د ایران او افغانستان د غبرګولی د څلورمې نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د جهاد اسلامی د عمومی منشی او حماس د سیاسی دفتر مشر د لیکونو په ځواب کې فرمایلی دي نهایی کامیابی به وګورئ .
جمهوری اسلامی
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د جهاد اسلامی د عمومی منشی او حماس د سیاسی دفتر مشر د لیکونو په ځواب کې وفرمایل نهایی بریالیتوب به وګورئ .
د ایران او اژانس موافقه د ملی امنیت د لوړې شورا په مجوز سره یوه بله میاشت تمدید شو .
اماراتو یو ځل بیا په صیهونیسټانو خپله نوکری ثابته کړه ، د اسراییلو تاوانونه به ورکړو .
ورځپاڼۍ همداراز په یوه بل مخ لیکلی دی د ایران د قضاییه قوې د مشر سید ابراهیم ریسی د قضاییه قوې د لوړې شورا په غونډه کې وویل ظاهرا د غزې د مظلومو خلکو او صیهونیسټی رژیم د پوځ ترمنیځ سخت جنګ ختم شوی دې خو بل نرم جنګ چی هماغه نړیوالو محکمو ته د صیهونیسټو جنایتکارانو ورسپارل دی ، باید په جدی توګه تعقیب شی .
د ایران د قضاییه قوې مشر ټینګار وکړ مونږه او درستو مسلمانو ملتونو د دښمن په وړاندې دریدا له حضرت امام خمینی رح زده کړی او نن ټول شاهدان دي چی د غلیمانو په وړاندی کلک دریدل او هغو په وړاندی شاتګ نه کول د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له همیشنی ټینګارونو او تعلیماتو دی . ښاغلی ریسی وویل د دغه میدان بریالی هم فلسطینی مجاهدین دي او انشاا... دغه بریالیتوب د راتلونکیو بریالیتوبونو لپاره ځیرې شی او دغه ډول حقیقی فتح مبین په نږدې راتلونکی کې د قدس شریف په ازادي سره پوره شی .
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د چین له ولسمشر سره په خبرو کې د ایران او چین ملګرتیا د امریکا له ایتلاف سازۍ سره د مقابلې لپاره ضروری وبلله .
ورځپاڼه په دې اړه په یوه مفصل راپور کې لیکی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د چین له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او بیجنګ اړیکې اوږدمهاله او سټراټیجکې دي.
ولسمشر حسن روحاني د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران له چین سره د هراړخیز شراکت پیاوړتیا ته د ایران اوږدمهاله نظر او سټراټیجک موقعیت ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د موافقو د مفادو په عملیاتي کیدو کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.
روحاني وویل: ایران چمتو دی چې د فلسطین د مسئلې د هواري په شمول په مختلفو موضوعاتو کښې له لویدیځې آسیا سره د چین د ملګرتیا د لوړاوي په لړ کښې ملګرتیا وکړي.
د ایران ولسمشر د ایران د ولس خلاف د یو اړخیزو بندیزونو د ختمیدو ضرورت ته او هم داشان د اراک د ري ایکټر په بشپړولو کښې چټکتیا ته په اشارې سره د ایران او چین په شمول خپلواکو هیوادونو خلاف د امریکا او د هغې د لویدیځو انډیوالانو له ائتلاف جوړونې او سړې جګړې سره د مقابلې لپاره په نړیوالو موضوعاتو کښې د دواړو هیوادونو د نزدې ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د چین ولسمشر هم له ایران سره اړیکې سټراټیجکې او په ټولو برخو کښې مخ په پراختیا وبللې او زرترزره یې د دواړو هیوادونو د موافقې د اجرايي او عملیاتي کیدو لپاره په هلوځلو ټینګار وکړ.
شي جین پينګ وویل: ایران او چین د خپلو دریځونو په شریکولو سره د سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو په هواري کښې اغیزناک رول لوبولی شي.
هغه زیاته کړه: امریکا دا نه شي کولې چې هر کله وغواړي له ایټمي موافقې ووځي او یا ورته دوباره ستنه شي او برجام ته د امریکا د ستنیدو لپاره د ایران خلاف د ټولو بندیزونو ختمول ضروري دي.
د چین ولسمشر هم داشان د اراک د ري ایکټر د جوړولو په لړ کښې له ایران سره د چین ملګرتیا ته په اشارې سره وویل: په دې لړ کښې په خپلې ژمنې او د کار په ترسره کولو کښې په چټکتیا پابند یو.
د چین ولسمشر د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم وروستیو تیریو ته په اشارې سره، د فلسطین د خلکو د وژلې د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر هلوځلو ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران او چین په خپل مینځي ملګرتیا سره په دې برخه کښې یو مهم رول لوبولی شي.
د ایران او ایټمی اژانس موافقه د چنګاښ تر دریمې نیټې پورې تمدید شوه .
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر قالیباف وویل د فلسطین مسله یوه نړیواله مسله ده .
