انتخابات دنظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101590-انتخابات_دنظام_د_نرم_قدرت_د_پیاوړتیا_لپاره_فرصت_دې
ولولناک انتخابات د پیاوړی ډال په شان هیواد د دښمن د دسیسو په وړاندی ساتلی دی او په سیمه کې د هیواد د موقعیت د لوړتیا او د نظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2021 11:14 Asia/Kabul
  • انتخابات دنظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې

ولولناک انتخابات د پیاوړی ډال په شان هیواد د دښمن د دسیسو په وړاندی ساتلی دی او په سیمه کې د هیواد د موقعیت د لوړتیا او د نظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې .

د اسلامی ایران د پوځ عمومی قوماندان ټینګار وکړ ولولناک انتخابات د پیاوړی ډال  په شان هیواد د دښمن د دسیسو په وړاندی ساتلی دی او په سیمه کې د هیواد د موقعیت د لوړتیا او د نظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دې .

د ایرنا له راپور سره سم امیر تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوی نن د انتخاباتو په درشل کې د پوځ د لوړ رتبه مسولانو او قوماندانانو د ویډیویی نندارتون کې وویل انتخابات د خلکو طبیعی حق دې او خلک د دغه حق په وړاندې مسولیت لری  او باید له خپل طبیعی حق استفاده او په خپل مسولیت عمل وکړی .

ده زیاته کړه په ټاکنو کې د ګډون اندازه د خلکو د بصیرت او پوهې د سویې ښودنه کوی او د خپل برخلیک په نسبت د ملت د مسولیت احساس اندازه سره نیغ په نیغه ارتباط لری .

د ایران د ولسمشرۍ د ۱۳ پړاو انتخابات د ۱۴۰۰ کال د غبرګولی په ۲۸ نیټه ترسره کیږی .