ایران او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خبرې اترې وکړې
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي بیګا په ټویټر پیغام کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په غونډې کښې د ایران د مرکچي پلاوي د مشر او د خارجه وزیر د سیاسي چارو د مرستیال سید عباس عراقچی د کتنې خبر ورکړ .
کاظم غریب ابادي جوته کړه د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په دغه کتنې کښې د اټومي تړون د احیا لپاره د خبرو اترو د وروستیو بدلونونو او له دغه بهیر سره د اټومي اژانس د احتمالي مرستې په هکله سلامشوره وکړه .
عباس عراقچي له تیرې شنبې ورځې راهسې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په غونډې کښې د ګډون لپاره د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې دی .
د امریکا د بایکاټونو د لغو کولو ، اټومي تړون ته د واشنګټن د احتمالي بیرته ستیدا په هکله د خبرو اترو شپږم (۶) پړاو له تیرې شنبې ورځې راهسې په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې په پیلیدا سره پیل شوی دی .
ټاکل شوي ده په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په غونډې کښې ګډون کونکي اټومي تړون ته د امریکا د احتمالي بیرته ستنیدا او د دغه موافقې په کامل او اغیزشیندونکي ډول له اجرا کیدا څخه د ډاډ په هکله سلامشورو ته دوام ورکړي .