د حضرت بی بی معصومه (س ) نیکمرغه زوکړې مبارکی ومنئ
حضرت بی بی معصومه (س) چی د ۱۷۳ هجری قمری کال د ذیعقدې په لومړۍ ورځ په مدینه ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې ، د فضایلو سمبول ده .
نن د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د ذی القعدې لومړۍ چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د جون له ۱۲ نیټې سره سمون خوری ، د شیعیانو د اووم امام حضرت موسی بن جعفر (ع) د ګرانې لور حضرت فاطمه معصومه (س ) د نیکمرغه زوکړې ورځ ده .
حضرت بی بی معصومه (س) چی د ۱۷۳ هجری قمری کال د ذیعقدې په لومړۍ ورځ په مدینه ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې ، د فضایلو سمبول ده .
په اسلامی ایران کې د حضرت بی بی معصومه س نیکمرغه ورځ د انجلۍ ورځ نومول شوی ده .
د کریمه اهل بیت حضرت بی بی فاطمه معصومه س د نیکمرغه زوکړې په ورځ درست اسلامی ایران په خوشحالۍ کې ډوب دې . په تیرو کلونو کې خلکو ایران په قم سپیڅلی ښار ، د تهران په جنوب او نورو مذهبی ځایونو کې جشنونه جوړول خو سږ کال د کرونا په دلیل مشرانو د خپلو انجلیو لپاره د ډالیو په اخیستلو سره د حضرت فاطمه معصومه (س) د نیکمرغه زوکړې جشن ولمانځه .
له ننه په ایران کې د کرامت لسیزه پیل شوی ده .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه معصومه (س ) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د اهل بیتو میناوالو ، درستو ازادی غواړو په تیره بیا تاسو محترمو میناوالو ته د زړه له کومې مبارکی وړاندی کوی .