د امریکا اقدامات د بشریت پرضد جنایت دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د امریکا اوسنی حکومت د بشریت پرضد جنایت کښې شریک دی ډاګینه کړه د ایران خلک حتی یوه (۱) ورځ هم باید تر بایکاټ لاندې نه وي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د ویانا په خبرو کښې د ایران د ګډون کونکي پلاوي مشر عباس عراقچي بیګا په ټویټر پیغام کښې وویل امریکا په تیرو دریو (۳) کلونو کښې د دنیا په هر ځای کښې د ایران په ښاریزو باندې غیر قانوني او وحشیانه بایکاټونه لګولي دي .
عباس عراقچی وویل د امریکا اوسنی حکومت چې یوسل څلور څلویښت (۱۴۴) ورځې کیږي واک ته رسیدلی دی د بشریت پرضد په دغه جنایت کښې شریک دی .
هغه وویل امریکا باید لومړی قدم واخلي او ټول اقدامات ترسره کړي او وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د اقداماتو رښتیونوالی معلوم کړي او بیا به ایران خپلو ژمنو ته ورستون شي او دغه زمونږ د کار معیار دی .