د ایران دجنګی بیړیو یوه ډله په اطلس سمندرکې دیره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101462-د_ایران_دجنګی_بیړیو_یوه_ډله_په_اطلس_سمندرکې_دیره_شوه
امیر البحر سیاري ووئيل،د بیړیو دغه ډله په سمندر کې په شپ. زره میله واټن کچ کولو سره  یعني تر دولس زره کلومیټرو پورې په سفر سره  له دیرشو ورځو وروسته  همدااوس په اطلس سمندر کې دیره شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2021 08:34 Asia/Kabul
  • د ایران دجنګی بیړیو یوه ډله په اطلس سمندرکې دیره شوه

امیر البحر سیاري ووئيل،د بیړیو دغه ډله په سمندر کې په شپ. زره میله واټن کچ کولو سره  یعني تر دولس زره کلومیټرو پورې په سفر سره  له دیرشو ورځو وروسته  همدااوس په اطلس سمندر کې دیره شوې ده .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ مرستیال غږملونکي امیر البحر حبیب ا.... سیاري نن سهار  په یولړ څرګندونو کې ووظیل ، په نړیوالو سمندري حدودو کې  شتون د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځّ دسټراټژیک سمندري ځواک  مسلم حق  ګڼو او  دغه لاره په اقتدار سره  دوام لري .

 امیر البحر حبیب ا... سیاري  وئيلي ، د ایران دپوځ دسټراټژيک سمندري ځواک  دبیړیو اوه اویایمه ډله  چې  سهند  او مکران نومې سترې بیړۍ  هم پکې شاملې دي،د لومړي ځل لپاره او په سمندري ډګر کې د اسلامی جمهوری نظام  د توانمنیو د  ښودلو په خاطر په اطلس سمندر کې شتون لري . 

امیر البحر سیاري ووئيل،د بیړیو دغه ډله په سمندر کې په شپ. زره میله واټن کچ کولو سره  یعني تر دولس زره کلومیټرو پورې په سفر سره  له دیرشو ورځو وروسته  همدااوس په اطلس سمندر کې دیره شوې ده .

د هغه په وینا، په آزادو سمندري حدودو کې د ایران د پوځ د سمندري ځواک دبیړیو ددغې ډلې شتون د نړیوالو سمندري قوانینو په اساس ترسره کیږي  اود بیړیو دغه ډله د لومړي ځل لپاره  د نورو هیوادونو په بندرونو کې له دریدا پرته  اطلس سمندر ته رسیدلې  او دغه قدرتمند شتون، د ایران د اسلامی جمهوریت دسمندري  اقتدار او توانمنیو ښودنه کوي .  مونږ کله چې وئيلي وو ،نیّت لرو ، اطلس سمندر ته ځان  رسوو، نو دنړیوال استکبار پشمول ځينو هیوادونو وئيلي وو ، دایران د اسلامی ج مهوریت  سمندري ځواک  ددغه شان کار توان نه لري ، خو مونږ په عمل کې  وښودله چې دغه کار مو په قدرت او اقتدار سره  ترسره کړی دی .  او دا شتون دپه سمندرونو کېد  ایران د اسلامی جمهوریت د ګټو دخوندي ساتلو لپاره  دی

Image Caption