسطین د مظلومو خلکو بریالیتوب په باطل باندې د حق په بریالیتوب کښې الهي وعده ثابته کړه .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي وروستي له بریالیتوب ډک جنګ وښودله چې مقاومت له غاصبانو د جنګ په ډګر او د صهیونیسټ رژیم د زوروینو په مقابل کښې د مقاومت نوي ډګر ته ورننوتلي دي او بې شکه مقاومت به تر نهايي بریالیتوب او د قدس شریف تر ازادۍ پورې دوام ولري .