د ایران انتخابات د امنیت په سیوري کې ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101624-د_ایران_انتخابات_د_امنیت_په_سیوري_کې_ترسره_کیږي
ټاکل شوې ده ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  ددیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه   یا د جون دپه اتلسمه نیټه ترسره شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • د ایران انتخابات د امنیت په سیوري کې ترسره کیږي

ټاکل شوې ده ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  ددیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه   یا د جون دپه اتلسمه نیټه ترسره شي .

 

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د  کورنیوچارو وزارت د انتخاباتو د کمیشن مشر جمال عرف نن سهار په خبري کنفرانس کې د ایران د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو  دترسره کیدا لپاره د شوو وروستیو اقداماتو په بیانولو سره ،  ددغو انتخاباتو د امنیت په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وئيلي ،  له نیکمرغه تر  دې دمه  دانتخاباتو دګډوډولو لپاره  هیڅ ډول امنیت ضد مورد نه دی راپور شوی .

 د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو دکمیشن مشر  وئيلي ،دنظرسنجۍ مرکزونو  په انتخاباتو کې دګډون  اندازه له اوه دیرشو تر اوه څلویښت فی صدو پورې اټکل کړې ده . هغه همداراز د دې خبرې په کولو سره چې  په درستې نړۍ کې د رایو داخستنې څه دپاسه څلورنیم سوه صندقونه تیار شوي دي ،روښانه کړې ، د کینیډا حکومت نه ده منلې  په دغه هیواد کې انتخابات ترسره شي  او  د دنیا په نورو یو سل یو هیوادونو کې دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په باب  له  دیره ایرانیانو راي اخستل کیږي .

  عرف وئيلي ،  په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیداپه باب دراي اخستنې اوه شپیته زره صندقونه  بیّل شوي دي . او په دغو انتخاباتو کې د شرائط لرونکو  تعداد نهه پنځوس میلیون درې لکه لس زره او درې سوه لس کسان ښودل شوی دی .

ټاکل شوې ده ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  ددیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه   یا د جون دپه اتلسمه نیټه ترسره شي .