د ایران او روسیې اړیکې پراخې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101478-د_ایران_او_روسیې_اړیکې_پراخې_شوي_دي
 د حسن روحاني په وینا، په ویانا کې د جامعې  ایټمي موافقې د احیاء  په باب له روسیې سره د ایران  اوسنۍ  غږملتیا  او ملګرتیا هم په دغو ملګرتیاؤ  کې شاملې دي او روسیې د ایران لپاره یو ډ یر مهم ګاونډی هیواد دی  او  اړیکې به د دواړو ملتونو او دسیمې او نړۍ په ګټه  وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2021 11:36 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې اړیکې پراخې شوي دي

 د حسن روحاني په وینا، په ویانا کې د جامعې  ایټمي موافقې د احیاء  په باب له روسیې سره د ایران  اوسنۍ  غږملتیا  او ملګرتیا هم په دغو ملګرتیاؤ  کې شاملې دي او روسیې د ایران لپاره یو ډ یر مهم ګاونډی هیواد دی  او  اړیکې به د دواړو ملتونو او دسیمې او نړۍ په ګټه  وي .

 ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ،  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  ددې خبرې په کولو سره چې   د تهران او ماسکو اړیکو په مختلفو زمینو کې پراخې وشي دي ، د روسیې د ولسمشر او حکومت دملګرتیا قدرونه  کړې ده .

 ډاکټر حسن روخاني  نن دملی پروژو د افتتاح   د یو اویایمې اونۍ په دستورو کې  ووئیل ،  د ایران او روسیې ترمینځ نزدې اړیکې  اوڅاره شوي  او  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته  مو تل له روسیې سره   ښېئ اړیکې درلودلي دي ، خو  په تیرو اتو کلونو کې  په مختلفو  زمینو کې اړیکې  لاپراخې شوي دي .

 هغه زیاته کړې ،  له تهران سره د ماسکو د همدغو درستو ملګرتیاؤ په خاطر ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ددغه هیواد دحکومت مننه کوم .

 د اسلامی ایران ولسمشر همداراز  وئیلي دي ،د سورئې په زمینې کې  او همداراز د آذربایجان جمهوریت  او قفقاز  په زمینې کې   د  درو اړخیزو مهمو ملګرتیاؤ  په زمینې کې مو  له روسیې سره ډیرې مهمې ملګرتیاوې درلودلي  او  دغه راز له روسیې او د  اور اسیا   له نورو غړو هیوادونو سره  هم  ډيرې ښې ملګرتیاوې لرو .