ایران د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستې ته چمتو دی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد ټینګار وکړ ایران په افغانستان کښې د سولې له بهیر سره مرسته کولو ته تیار دی .
هغه پرون د افغانستان له خارجه وزیر حنیف اتمر سره په ټیلي فون باندې خبرې وکړې .
طاهریان فرد د سولې په بهیر کښې د پرمختګ د کلید په توګه د افغانستان د بیلابیلو ډلو د لیدتوګو د نږدې کیدا په اهمیت باندې ټینګار سره د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د ایران په چمتووالي بیا ټینګار وکړ .
د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد په دغه ټیلي فوني تماس کښې د افغانستان د روانو بدلونونو او تهران ته د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ژان ارنو د سفر د نتیجو په شمول د بیلابیلو موضوعګانو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړې .
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر هم د افغانستان په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د کړچار د قدرونې په ترڅ کښې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د ترسره شویو اقداماتو په هکله یو(۱) راپور وړاندې کړ .