د ایران خارجه وزیر بایډن ته په خطاب کې وویل د ټرمپ د میراث د مصرف نیټه ختمه شوی ده ، نور یې پریږدی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایی ۱۴ میلیون افغانستانی ښاریز له لوږې کړیږی .
د یمن د انصار ا... غورځنګ د امام راحل ګرانې لور ته په پیغام کې ویلی دی د فلسطین له ایډیال پریکنده ملاتړ کوو .
کیهان
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د جهاد اسلامی د عمومی منشی او حماس د سیاسی دفتر مشر د لیکونو په ځواب کې فرمایلی دي نهایی کامیابی به وګورئ .
د فلسطین مقاومت مصر ته په خطاب کې ویلی دی موقته اوربند په ختمیدو دې ، تثبیت نشی ، حملې له سره پیلوو .
د ایران د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان سردار حسین سلامی وویل د دښمن دسیسې ختمیدونکی ندی .
په تهران کې د حماس غورځنګ استازی وویل د حاج قاسم ایډیا وسپنیز ګنبد تباه کړ .
د میانمار د مسلمانانو قاتله سوچی عدالت ته ورکش ویل شوه .
په هندوستان کې د کرونا تلفات له ۳۰۰ زرو واوښتل .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف وویل د ایران د بایکاټونو لغوه کول د امریکا قانونی دنده ده .ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغوه کولو په اړه د امریکا د خارجه وزیر انتونی بلینکن د نویو څرګندونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل د ټرمپ د پړاو د بایکاټونولغوه کول یوه قانونی دنده ده او د خبرواترو اړم ندی .
ښاغلی ظریف د ایران پرضد د ټرمپ په بایکاټونو په نیوکې سره زیاته کړه بایکاټ د ټرمپ په کار رانغله ، د امریکا د اوسنی حکومت په کار هم نه راځی ، د ایران د خلکو په میلیارډونو ډالره چی د امریکا د بدماشۍ په وسیله تړل شوی دي ، خلاصې کړئ
.
کابل چاپ ورځپاڼۍ چی مونږه یې له اینټرنیټه اخلو او محتوا په اړه یې مسولیت پرغاړه نه اخلو .
هېواد
هېواد ورځپاڼې له افغانستان سره د امریکا او نړېوالې ټولنې همکاريو په دوام لېکنه کړې ده.
د لېکوال له انده د دې لپاره چې د ترهګرۍ پرضد له طالبانو د امريکا د مبارزې تمه شلېدلې او طالبان له ترهګرۍ سره نه شلېدونکې اړيکې پالي، نو امريکا هم اړه ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يا خپله ښکېل شي او يا هم له افغان حکومت سره ملګرتيا ته دوام ورکړي.
دغې ورځپاڼې ټینګار کړی چې عرب شيخان هم ښايي د پاکستان له لارې د ترهګرۍ او القاعده له ملاتړه تېر شي او ډېر دوام ونه کړي، ځکه په وینا یې چې اوس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې پاکستان په ټول وس هڅې کوي چې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې يې امريکا ته اډې ورکړي چې دا کار به له يوې خوا د عرب شيخانو ملاتړ تر پوښتنې لاندې راولي او بل دا چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به د ترهګرۍ په ځالو کې تمرکز وکړي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وروستیو درنو جګړو ته په اشارې نېوکه کړې چې د جګړې دواړه غاړې د جګړې ټول اصول تر پښو لاندې کوي او جګړه د ملکي وګړو په کورونو، ځمکو، باغونو، لویو او کوچنیو لارو کې ده چې د جګړې تر ټولو ستر مالي او ځاني زیان ملکي وګړو ته اوړي.
لیکوال اندېښنه ښودلې چې له روان وضعیت څخه داسې ښکاري چې راتلونکې څو میاشتې به لا سختې جګړې وشي، ولسوالۍ به لاس پر لاس شي او په لویو او کوچنیو لارو به بریدونه وشي چې په دې ډول به د کورنیو بې ځایه شوېو او بې کوره شوېو شمېر زیات او ملکیانو تلفات زیات شي او د جګړې ښکېل اړخونه به بیا هم یو بل مات نه کړي او هېڅ لویه لاسته راوړنه به ونه لري.
له همدې امله لیکوال ټینګار کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه دې جګړه ودروي او د خبرو میز ته دې کیني.
اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې د کرونا درېمې څپې او ددې ویروس د مثبتو پېښو د شمېر د زیاتېدو په تړاو لېکنه کړې ده.
وړاندې راغلي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس رسمي شمېرې په وروستیو ورځو او اونیو کې په چټکۍ سره زیاتیږي او د کرونا ویروس د خپرېدو دې پړاو کې د ناورین او کړکېچ د رامنځته کېدو شونتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
وړاندې ټینګار شوی افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمې څپې د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د بستري ناروغانو شمېر او ظرفیت لوړ شي.
لیکوال غوښتنه کړې د کرونا د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د خلکو په راټولېدو او د روغتیایي ټکو ډېر پام وشي او د مخنیوي لپاره جدې محدودیتونه ولګول شي.